د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د تجزيې پلان (دويمه برخه)

غلام محمد زرملوال 12.11.2011 12:22

ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ......  هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ......  وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
                                                   

د افغانستان د تجزيې پلان:

 
دويمه برخه

پر جلال اباد د بريد لپاره  ددې بيساري تلوار خورا غوره عامل دا و چې پرنګي، امريکا او پاکستان، چې په افغانستان کې يې د يوې لسيزې په اوږدو کې په خپله توره او د روسانو په توره د افغان ملت ډيرې مرۍ پريکړې وې، نه غوښتل د جنګ تودوخه راښکته، له افغان څخه د افغان  د کسات او بدل  اخستلو کينه  سړه او د پرنګي-امريکايي موخو د سرته رسيدو په ليار کې کوم ځنډ يا خنډ رامخ ته شي. سي آى اِې دې واقعيت ته  په پوره زيرکۍ کاته چې له افغانستان څخه د سره پوځ له وتلو وروسته د شل ورځو په اوږدو کې د جګړې په ډګرکې د تعجب وړ ارامتيا ليدل کيدله.  له ټولو اړخونو څخه د ساړۀ سر او ساړۀ ټټر د خاوندانو د ډګر ته راوتلو نښې نښانې ليدل کيدې.  د جګړې د بې مانا دوام پر اړه لوڅ بحثونه او د ملي مصلحت پر لور د تفاهم فضا په رامنځ ته کيدو وه.

د دې وضع راپنځيدو ته،  چې د يو ګڼ شمير مجاهد کومندانانو په ليکو کې يې په ريښو ځغلولو پيل کړى و، بهرني جاسوسي سازمانونه په څار وو.  نو ددې لپاره چې افغانان د خپلې راتلونکې او برخليک په هکله واضح فکر ونکړاى شي، د افغانانو په غياب کې د امريکا او بوتهو د حکومتونو له خوا د مارچ د ٥ پريکړه وشوله.  د يوۀ ګڼ شمير مجاهدو قوماندانانو د غوښتنو پرخلاف، د ".. افغانستان منځ مهاله حکومت چې د پاکستاني او امريکايي استخباراتو په لاس کې بيلۀ بيواکه وسيلې بل څۀ نه و او د هغوى ټول سياسي او پوځي فعاليتونه يې کنترولول.." د مارچ د ٥ پريکړې پر پلي کولو لاس پورې او په جلال اباد يې بريدکړى و.  

د جلال اباد او يا کوم بل ښار نيول، لکه څنګه چې پورته په وار وار ويل شوي، د امريکا او لويديځ له خوا د مجاهدينو د حکومت د رسمي پيژندلو لپاره "شرط" ايښودل شوى و.  دا په خپل وار د هغۀ پړاو د پيل پر لور ګام ايښودل وو چې په افغانستان کې د يوه "بنسټپال حکومت" په پښو دريدو مخنيوي وشي.  د دې هدف لپاره امريکا پلان لارۀ  چې مجاهدين  يو پر بل تباه کاندي.

تنظيمي مشرانو او تنظيمي ډلو هم په پټه هر يوۀ د خپلو ځانګړو موخو پر لاس ته راوړلو لاس پورې کړى و.

د دې ټولو په منځ کې يوه دريمه "جايزه" هم موجوده وه. دا جايزه په ځانګړې توګه د اسلامي هيوادونو په غونډه کې د سعودي عربستان په برخه کيدله:  هغه داسې چې نوموړې غونډه پداسې وخت کې رابلل شوې وه چې اسلامي نړۍ له خورا درانۀ کړکيچ سره مخامخ وه. له يوې خوا د برتانوي تبعه، سلمان رشدي، پرضد د هغۀ د کتاب ((شيطاني آيتونو)) له کبله په اسلامي هيوادونو کې بيسارى کړکيچ راپورته شوى و، د سعودي عربستان د رقيب، ايت الله خميني، له خوا يې د مرګ فتوى ورکړل شوې وه، او له بلې خوا د اسرائيلو پرضد د اردون سين په لويديزه غاړه او په صهيونيزم  ميشتو سيمو کې د فلسطين د اولس پاڅون، "انتفاضه"، حساس پړاو  ته رسيدلې وه.  له "اسلامى امت" سره اړوندې دا دواړه مسئلې د اسلامي کانفرانس هيوادونو د غونډې خورا غوره اجندا جوړوله. او البته دواړه د ا مسئلې په مخامخ توګه په سيمه او نړۍ کې د امريکا او برتانيا د "ګټو" پرضد وې.  دا د اسلامي نړۍ پر اړه د سعودي عربستان  د سياست  په مخ کې غټه کشاله وه، ځکه چې له امريکا او لويديځ  سره د تاريخي اړيکو پر بنسټ  د نوموړي هيواد ټولواکه کورنۍ مجبوره  وه  چې د هغوى ګټې وساتي.  لدې کبله افغانستان، چې پر اړه يې د اسلامي هيوادونو په ګډون په نړيواله کچه نوې کړنلاره د پلي کيدو په حال کې وه، د سلمان رُشدى او د اردون د لويديزو غاړو د وقايعو په مقابل کې ښۀ انډول کيداى شو.  نو په جلال اباد کې "فتح" لدې کبله يو ضروري "حتميت" و، او ".. په افغانستان کې د جهاد يوې "فتح" به سعودي ته دا موکه په لاس ورکړې واى چې لوړ غږ ادعا وکړي چې ((ګوره څنګه سوبه د اسلام په برخه شوه)).."

پر همدې اساس او ددې لپاره چې خپله "وړتيا" ثابته کړي، د "افغانستان منځ مهاله حکومت"، د صبغت الله مجددى پر مشرۍ، ټول هغه څۀ چې يې په  وس کې وو د جلال اباد جګړې ته وقف کړل.  د افغانستان تنکي ځوانان، او حتى دولس کلن  ماشومان د جګړې کرښو ته واستول شول. د انګريزي ((سنډې ټايمز)) ورځپاڼې خبريال، جان اندرسن، له جلال اباد څخه په يوۀ راپور کې وايي چې: ".. ما دولس کلن کوچني ماشومان په خپلو سترګو وليدل چې تر نه شليدونکو پرله پسې هوايي بمباريو او درنو توپونو د ګوليو تر باران  لاندې وو... هايسته (ښايسته) ګل، چې دولس کلن هلک دى، د پيښور په څنډو کې يې خپل د مهاجرينوکمپ پرې يښى دى چې د جهاد په جګړه کې برخه واخلي.."  

جګړه خورا خونړۍ وه.  د مارچ په ١٧ نيټه د پاکستان ډلييزو رسنيو په افغانستان کې د ننه د ".. مجاهدينو حکومت د لومړنۍ غونډې" پرله پسې خبرونه خپرول. لويديزو رسنيو او مطبوعاتو په شوق او ذوق د مجاهدينو له خوا د جلال اباد ښار ختيز خوا "په لس کيلومترۍ کې" د ثمرخيلو دګارنيزيون د  نيولو او د جلال اباد په هوايي ډګر کې "د تن په تن جګړې" راپورونه خپارۀ کړل.  د برتانيا "ازاد تلويزيون" ته په يوۀ راپور کې نامتو جاسوس "افغانپوه" (!)*، سندي ګال، وايي چې ".. دا خورا غوره ګارنيزيون او هوايي ډګر.." د مجاهدينو په لاس کې دى.  او که چيرې مجاهدين، سندي ګال ټينګار کوي، ".. جلال اباد ونيسي او منځ مهاله حکومت د لويديځ له خوا په رسميت وپيژندل شي نو په کابل کې د مخکې له مخه لړزاند حکومت  به  لا نور هم لړزاند شي.."

سعودي عربستان لومړى هيواد و چې د مارچ په ٩ نيټه يې د افغانستان منځ مهاله حکومت په رسميت وپيژاند.  ددې لپاره چې په افغانستان کې د حالاتو بهير له قانون او "ديموکراسۍ" سره سم وښيي، د سعودي د بهرنيو چارو وياند، چې د ".. څو سوه  شهزادګانو.." له ډلې  څخه يو شهزاده  و،  وايي چې د ".. افغانستان منځ مهاله حکومت د يوې شورى له خوا ټاکل شوى دى چې د ټولو افغانانو استازيتوب کوي.." پر همدې موکه د افغانستان د "منځ مهال حکومت" د بهرنيو چارو وزير، گلبدين حکمتيار، - (چې ځان يې د بهرنيو چارو د وزير کفيل بالۀ)- د سعودي عربستان پلازمينې ته سفر وکړ چې په اسلامي کانفرانس کې د افغانستان خالي څوکۍ د افغانستان "منځ مهاله حکومت" ته د ورسپارلو غوښتنه وکړي.

پر جلال اباد باندې په بريد کې، چې له عيني شواهدو او تبليغاتو سره سم پکې د پاکستان پوځ  مخامخ ونډه لرله، له هرې وسلې او وسيلې څخه کار اخستل شوى و. د پاکستان د پوځ مخامخ مداخله او حتى "پر افغانستان باندې د تيري کولو" پر اړه افواهات لا نور هم پسې پياوړې او د جلال اباد پر ښار يې د اوږد واټن وسلو بريد ورځ پر ورځ شدت موند.

د امريکا جمهور رئيس، جيورج بوش او د شوروي د کمونست ګوند مشر، ميخايل ګورباچوف، ته چې دواړه خواوې د ژنيو تړون "تضمين کوونکي" وو، په يوه ليک کې ډاکتر نجيب شکايت کوي او وايي چې د پاکستان پوځ د چترال، ناوه ګۍ، تورخم او پره چنار په سرحدي سيمو کې ځاى پرځاى شوى دى.  په دې ليک کې د امريکا او شوروي له مشرانو غوښتنه شوې چې پر پاکستان فشار واچوي چې د ژنيو د تړون درناوى وکړي او په افغانستان کې له لاسوهنې څخه لاس واخلي.

له بلې خوا افغانستان له ملګرو ملتو څخه هم د "ګرځنده ځواکونو" غوښتنه کړې وه چې د پاکستان ".. د پوځونو خوځيدل وګوري چې پر افغانستان باندې يرغل ته تيارى نيسي.."  ملګرو ملتو ته د کابل په ليک کې تور لګول شوى و چې پاکستان ".. له مجاهدينو سره مخامخ مرسته کوي. د هغوى عسکر او مليشه د ټانک ضد ميلان توغنديو او لاسي بمونوپه ګډون تازه پر مخ تللې وسلې مجاهدينو ته رسوي.." د واشنګټن پوست د ورځپاڼې د خبرېال، رابرت جيمز، د مارچ د ١٤ يوۀ اوږدۀ راپور په شمول، پدې اړه ګڼ راپورونه وايي چې: ".. د پاکستان پوځ او د امريکا د استحباراتو او پوځ افسران د جلال اباد پرضد جګړې په پلانولو او لارښوونه کې ژور ښکيل دي ...  ما په خپله ١٥ (پنځلس) لارۍ چې په وسلو او مهماتو بار وې وليدلې چې د افغانانو په جامو کې د پاکستاني افسرانو او د پاکستان د پوځ په يونيفورم کې د امريکايي افسرانو له خوا يې لارښودنه کيدله ...  هغه يوې په خټو جوړې (خټينې) کلا ته، چې له جلال اباد څخه يواځې درۍ ميله لرې وه، ورسول شوې.."  

پر دې سربيره اټکل ".. ديرش جنګي الوتکې (د پنجاب) په بهاولپور هوايي ډګر کې چمتو ولاړې وې چې د هغوى د الوزولو لپاره افغان پيلوټان په امريکا کې روزل شوي وو، او تيار وو چې د يوۀ ښار-  جلال اباد، خوست او يا کندهار-  له سقوط سره سم په افغانستان کې د ننه سمدلاسه "مداخله" وکړي.  د مارچ په ١٦ نيټه د بي بي سي په يوۀ غولوونکي راپور کې دا خبر چې ګوندې د جلال اباد په نږدې او شاوخوا کې "پاکستاني سلاکاران او پوځيان" موجود وو، تکذيبوي خو وايي چې د "... مولوي جميل الرحمن له سلافي او وهابي ډلو سره څو سوه عرب رضاکاران د (کابل) د حکومتي قواو پرضد په جګړه بوخت  وو.." لدې څخه د مخه راپورونو پر اساس د "عربو وهابي اجيرانو" شمير درۍ زره تنه ښودل شوى دى. او پر خپله مولوي جميل الرحمن هغه څوک و چې د يوې وينا په ترڅ کې يې کُنړ له کويټ سره پرتله کړى او ويلي وو چې که "کويټ يو امارت کيدلى شي، نو کُنړ ولې نه"

د مارچ تر ١٣ نيټې پورې، له يوې اونۍ سختې جګړې وروسته چې له خورا درنو ځاني او مالي مرستو سره مل وه، د تنظيمونو لښکرې په شا وتمبول شوې. د دې اونۍ په اوږدو کې څۀ ناڅۀ پنځوس زره توغندي د جلال اباد ښار د ودانيو، هوايي ډګر او امنيتي پوستو پر لوري توغول شوي وو، خو د افغانانو په جنګ ګې ښکيل کړل شوو دواړو خواو ته له مرګ، ژوبلې او ويجاړۍ پرته يې بله نتيجه نه لرله.  د بي بي سي تلويزيون په يوۀ راپور کې وايي چې ".. د هغۀ څه پر خلاف چې هيله يې کيدله، مجاهدينو ته دروند تاوان رسيدلى دى.." او د کابل رژيم ته هم د سر دروند تاوان رسيدلى و. خو دا " تاوان" د افغانستان د "منځ مهاله" حکومت د پاره له سياسي، رواني او معنوي پلوه خورا زيات دروند و.  هغوى جګړه بايللې وه او ددې بايلې جبران کول او بيرته په پښو دريدل  ورته اسانه خبره نه  وه.

د سعودي عربستان په پلازمينه، رياض، کې د اسلامي هيوادونو کانفرانس اتلسمه غونډه د مارچ په ١٣ نيټه پيل شوه.  په نوموړي سازمان کې د افغانستان څوکۍ، چې په ١٩٧٩ زيږديز کال پر افغانستان باندې د شوروي له يرغل څخه راهيسې خالي پرته وه، د افغانستان "منځ مهال حکومت" ته وسپارل شوه.  د اسلامي هيوادونو کانفرانس په دې غونډه کې د نوموړي سازمان د اطلاعاتو په مرکز کې مطبوعاتو ته د خبرو په اوږدو کې د "افغانستان د منځ مهال حکومت" د بهرنيو چارو کفيل وزير، گلبدين حکمتيار، وايي چې په ".. کابل کې رژيم د مجاهدينو له خوا د پرله پسې درنو ګوزارونو په مقابل کې نور د دريدو وس نه لري.."  حکمتيار "په څو اونيو کې" په کلکه د نجيب د رژيم د زوال وړاندينه کوي، او د سعودي د خبري اژانس، له قول  سره سم نوموړي هيله څرګندوي چې:  ".. د اګست  په مياشت کې به ټول ټاکنې تر سره شي.."  

د افغانستان د ګرد ولس سترګو ته اوس زموږ په هيواد کې د بهرنۍ لاسوهنې رښتينې بڼه په لوڅيدو وه.  نړيوالو مطبوعاتو هم، چې تر هماغه دمه يې هڅه لرله د افغانستان د جګړې پر اصلي واقعيتونو او شاتنيو موخو پرده وغوړوي، د نيمه حقايقو پر لوڅولو پيل کړى و. په انګريزي ورځپاڼه، فاينانشيل ټايمز، کې کريستينا لمب د يوې تبصرې په ترڅ کې ليکي چې د افغانستان ".. د مقاومت قوماندانانو د جلال اباد د نيولو لپاره د ناوړه پلان جوړولو له کبله د پاکستان پر پوځي استخباراتو، آى اِس آى، باندې پړه اچول پيل کړي دي.." لمب ليکي چې اوس دا ډيرو ته څرګنده شوې ده چې مجاهدين ".. جګړې ته ورټيل وهل شوي وو.." د مقاومت يو قوماندان، عبدالحق، چې د مولوي خالص د حزب اسلامي قوماندان دى، وويل چې ".. ولې موږ، چې هيڅ کله مو جګړه نه ده بايللې، له هغو چا څخه مشوره وغواړو چې هيڅ جګړه يې ګټلې نه ده.."  يو بل قوماندان، پداسې حال کې چې په جلال اباد باندې بريد ردوي،  وايي چې"... موږ نه غواړو چې  داسې يوۀ ښار ته ننوزو چې هغه د هغۀ د ښاريانو هديره وي.."  

خو پرنګي، پاکستان او امريکا د افغانستان پردې قوماندانانو، چې د "هغوى  ګڼ شمير يې ګوډاګيتوب ته نه وو چمتو"، ډاډ نه کاوۀ.  د هغوى د ډاډ ځاى د ".. هغو څۀ ناڅۀ څلور سوه قوماندانانو شبکه وه کوم چې د پيسو په مقابل کې د هر ډول عملياتو په لار اچولو ته چمتو وو .. (ددې قوماندانانو) يو ګڼ شمير عرب اجيران وو.."

ژر دا ثابته شوه چې جلال اباد او يا په هيواد کې د کوم بل ښار نيول دومره اسانه ښکار نه و.  په خورا لنډه موده کې د افغانانو ډيرې وينې تويې شوې، خو هغه "فتح" چې پرنګى، پاکستان او امريکا يې په ژوره تلوسه کې وو،  ور په برخه نه شوه.  بينظير بوټهو ددې ټولې غميزې پر سازمان ورکولو سربيره هم د "افغانستان منځ مهال حکومت" له په رسميت پيژندنې څخه سرغړونه وکړه.  د تنظيمونو مشرانو او د هغوى له ليارې يې د افغانستان ملت د خپلو او پرنګي-امريکايي ارادو لپاره د توپ خولې ته د يرغمل په توګه ساتۀ. او ځکه يې د همدې  موخې لپاره د نوموړي  حکومت پر رسميت پيژندل "خام" او له "وخت څخه د مخه" يو عمل بالۀ.

اوس نو دا خبره هم په جوته توګه ډګر ته راوتلې وه چې د پرديو په لاس کې د افغانستان د تنظيمي مشرانو وزن او صلاحيت په کومه کچه کې وو، او دڅه لپاره ساتل کيدل.  هغوى په خپله هم پدې واقعيت ښه پوه و. د فاينانشل ټايمز د يوه راپور پر بنسټ ".. د مقاومت يوۀ منځ ليارې مشر دا ومنله چې څنګه موږ، پداسې حال کې چې تارونه مو د نيمايي نړۍ له خوا کشيږي، هغۀ (نجيب) ته ګوډاګى ويلاى شو.."