د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د تجزيې پلان درېيمه برخه

غلام محمد زرملوال 19.11.2011 12:30

ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ......  هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ......  وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا

 
 په جلال اباد کې له ماتې وروسته-  چې په نتيجه کې يې په زرګونو تنه افغانان مړه، ژوبل او پاکستان ته "د اويا زره مهاجرينو" د کډوالۍ لامل شوه -  تنظيمونه له سياسي او پوځي پلوه مخ  پر ځوړ شول او پر خپلو پښو ددرېدو ځواک يې له لاسه ورکړ.  نړيوال ذهنيتونه  د ډاکټر نجيب د رژيم په ګټه په اوښتو شول.  او له همدې کبله  په نړيوالو غونډو او سازمانونو کې د افغانستان په اړه ګڼ شمير هيوادونو د ژنيو د تړون د پلي کولو  غوښتنه پورته کړې وه، پردې يې زور اچاوه چې د افغانانو کشاله دې د بيلابيلو افغاني ډلو ترمنځ د خبرو او تفاهم له ليارې حل کړ شي. د ملګرو ملتو د امنيت شورى ته د خبرو په ترڅ کې د چين سفير، لي ليووي، وايي چې په نوموړې شورى کې ".. له بحث څخه به کومه مثبته پايله ترلاسه نه شي.  هغه څه چې دا اوس اړين څرګنديږي، دا دي چې ټول اړخونه بايد په واقعي توګه د ژنيو د تړون درناوى وکړي. دا به په افغانستان کې د يوه حل  په  لور د ملګرو ملتو له سرمنشي سره مرسته وکاندي ... په افغانستان کې د ننه بيلابيلې سياسي ډلې بايد له هر ډول بهرنۍ لاسوهنې پرته د سلا  مشورې له ليارې يو پراخ بنسټه ائتلاف جوړ کړي.."

خو له دې ټولو واقعيتونو سره- سره د نجيب الله د حکومت د رانسکورولو پر لور هڅې لا نورې هم ګړندۍ شوې وې.  په افغانستان کې  ښکيل لرې او نږدې هيوادونه لا خپلو وروستيو موخو ته د رسيدلو پرلور له تبجنو هڅو او منډو ترړو څخه  لاس پر سر شوي نه وو. د پاکستان پلازمېنه، اسلام اباد، لا ترپخوا زيات د نړۍ د جاسوسانو د ګڼې ګوڼې مرکز ګرځيدلى و. ".. د نږدې يوې لسيزې په اوږدو کې  سي آى اَى؛ اِم آى-٦؛ آى اِس آى؛ او په لسګونو نورو جاسوسي ادارو د نړۍ د جاسوسانو له پلازمېنې.."  (اسلام اباد) څخه د افغانانو پرضد "مخفي جګړه" پرمخ بيولې وه.    په لندن کې د خپريدونکې يوې انګريزي ژبې ورځپاڼې، انډيپينډينټ، له احصايې سره سم يواځې سې آى اِى له ١٩٧٨ کاله راپديخوا له دوه زره مليونه ډالرو څخه په لوړه بيه وسله او له يو زر مليون ډالرو څخه  زيات نور مواد مجاهدينو ته رسولي وو چې له دويم نړيوال جنګ څخه وروسته په افغانستان کې تر هربل وخت لوى مخفي عمليات وو.  ورځپاڼه ليکي چې اسلام اباد ".. په نړۍ کې تر بل هرځاى د سي آى اَى ستره هډه وه ... د سي آى اِى جاسوسان د هاليډې  اِن په هر سماوار کې غزيدلي وو.   او پداسې حال کې چې زير پيراهنۍ، جين پتلونونه او کاوبايي بوټان به يې په پښو وو، دا پنډ خيټي کسان، مخکې له دې چې دلته (پيښور) ته راورسيږي، حتى احتمالاً به پدې هم نه پوهيدل چې د نخشې پرمخ د افغانستان نوم وموندلاى شي.  اروپايي جاسوسي ادارې لږ څه  مخفي وې.  هغوى د معلوماتو ټولولو لپاره لويديز خبريالان، د مهاجرينو ماهران، د اکادميو پروفيسوران او هرکارګان استعمالول.."

که څه هم ظاهراً ويل کيده  چې امريکا ددې لپاره چې د مجاهدينو "بنسټ پال" ګوندونه قدرت ته ونه رسيږي له افغانستان څخه د شوروي پوځونو له وتلو وروسته په کابل کې له نجيب پرته د کمونستانو په شمول د يوه ائتلافي حکومت د جوړولو پلوي کوله، خو دا کار د سعودي عربستان په شمول، د سيمييزو لوبغاړو، پاکستان او ايران، لپاره د منلو وړ نه و او هغوى د خپلو موخو د لاس  ته وروړلو په لټه کې وو.  د ١٩٨٩ کال د اپريل په ٣٠ نيټه په پاکستان کې د امريکا سفير، رابرت اوکلې، له بي بي سي سره په يوه مرکه کې د امريکا د "متحدينو"، سعودي عربستان او پاکستان، له نامه اخستلو ډډه کوي وايي چې: ".. روسان او ايرانيان په افغانستان کې د خپلو مشتريانو ملاتړ کوي چې په پاى کې به يې دا هيواد پر لبنان بدل شي ... امريکا د يوه ائتلافي حکومت پلوي ده او په پيښور کې مجاهدين، چې د روسانو پرضد په نهه کلنه جګړه کې يې خپل ټول وس کړى دى، پر دې خوا کاميابۍ ته نږدې دي.."

په پاکستان کې د امريکا د سفير څرګندونې ددې ښکارندويې  وې  چې امريکا او پاکستان دواړه- د روسانو له وتلو نه وروسته په افغانستان کې د ايراني ملايانو  ګړنديو شويو هڅو ته څار وو او د افغانستان په راتلونکي حکومت کې د ايران د نفوذ د مخنيوي لپاره يې هڅې ګړندۍ کړې وې.  هغوى د افغانانو له هوسايۍ او سولې سره کومه مينه نه لرله، بلکې دا کار يې په خپلو ګټو د سيمييزې سياسي معادلې په پام کې نيولو سره کاوه.  له بلې خوا ايران هم، چې اوس يې په افغانستان کې يواځې د شيعه ګانو "ونډه" نه غوښته، بلکې د ژبې، توکم او سمت پر بنسټ يې پر افغانانو د خپل کلتور تپلو ته ملا تړلې وه په جدي توګه بوخت و. د افغانانو اقليتونه  پردې جادوګريو غوليدلي او په هيواد کې د ننه د ژبې، مذهب، توکم او سمت پر ستنو ولاړ مخالفتونه پر خپل زور ډګر ته په راوتو وو.  او په دې لار کې د لويديځ  او په تيره بيا د بريتانيا ونډه تر نورو ځانګړې وه.

د برتانيا حکومت زموږ په هيواد کې د دې کرکه خپرونکي تل- دوديزې کړنلارې پر بنسټ  د لږکيو پر يوځاى کولو لاس پورې کړى و.  د بي بي سي يو خبريال، د  رويتر اژانس ته په يوه ليکنه کې چې د ١٩٨٩ کال د ميې پر ١٥ يې له کابل څخه د شوروي د پوځونو د وتلو دپيل د لومړۍ کليزې د نمانځلو په اړه ليکلې، د "يوه شيعه هزاره" له قوله وايي چې".. زما هيله دا ده چې له جلال اباد سره شاوخوا جګړه به د راتلونکو لس کلونو لپاره دوام وکړي.  دا يواځې د سنيانو پر تاوان ده چې پر موږ يې تل ظلم کړى دى .." راپور زياتوي چې: "..  هزاره ګان د پارسي ويونکو تاجکانو پلوي کوي چې غواړې پر قدرت د پښتنو دوديز تسلط مات کړي.."  بي بي سي دا نه وايي چې دا د آى اس آى او ايران په  غيږ کې کوم لوى شوى – د کشتمند، خليلي اومحقق په بڼه هزاره دى – د درويش على خان، کاتب هزاره او د نننۍ ورځې وياړلي بشر دوست هزاره استازولي نه شي کولى.

په دې هکله زموږ په هيواد کې د سولې او خبرو د مخنيوي پر لور د بي بي سي رول بيا له نورو هم ځانګړى و. د همدې کال د ميې پر ٢٢ نيټه د همدې سازمان خبريال، فيل جونز، له اسلام اباد څخه په يوه راپور کې ليکي چې: ".. د جميعت اسلامى يو نامتو قوماندان، اسمعيل خان ... وايي چې [دملي روغې لپاره] د نجيب الله وړانديز، چې د يوه نامشروع لاسپوڅي په نوم ياد شوى، د عامه اذهانو د ګډوډولو او د [مجاهدينو] د تحريک پر لور يوه هڅه ده ... او په شمال کې يو بل قوماندان، احمدشاه مسعود...  يوځل بيا دا جوته کړې ده چې دى به هيڅ کله هم د کابل له رژيم سره خبرې ونکړي.."  بي بي سي دا  خبره نه کوي چې د اسمعيل خان او احمدشاه مسعود ويناوې يې څنګه او له کومې ليارې تر لاسه کړې دي.   

واقعيت دا و چې د پرنګي په دلالۍ او امريکا په  مشرۍ د لويديځ تپل شوى دريځ، فعاليتونه  او ويناوې د عامو ذهنيتونو د غولولو لپاره وې او له خپل هوډ څخه د پر شا کيدو نيت يې نه لاره.   واشنګټن له دې سره- سره چې د "جلال اباد پر شاتګ خواشينى و، خو د خبرو له ليارې د يوه حل پلوي نه و او کانګريس پريکړه کړې وه چې باغيانو ته د مرستو رسولو ته دوام ورکړي ... سي آى اِى د مجاهدينو د يو ډول بريا لپاره ډيره په تلوسه کې وه.."  او د جلال اباد له ناکامۍ وروسته يې ".. د بل بريد هڅونه کوله.." که څه هم چې د جلال اباد په جنګ کې د افغانانو ښکيلو غاړو، او په تيره بيا مجاهدينو ته، د سر او مال خورا درانه تاوانونه اوښتي وو، مګر سي آى اِى په "منځ مهال حکومت" زور اچاوه چې نښتو ته دوام ورکړي.

د ١٩٨٩ کال د اپريل په ٩ نيټه د خوست او کندهار جبهې هم پرانستې  او فعالې شوې وې. د خوست د ښار پرضد خورا شديد ګړندى بريد پيل شوى و. له هغه وروسته هيچا هم د ژنيو د تړون او يا په افغانستان کې د سولې د خبرو د مفهوم په هکله ژبه نه پرانستله.  يواځې او يواځې د جګړې پر لور هڅونه او د مرګ کومي ته د افغانانو د ورغورځولو بازار تود و.

پدې پړاو کې نړيوال حالات هم په کړکيچنيدو وو. د ميې مياشتې په لومړۍ اونۍ کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير، جيمز بيکر، او د شوروي د بهرنيو چارو د وزير، ايدوارد شيواردنازى، په يوه کتنه کې جيمز بيکر ".. په افغانستان کې د خبرو او سولييز حل .." په اړه د شوروي  وړانديز په کلکه  رد کړى و.  د ميې په ١٧ د شوروي مشر، ګورباچوف، د يوې وينا په ترڅ کې وايي  چې د افغانستان پيښې ".. ورځ په ورځ ګواښيدونکې بڼه خپلوي ...  موږ فکر کوو چې د نړيوالو لپاره ددې وخت رارسيدلى دى چې ددې جګړې په اړه، چې شاوخوا سيمو ته د غځيدو ګواښ ورسره يوځاى دى، زيات فعال دريځ غوره کاندي.."  ګورباچوف زياتوي چې: ".. دا خورا جوته خبره ده چې د افغان مخالفو ډلو ترمنځ د اړيکو پرمختيا بايد پخپله هغوى ته پريښودل شي.  دا يواځې پخپله د هغه هيواد د خلکو حق دى چې په دې هکله چې څنګه او څه ډول افغانستان به  وي، پريکړه وکړي .."

خو روسان اوس هغه ځواک نه و لکه پر افغانستان باندې تر تېري د مخه چې  و. لدې کبله يې د ايډيولوژيکي سيال سترګه  ورڅخه نه سوځيده او هماغه و چې د ګورباچوف وينا ته چا اهميت ورنکړ.  د امريکا او سيميزو انډيوالانو لپاره يې دا په ګټه وه چې ".. د شوروي سيورى (له افغانستان څخه) لرې نه شي او د ماسکو  ښکيلتيا دوام  ولري.."   حتى داسې اراده هم موجوده وه چې افغانستان ته د روسانو د بيا ننوتلو امکان برابر شي.  دا ځکه چې د امريکا په  مشرۍ، د ناتو سازمان لپاره د افغانانو وينه بې اهميته او خورا ارزانه متاع وه او پريکړه يې کړې وه چې د روسانو ځواک په بشپړه توګه وځپل شي، "د شوروي امپراتورۍ له زوال سره مخامخ شي.." او ددې موخې ترلاسه کولو لپاره بيا بل افغانستان، د افغانانو بې بيې وينه او داسې ښه تاريخي موکه پر لاس نه شوه ورتلاى.