د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بنګله دیش بې ستري (٣١برخه)

غلام محمد زرملوال 27.05.2011 21:27

عمومي اعتصاب د مارچ په پينځلسمه نيټه لا پسې پياوړى شو او داسې مرحلې ته ورسيد چې اوس يواځې دا نه چې ماليات او محصول د عوامي ليګ په نوم راغونډيدل، بلکې مرکزي ايالتي حکومت د شيخ مجيب تر ادارې لاندې فعاليت کاوه. د پاکستان خلک د بنګال د حالاتوپه هکله د مرکزي حکومت پټې خولې ته حيران پاتې وو. داسې خبرې اوريدل کيدې چې يحيى خان ناکام شوى و او لکه  د ايوب خان په شان به مجبور شي چې کوم بل چا ته ځاى خوشى کړي. مګر دا چې په يحيى خان پسې به څوک راځي د قياس او تخمين وړ نه وو. پوځې ډلې راز ډير پټ ساتلى و!! يواځې لوړ رتبه افسران پدې پوهيدل چې څه عزم يې درلود. مګر هغو نورو چا چې د پنجابي پوځ چالچلن يې ليدلو په شک او ترديد کې ډوب وو او دا  ترديد هيڅ په ډاګه نه شو.
له بلې خوا په ختيځ بنګال کې د پاکستان پوځ تر خورا سختو شرايطو او ترټنې لاندې ژوند کاوه. هغوى ته بنګالي ولس د خوراکي شيانو او نورو ضروري اړتياو له ورکولو څخه ډډه کوله. کله به چې د خوراکي شيانو او نورو د پيرودلو لپاره بازار ته لاړل نو ډير زيات به تعجيزيدل. هيڅ يوه دکاندار ورباندې څه نه پلورل. ژر تر ژره يې خبره دالو او چپاټي ته ورسيده. حتى دا به هم د هوا له لارې له کراچۍ څخه وروړل کيدل.
په ياد مې دي چې يوه تن عسکر چې د ختيځ بنګال په پوځ کې يې خدمت کاوه خپله قيصه ما ته وکړه چې يو ځل د يوې ډلې زده کوونکو له خوا موږ څو تنه ونيول شوو او "ټولې جامې او پرتګونه يې راباندې ويستل او مجبور يې کړو چې په کوڅه کې لوڅ وګرځو. دا ښه وه چې سلتراجونه مو په پښو کې وو که نه له شرمه به مو سترګې نه وى پورته کړې."
دې عسکرو او ملګرويې په خپل وار د مارچ له پينځه ويشتمې نيټې وروسته بيا ښه زړه سوړ کړ!! زه لا اوس هم لا هغه څه نه شم تصور کولاى چې هغوى هغه څه چې په بنګال کې وکړل را په ياد شي.
دا رښتيا د تعجب خبره ده چې څنګه پنجابي افسرانو وکولاى شول چې پينځه ويشت ورځې ټول پوځ پټه خوله وساتي. له يوه پنجابي افسر څخه مې يو ځل پوښتنه وکړه چې څنګه يې دا کار وکولاى شو، په ځواب کې يې وويل: " موږ به ټولو ته ويل چې صبر وکړئ او په خپلو امرانو عقيده ولرئ. زه په خپله نه پوهيدم چې څه پيښه وه، مګر دومره فکر موکولاى شو چې په دې ځاى کې زموږ د اوسيدو لپاره پوځ ضرورت و. نو له دې کبله مو په پټه خوله انتظار يوست. اوس هغه لوى خاينان پر هغه څه چې يې وکړل پښيمانه دي."
رښتيا خو دا ده چې د بنګال کلکه کرکه او غندنه جنرال ټيکه خان ته متوجه وه. جنرال ټيکه خان  څو ورځې وروسته چې هغه وخت بنګالي ولس په عدم همکارۍ ااو په عمومي اعتصاب لاس پورې کړى و ډاکې ته راغى تر څو د ګورنر او مارشلا د اداره چي دواړه وظيفې په غاړه واخلي. ګورنر احسن چې ناڅاپه د جنرال يحيى خان په امر ګوښه کړل شو، په ځاى يې ټيکه خان که څه هم ټاکل شوى و، مګر د وفادارۍ لوړه يې نه وه کړې، ډاکې ته لاړ. له دې حقيقت څخه داسې څرګنديږي چې پنجابي ډله په پوځي سمبالولو کې دومره دومره ډوبه وه چې دې خبرې ته يې چې په اړاري پروتوکل او تعامل پسې وګرځي، ور فکر نه شو. وروسته د مارچ په نهمه نيټه د ټيکه خان ناڅاپه فکر شو او پريکړه يې وکړه چې بايد د وفادارۍ لوړه وکړي. د دې کار لپاره يې د ختيځ بنګال يو قاضي راوغوښت چې دا کار عملي کاندي. مګر قاضي صديق په ډيره درناوي د داسې کار له کولو څخه معذرت وغوښت. په همدې ډول په ډاکه کې نورو قاضيانو هم د دې کار کولو څخه ډډه وکړه. د شيخ مجيب اوامرو پاس هم د عمل جامه اغوستې وه!! که څههم ټيکهخان له غصې څخه تور شين اوښتى و، مګر هيڅ څه يې نه شوه کولاى. د حکومت ټول څرخونه د عوامي ليګ په لاس کې وو او ټولې چارې د دومندۍ له دوه ديرشم لمبر دوه پوړيز کور څخه چې د شيخ مجيب استوګنځى و اداره کيدې. بلې خوا ته خو نو هرو مرو پوځي غاړه وه. د هغوى اداره د ټيکه خان په لاس کې وه چې د مارشلا د امر جنرال يحيى خان په امر هلته ځاى په ځاى شوى و. ټيکه خان خپلې پوځى خولۍ ته ډير په غوره کې و. دا غوره تر هغه پورې وه کله چې د مارچ په ٢٧ نيټه خپل شوم پلان پر مخ يووړ. بيا هيڅ ورپاتې نه شول. د مارچ پر ١٥ نيټه کله چې اعتصاب ډيرې لوړې مرحلې او ډير شدت ته رسيدلى و، يحيى خان بيا ډاکې ته لاړ. د نوموړي دا ځل تګ بيا خلکو داسې ښکاره (وړاندې) کړل شو چې ګوندې د سياسي سولې او ارامي د لاس راوړلو لپاره و.  مګر داسې نه وو. حقيقت دا و چې نوموړي پدې حساسه ګړۍ کې چې حتى مجيب الرحمن د خلکو د ازادۍ د غوښتلو پخ اور اوبه ن شوې تويولې، لږ څه نور وخت هم وګټلى شي. اوس د يحيى خان لپاره بيا داسې وخت رارسېدلى و چې بل فريب وړاندې کړي. که  چيرې رژيم رښتيا د سولې غوښتونکى وى نه هاغسې څه به يې نه و کړي، لکه چې يې وکړل. د مارچ په ١٤ نيټه يانې ډاکې ته د يحيى خان له تګ څخه يوه ورځ مخکې جنرال ټيکه خان د مارشلا اعلان وکړ او له حکومتي مامورينو او هغو چا څخه يې چې له پوځي بودجې څخه معاش ورکول کيده وغوښتل چې په څلور ساعته کې د پوځ ستونځي ته حاضر شي. په دې امر کې تصريح شوې وه چې که څوک په څلرويشت ساعته کې ځان ونه رشوي، يواځې دا نه چې له وظيفې څخه به ګوښه کړل شي بلکې د اختصاصي محکمې له خوا به محاکمه شي. د دې التيماتوم د ختميدونيټه د پريزيډنټ يحيى خان له رارسيدو سره مصادفه وه مګر هيڅ چا ورباندې عمل ونه کړ او سترګې ورباندې پټې شوې. دوې ورځې وروسته دا امر يو ځل بيا تکرار شو. دا وارې دوې ورځې وخت وټاکل شو. د دې لپاره چې که د دوى د راتګ په لار کې د "ياغيانو" له خوا کوم خنډ واچول شي، نو کافي وخت به ولري چې په دوه ورځو کې راورسيږي. که رژيم رښتيا سوله غوښتلى نو هرو مرو به يې د داسې پاروونکو ټکو له يادولو څخه ډډۀ کړې واى.