د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ترهګر او ترهګري په يوويشتمه پېړۍ کې

غلام محمد زرملوال 29.06.2011 22:11

پر عراق د يرغل لپاره پلمې:

پر کويټ د صدام حسين له خوا د ١٩٩١ زيږديز کال د يرغل د بيرته پر شا تمبولو لپاره امريکا او لويديز خپل غبرګون ته، لکه د تل په څېر،  داسې بڼه ورکړه چې ګوندې دا د نړيوالو قوانينو پرخلاف د بغداد د عمل مخنيوى و.  خو حقيقت داسې نه و.  حقيقت دا و چې په عراق د لويديځ يرغل او جګړې تپل درۍ بنسټيز دليلونه لرل:

(١) – برتانيا او امريکا نه غوښتل په منځني ختيځ کې داسې يو ځواک سر پورته کړي چې اسرائيلو ته ګواښ وبلل شي. شواهد ښيي چې کله انګريز او امريکا ته څرګنده شوه چې عراق له ايران سره په جګړه کې نه يواځې دا چې بريالى راووت، بلکې له پوځي لوري لا نور هم دومره ځواکمن شوى و چې د لندن او واشنګټن سيمييز "ستراتيژيک متحد"، صهيونستي دولت ته يې احتمالي خطر مخامخ کاوه. له دې کبله يې پريکړه کړې وه چې دا خطر له منځه يوسي. او

(٢) – په ١٩٨٠ کلونوکې امريکا له اقتصادي بُحران سره مخامخ وه او واشنګټن ته د انرژي د راتلونکي کمښت او اړتيا په اړوند تشويش په زياتيدو و. له دې کبله جيورج بوش ادارې ته دا دنده ور په غاړه وه چې د اقتصادي بحران د مخنيوي لپاره بايد د تيلو بيه "د منلو وړ" په حدودو کې وساتي – او د دې لپاره چې دا کار وکولاى شي، نو:

(٣) – بايد په عربي نړۍ کې د تيلو پر سرچينو باندې تر پخوا زيات مخامخ بيله قيد او شرطه ولکه ولري. په ١٩٨٧ کې خليج ته د امريکا د سمندري او هوايي ځواکونو ور غوښتل د شيخ جابر الصباح او سعودي کورنيو له خوا سر ته ورسيدل ترڅو د ايران-عراق د جګړې په بهير کې د کويټ د تيلو ټانکرونو د تګ راتګ ساتنه وکړي. همدا امريکايي ځواکونه وو چې يوه ايراني مسافر وړونکې الوتکه يې په توغنديو وويشتله او پکې ٤٠٠ تنه سپرلي يې د کبانو خوراک کړل.

د عراق-ايران جګړې له پاى ته رسيدو وروسته، چې په بهير کې يې په لکونو کسان ووژل شول، د سپينې ماڼۍ مقاماتو سملاسي وويل چې امريکايي ځواکونه به په خليج کې پاتې شي. د بغداد- تهران ترمنځ د ١٩٨٨ زيږديز کال د اګست د مياشتې د اوربند له اعلان سره سم، د امريکا پخواني جمهور رئيس، رونالد ريګن، د ملي امنيت چارو سلاکار، کولين پاول، وويل چې د ده په عقيده د دې امکان نه و چې "په سيمه کې د امريکا د ستراتيژيکي ګټو په پام کې لرلو سره به امريکايي سمندري ځواکونه د خليج له سيمې څخه ووځي". له دې نه مخکې کله چې په ١٩٨٧ زيږديز کال  د ملګرو ملتو د امنيت شورا د ايران-عراق جګړې په هکله ٥٩٨ ګڼه پريکړ- ليک ومانه، د امريکا په بهرنيو چارو کې د وزارت مرستيال، ريچرد مرفي، دا خبره واضح کړله چې امريکا به په خليج کې خپل ځواکونه وساتي ځکه چې: "دا شونتيا په ډيريدو ده چې په راتلونکو دريو کلونو کې به د خليج تيلو ته د امريکا اړتيا درۍ ځله زياته شي". د دې لپاره هم شواهد موجود دي چې په بغداد کې د امريکا د هغه وخت سفيرې پخپله د عراق دولت نامخامخ هڅولى و چې امريکا " د عربو خپلمنځي شخړو په هوارولو کې" نه غواړي لاسوهنه وکړي، بلکې د دې د ماموريت موخه دا وه چې له عراق سره يې هراړخيز اړېکي پراخ کاندي. لدې کبله په کويټ باندې د بغداد يرغل د سپينې ماڼۍ لپاره هغه پلمه پر لاس ورکړه چې د هغې په نتيجه کې يې کولاى شول خپلو درۍ واړه ستراتيژيکي موخوته ورسيږي.

له ايران سره د اته کاله اوږدې جګړې په بهير کې، عراق د امريکا او لويديزې نړۍ له خوا ملاتړ کيده. واقعيت دا و چې واشنګټن نه غوښتل له اخوندي تهران سره اړيکي داسې پړاو ته ورسوي چې د بيا- رغيدو وړ نه وي ځکه چې په ايران کې يې هم "حياتي ګټې" پرتې وې. د ايران او عراق پخپل منځو کې سره اچول د دواړو د کمځواکه کولو ښه فورمول او د اسرائيلو په ګټه و. د ١٩٩٠ کال د فبرورۍ په مياشت کې د امريکا د دفاع وزارت له خوا په يوه خپاره شوي لاسوند کې، چې پکې د ١٩٩٢-١٩٩٧ کلونو پورې د هغه هيواد دفاعي ستراتيژي ټاکل شوې وه، ويل کيږي چې بايد د خليج تيل له هر ممکن "سيمييز ګواښ" څخه، چې د شوروي مرسته به ورسره وي، وساتل شي. په دې لاسوند کې زياته شوې چې ايران به د امريکا له خوا که څه هم دښمني ورسره لري، د شوروي په مقابل کې حمايه شي. (کله چې له لنډې مودې وروسته، د شوروي دړه واوښته اود نړۍ له نخشې ووتله، نو لويديځ ځان بريالى وباله او نړۍ له يوه- قطبي ځواک سره لاس او ګريوان شوه). اوپخپل وار، لدې سره سره چې په ايران کې د اسلامي انقلاب مشرانو امريکا ته په هيڅ ډول سپورو، ستوغو او ښکنځلو صرفه ونکړه، سپينې ماڼۍ او لندن (چې د اخُندانو په شمول د ايران هر رژيم يې په لستونئ کې ساتۀ) هڅه کوله په هر ډول چې کيداى شي تهران ته د "منځلياريو" له لارې د پوهاوي دروازه پرانستي پريږدي. دا "منځلياري" ځواکونه يې د هاشمي رفسنجاني په وجود کې پيژندل. له همدې کبله لويديځ ايران ته نامخامخ مرسته ورکوله. د وسلو خرڅولو بازار او د "مرګ تاجرانو" دکان دومره تود و چې لرغونې خيالي افسانې يې هم ظرافت ته نه شوې رسېدلې.

يوه بېلګه: کله چې په ايران کې د آيت الله خُميني انقلاب د لوېديځ لاسپوڅي پهلوي سلطې ته د پاى ټکى کېښود، نو د "لوى شيطان" امريکا په شمول لويديځ لاس په کار شو چې پر سيمه د خپلې ولکې د ساتلو لاره څه وکړي. د پرنګي پوځي جاسوسي دستګاه، اِم آى-٦، چې مخکې له مخه يې په ايران کې ژورې استخباراتي څانګې لرلې، نه يواځې ددې لپاره علاج وموند، بلکې هغه يې داسې په کار واچاوه چې له عراق سره په جګړه کې د مليونونو ايرانيانو د وژنې لامل وګرځېد – هم عراق تباه کړي او هم ايران.

په زرګونوخواريکښ افغانان هم د ايران له خوا په زور استول شوي د دې جنګ قرباني وو.

د "شيطان لوبه  – Devil’s Game " کتاب ليکوال په ٢٩٢-٩٣ مخونو کې ليکي: په ١٩٨٠ کال کې د کارتر ادارې تکل وکړ چې [د پاسدارانو له خوا] د امريکايي يرغملو د خلاصون هڅه وکړي... خو د سي آى اې د مشر، ويليم کېسي، په شمول د [رونالد] ريګن د انتخابي کمپاين ټيم له ايراني مامورينو سره اړېکي ټينګ کړل چې د ټولټاکنو تر پاى ته رسيدو پورې دې د يرغملو خوشي کول وځنډوي... ايران له عراق سره په ١٩٨٠ کال سپتامبر کې د پيل شوې جګړې پر مهال وسلو ته ضرورت لاره. نو د [يرغملو د نه خوشي کولو په بدل کې] برتانيا او امريکا اسرايلو ته، چې له ١٩٦٦ کال راهيسې يې ايران ته وسلې ورکولې، سترګه ووهله چې وسلې ورکړي... د غور وړ خبره دا ده چې د ايران او اسرائيلو ترمنځ د وسلو د دې تبادلې دلال د آيت الله سيد ابوالقاسم کاشانى زوى، احمد کاشاني و. دا هماغه کاشاني و چې په ١٩٥٣ کال يې د سي آى اې [او اِم آى-٦] له خوا د پيسو په بدل کې د مصدق د پرزولو لپاره کرايه کړي مظاهره چيان کوڅو ته رايستلي وو.  

نو اسرائيلو، چې عرب خپل ناپخلاکيدونکي دښمنان ګڼي، پر ايران باندې هغه وسله چې د امريکا له خوا ورته برابريدله، په خورا سرسامه بيه پلورله. د دې وسلو له خرڅلاو څخه سراضافه پيسې په سويس کې يوه پټ بانکي حساب ته لږدول کېدې. سعودي عربستان په هغو پيسو يو څه اندازه نورې وراضافه کولې. دا پيسې، له هغه وروسته چۍ يو مقدار يې په شخصي جيبونوکې لوېدې، د نکااراګوا کونترا (د هغه هيواد د ناسيونالست حکومت پر ضد) اشرارو ته ورکېدلې چې په لاتينه امريکا کې د پنتاګون بل جنګ تمويل کړي.

سعودي عربستان په افغانستان کې د کورنۍ جګړې په بهير او د روسانو پر خلاف جهاد کې مجاهدينو ته هم همداسې مرستې ورکولې. مګر وروسته څرګنده شوه چې له افغانانوسره د ضيا او پنجاب په تلکه کې بند د سعودي مرستې کټ-مټ د هغو مرستو په شان وې چې پرنګي او امريکا له افغانستان سره کولې – يانې په افغانستان کې د روسانو پر ضد "تر وروستي افغانه" يې د افغان لوڼواو زامنو جنګول هدف و او پکې د "روسانود وينو تويولواوورته د ويتنام د جوړولو" لپاره وې – نه د افغانانو د ازادۍ لپاره. دا د هغه زړه-سوي له کبله نه وې چې پر افغانستان شوروي تېرى کړى و او  يا دا کار د "اسلامي اخوت" پر پرنسيپونو ولاړ و. له افغانستان څخه په ١٩٨٩ زيږديزکال د روسانو له وتلو وروسته د عربستان په پيسو د جنګ دوام هم د امريکا په سرښورونه او غوښتنو سر سم و. کله چې د واشنګټن خوښه شوه نو سملاسي يې هغه سعودي عربستان، چې پينځوس کاله يې له شوروي سره د هغه د "لادينيت" له کبله ديپلوماتيکي اړيکې نه ساتل، د شوروي مشر، ميخايل ګورباچف، ته شپږ زره مليون ډالره د تحفې په توګه ورکړل.

دا کومه نوې خبره نه وه. پرنګي او امريکا د نړۍ په اوږدو کې د خپلو سيمييزو لاسپوڅو او اجنټانو له لارې له پيړيو راهيسې او په تيره بيا د دويمې نړيوالې جګړې راپديخوا د داسې پراګسي جګړو (Proxy Wars)   اورونه لګولي او پکې يې د ولسونو د ژوند نغري ساړه او ويجاړ کړي وو. د دې موخې پر لاس ته راوړلو په تکل، اسلام په بشپړه مانا په ناروا توګه استعمال او په "سړه جګړه" کې ترې د خورا تېرې وسيلې په توګه کار واخستل شو. پدې توګه اساساً مذهب و چې پرنګي، د نقاب پوښو اسلم دښمنه مسلمانانو له لارې،  ترې خپلو سياسي موخو ته د رسيدلو لپاره د هر ملي او وطني خوځښت پر ضد ناروا ګټه پورته کوله.

 دا کرغيړنه پروسه هم لا ډيره پخوا پيل شوې وه.  د پرنګي پر خلاف په هند کې له ١٨٥٧ پاڅون راهيسې، چې انګريزان يې "هندي بغاوت" بلي، برتانوي امپيرياليزم دې ته ځير شو چې پر وړاندې يې متشکل اسلامي خوځښت بايد وځپي. هغه پاڅون، چې شمزي يې روهيله پښتنو جوړوله او لارښوونه يې د هندي مسلمانانو په لاس کې وه، دومره ځواکمن و چې له هند څخه د پرنګي د شړلو په درشل کې و، د وروستي مغل پاچا، دويم بهادرشاه ظفر، سره په تباني کې، چې کورنۍ يې د انګريزي جاسوسي دستګاو په چوپړ کې وه، له ډيرو وينو او اور څخه وروسته وځپل شو. له هغې نېټې راهيسې پرنګي هر اسلامي او وطنپال خوزښت په زړي (نطفه) کې د خپلو اسلامي نقاب پوښو اجنټانو په توګه ودې ته نه پريښود او واژه يې. نو لکه څنګه چې يو څه وړاندې (لومړۍ برخه) وويل شول، پدې پړاو کې يې اسلامي خلافت د السعود کورنۍ او وهابي نظريې د ائتلاف په توره وځاپه.