د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له محرابه تر ټغره

غلام محمد زرملوال 03.10.2011 14:34

د افغانانولپاره به پتمنه او د منلو وړ هغه سوله وي چې محراب او ټغر پرې ګډه فيصله وکړي

له افغان علماو څخه هيله کېږي چې د منافقينو له لاسه د اسلام او مسلمانانو د ژغورلو لپاره لاس پر کار شي

د افغان علماو مقدسه وظيفه ده چې
د خپل ملت د نجات پر لور خپل جومات او حجره سره يوکړي
 

لومړۍ برخه
د افغان ملت د لرغونى او معاصر تاريخ  بنسټ د دين او دود پر اصولو، ايښودل شوى دى. حجره اوجومات په نه بېليدونکې توګه د ټول افغان د مقدساتو اونواميسو ساتندوى پاتې شوي وو. په افغانستان کې د شهيد داود د جمهوريت له اعلامولو سره سم افغان غليمانو د افغان خاورې او ملت د مقدساتو دا ستره وسيله (يانې د ټغر اومصلې يووالى) د يوه بل پرضد وپارول او له همدې وسيلې څخه په بېرحمه منافقانه توګه د استعمال په ترڅ کې دا نن د افغان وژنې اوتباهي پروژه په وروستني شدت سره پلې کېږي. نو د افغان ملت لپاره د منلو وړ سوله او له ځان څخه د دفاع د حق پرنسيپ يواځې هغه وخت شوني کېداى شي چې د محراب او ټغر له لارې فيصله شي.

د دې سپيڅلي تکل د شونتيا لپاره د لارو چارو لټولو پر لور اړينه ده د تاريخ تل ته رجوع وشي، علتونه يې تشخيص او بيا يې له زيږندو (معلول) څخه د وتلو لپاره د اغيزمنې نسخې د وړاندې کولو هڅې تر سره شي.

د پرنګي پر خلاف په هند کې د ١٨٥٧ زيږديز کال پاڅون، چې انګريزان يې "هندي بغاوت" بلي، برتانوي امپيرياليزم دې ته ځير کړ چې پر وړاندې يې متشکل اسلامي خوځښت بايد وځپي. هغه پاڅون، چې شمزي يې روهيله پښتنو جوړوله او لارښوونه يې د هندي مسلمانانو په لاس کې وه، دومره ځواکمن و چې پرنګى له هند څخه د پښو سپکولو په درشل کې و. خو د وروستي مغل پاچا، دويم بهادرشاه ظفر، سره په تباني کې، چې کورنۍ يې د انګريزي جاسوسي دستګاو په چوپړ کې وه، له ډيرو وينو او اور څخه وروسته وځپل شو. په ١٩١٤ زيږديزکال برتانيا د عثماني خلافت پر خلاف – د عربي لاسپوڅو شيخانو او بدوي ملکانو د غولونې له لارې – جګړه پيل، د اسلامي امت د ځواک او برم مرکز يې دړې وړې کړ او پر ځاى يې د افراطي مکتبي ايډيولوژيګانو بازار تود او دود کړ.  د دې کار په تر سره کولو سره پرنګي په سيمه کې د خپل تسلط د خورولو او ټينګولو لپاره لار هواره کړه. د ټي اي لارنس پر مشرۍ د پرنګي څارګري دستګاو پر لاس يې په "ريګونو کې کرښې" ويستلې، ګرده عربي خاوره يې په يو شمير لاسپوڅو بدوي رژيمونو او شيخناستو کوچنيو "امارتونو" وويشله. په دې شيخناستو لاسپوڅو کې کويټ، قطر، عمان، بحرين، ابوضبي او عربي امارات شامل وو. له دې کبله چې انګريز يو سمندري ځواک و، نودا شيخناستي امارتونه يې په خليج کې د خپلو بيړيو د لنګر اچولو لپاره بېل او تر خپلې ولکې لاندې وساتل. او د سعودي په ګډون، بدوي کورنۍ يې چې خپلې ځانګړې ګټې يې د استعمار په ګټو ساتلو او ورته په چوپړ کې خوندي بللې، د  ولسونو پر اوږو ور سپرې کړې. وروسته کله چې بيا په سيمه کې "تور زر" يانې تيل پيدا شول، دا مزدورې کورنۍ يې لا تر پخوا زياتې د عربو پر برخليک مسلطې کړې. پر هغه سربيره يې د پياوړي سولييز اوپر "سلام" ولاړ اسلامي عثماني خلافت ځاى، چې وړاند- ليد يې نرم، انساني او مودرن و، يوې نوې زېږولې افراطي "سياسي مذهبي ايډيولوژي"، وهابيت، ته حواله کړ چې د برتانوي امپيرياليزم له پلان سره سمه وه. له هغې نېټې راهيسې پرنګي هر اسلامي او وطنپال خوزښت په زړي (نطفه) کې د خپلو اسلامي نقاب پوښو اجنټانو په توګه ودې ته نه پريښود او واژه يې.

پرنګي او امريکا، له دويمې نړيوالې جګړې راپديخوا، د نړۍ په اوږدو کې بيا د پراګسي جګړو(Proxy Wars)   اورونه لګولي او پکې يې د ولسونو د ژوند نغري ساړه او ويجاړ کړي وو. په "سړه جګړه" کې له اسلام او مسلمانانو څخه په بشپړه مانا ناروا ګټه پورته او ترې د خورا تېرې وسيلې په توګه کار واخستل شو.

د افغان ټولنې د دود او دين د يووالي په رڼا کې، استاد روستار تره کي د افغانانو د ملي سمبول، احمدشاه بابا، حماسو ته کتنه کړې ليکي چې د ١٨ پېړۍ په نيمايي کې کله چې احمدشاه ابدالي د نوي افغانستان ډبره کيښودله دنړۍ په کچه د جګړې د تنظيم په مقصد مدون  نړيوال قوانين موجود نه وو. جګړه د مذهب، اخلاق او بشري ترحم د حکمونو په واسطه تنظيميدله.

د جګړې په ترځ کې د اړخونو د حقوقو د رعايت په اړه، د اسلام مقدس دين ګڼ شمير احکام لري چې د مسلمانو هيوادونو د پاچاهانو په چالچلند باندې يې اغيزه لرلې ده: قرآن مجيد د جګړې اړخونو ته دا حق نه دى ورکړى چې د متخاصم لوري مثمرې ونې پرې، کرهنه يې ورانه اود اوبو چينې يې مسمومې کړي. اسلام همدغه راز د دښمن د بدن د غړيو غوڅول په کلکه منع کړي دي. د افغان ټولنې د انساني فرهنګ د پختن او ساتلو ځلاند ستوري،علامه عبدالحى حبيبي، مولانا استاد خادم، استاد بينوا، استاد عبدالشکور رشاد، الفت ټول د قرآن عظيم الشان پيروان او د جومات محصول وو.

افغاني ټولنې، چې د ختيځ-لويديځ ترمنځ د پُل حيثيت لري، له ځانه د د دفاع اوجګړې د پروسې په ترڅ کې بڼه نيولې ده. په افغاني دوديزه ټولنه کې اوږدمهالې دفاع ته د اړتيا او قبايلي او قومي جګړو د اصولي کيدو په اړه د پښتونولي په دوديز قاموس کې ګڼ شمير احکام وجود لري. نو په ١٨ پېړۍ کې د افغاني سلاطينو جنګي ستراتيژي د دين او ټولنيزو تعاملاتو يانې پښتونولي په واسطه عيارېدل. د پښتونولي په دود کې د کلکو ضوابطو د شته والي او د نظامي سوقياتو په بهير کې د افغان پاچاهانو له خوا د هغو په مراعاتولو سره د ولس ملاتړ راجلباوه.

استاد تره کى ليکي چې د جګړې په ساحه کې د پښتونولي دوديزو حقونو د جګړې د مدونو حقونو په پرتله، چې په ١٩ پيړۍ کې د نړيوالو جګړو د تنظيم په مقصد په اروپا کې مطرح شول، قدامت لري. په بل عبارت افغاني ټولنې د نړيوالو قوانينو له نافذيدو نه مخکې د سولې او جګړې په چارو کې ځان ته ضوابط درلودل. د افغان ملت پدې لرغوني ملي دود، پښتونولي، کې چې هره ماده او هر توکى يې (لکه مرکه، جرګه، ننواتې، تيږه او نور يې) په عمل کې پلي کېږي، بشپړه مانا د تشدد د مخنيوي لپاره دي. په کورنۍ جګړه او يا دفاعي حماسو کې د پښتونولي له اصلونو نه تيرى ځانګړي نرخونه «ديت» يا سزاګانې لري چې د مرکې يا جرګې له خوا ټاکل کيږي.

استاد روستار تره کى ليکي چې نرخونه د ناوړو پيښو اوټکرونو پر وړاندې د ټولنې د دفاعي ميکانيزم غبرګون بللى شو. په افغاني دوديزه ټولنه کې د  پښتونولي ژورې ريښې د دې لامل ګرځيدلې چې واکمنې ډلې د يو پيژندل شوي حقيقت په توګه ورته پاملرنه وکړي.  افغاني پاچاهانو خپل کړه- وړه د هغه په چوکاټ کې سم کړي ان تر دې چې له افغانستان نه د باندې په خپلو فتوحاتو کې هغه له پامه ونه غورځوي. له ځان نه د «مشروع دفاع حق» اصل له کورنيو حقونونه، بهرنيو حقونوته لار موندلې ده. نن له ځان نه د مشروع دفاع حق د ملګرو ملتونو د منشور (٥١ ماده) کليدي اصل جوړوي.

دلته د پښتونولي د خشونونت او خصومت په ځينواړخونو باندې، چې له نرخونو سره تړل شوي او افغان پاچاهان يې دې ته اړ يستلي وو چې هغه د سفر او حضر په وخت کې مراعات کړي، روستار تره کى وايي چې:

بريد: د وسلوال تېري او تجاوز په معنى استعماليږي.
خون: د قتل په په معامله کې د «ديت يا پور» يوه ټاکلې اندازه نغدې پيسې دي چې د قام د نرخ له مخې يې نرخيان په قاتل باندې د مقتول په ګټه ږدي.
د پښتونولي په ولسي فرهنګ کې د جګړو اوسولې په وخت د بدن د غړيو د ماتيدو او ژوبليدو او  د څارويو وژل کيدل هم ټاکلي نرخونه لري.

د جګړې د اصولو د مراعاتولو په موخه د احمدشاه بابا د اردو په تشکيل کې د «اردوباشي» په نامه (د لوى درستيزپه کچه) يوه اداره موجوده وه چې په سفر او حضر کې يې د سپاهيانوڅارنه کوله.

د پاني پت په جګړه، چې احمدشاه ابدالي له خپلو طبعي هيوادنيو پولو څخه د دفاع په خاطر پيل کړې وه، د هغې زمانې د حقوقي تعاملاتو اواوسني وخت له نړيوالوقوانينوسره سمون  لري او د توجيه وړ بلل کيږي. په هغه جګړه کې د جنګي اسيرانو په اړه د اعليحضرت احمدشاه چلند د افغاني ټولنې د دوديزقانون پر بنياد ولاړ و. نوموړى چلند د اوسنيو نړيوالو قوانينو سره سمون لري. د پاني پت جګړه د افغانانو د حماسي تاريخ سمبول او په جګړه کې د افغانانو د ولسي اخلاق او ديني ارزښتونو تمثال ګڼلى شو. له دښمن سره د اسلام د سپيڅلي دين د موازينو او پښتونولي اصولو سره سم برخورد، د احمدشاه بابا جګړو ته انساني بڼه ورکړې وه.

په جګړه کې دې انساني معيارونوته هغه وخت د پاى ټکى کيښودل شو چې کله د شلمې پېړۍ له پيل سره سم په  ١٩٠٩  زيږديزکال په هند کې د مورلي- مينتو ريفورم په نوم څه بدلونونه رامنځ ته کړل شول.  د هغوى په ترڅ کې د "پېرنګي د اړخه اولنى ګوزار... د مذهبي عقيدې په بنا..." د خلکو د رايو د وېشلو ضربه وه ـ   يانې دا چې مسلمان به صرف مسلمان او هندو به هندو ته ووټ ورکاوه. دا هماغه لومړى ګام و چې "پرنګي ... د يوې قومي نظريې په مقابل کې د دوه قومي نظريې بنياد کېښود." له نړيوالې لومړۍ جګړې وروسته ـ چې په ترڅ کې يې پرنګيانو عثماني خلافت له پښو غورځولى و ـ د هند د وايسراى د اجرائيه شورا يوه غړي، محمد شفيع، په هند کې د "دوه قومي نظريې" د پياوړتيا پر لور د ١٩٢١ کال د نوامبر پر ٢ نېټه د "انګريز او مسلمان د اتحاد" د داسې يوه تنظيم د جوړولو وړانديز مخ ته کړ چې هغه به په سيمه کې د برتانوي امپرياليزم د شتون د دوام او په ګټه وي.