د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غلام محمد زرملوال

19.11.2011 12:30    |   غلام محمد زرملوال د افغانستان د تجزيې پلان درېيمه برخه

په جلال اباد کې له ماتې وروسته- چې په نتيجه کې يې په زرګونو تنه افغانان مړه، ژوبل او پاکستان ته "د اويا زره مهاجرينو" د کډوالۍ لامل شوه - تنظيمونه له سياسي او پوځي پلوه مخ پر ځوړ شول او پر خپلو پښو ددرېدو ځواک يې له لاسه ورکړ. نړيوال ذهنيتونه د ډاکټر نجيب د رژيم په ګټه په اوښتو شول. او له همدې کبله په نړيوالو غونډو او سازمانونو کې د افغانستان په اړه ګڼ شمير هيوادونو د ژنيو د تړون د پلي کولو غوښتنه پورته کړې وه، پردې يې زور اچاوه چې د افغانانو کشاله دې د بيلابيلو افغاني ډلو ترمنځ د خبرو او تفاهم له ليارې حل کړ شي. د ملګرو ملتو د امنيت شورى ته د خبرو په ترڅ کې د چين سفير، لي ليووي، وايي چې په نوموړې شورى کې ".. له بحث څخه به کومه مثبته پايله ترلاسه نه شي. هغه څه چې دا اوس اړين څرګنديږي، دا دي چې ټول اړخونه بايد په واقعي توګه د ژنيو د تړون درناوى وکړي. دا به په افغانستان کې د يوه حل په لور د ملګرو ملتو له سرمنشي سره مرسته وکاندي ... په افغانستان کې د ننه بيلابيلې سياسي ډلې بايد له هر ډول بهرنۍ لاسوهنې پرته د سلا مشورې له ليارې يو پراخ بنسټه ائتلاف جوړ کړي.."

12.11.2011 11:22    |   غلام محمد زرملوال د افغانستان د تجزيې پلان (دويمه برخه)

پر جلال اباد د بريد لپاره ددې بيساري تلوار خورا غوره عامل دا و چې پرنګي، امريکا او پاکستان، چې په افغانستان کې يې د يوې لسيزې په اوږدو کې په خپله توره او د روسانو په توره د افغان ملت ډيرې مرۍ پريکړې وې، نه غوښتل د جنګ تودوخه راښکته، له افغان څخه د افغان د کسات او بدل اخستلو کينه سړه او د پرنګي-امريکايي موخو د سرته رسيدو په ليار کې کوم ځنډ يا خنډ رامخ ته شي. سي آى اِې دې واقعيت ته په پوره زيرکۍ کاته چې له افغانستان څخه د سره پوځ له وتلو وروسته د شل ورځو په اوږدو کې د جګړې په ډګرکې د تعجب وړ ارامتيا ليدل کيدله. له ټولو اړخونو څخه د ساړۀ سر او ساړۀ ټټر د خاوندانو د ډګر ته راوتلو نښې نښانې ليدل کيدې. د جګړې د بې مانا دوام پر اړه لوڅ بحثونه او د ملي مصلحت پر لور د تفاهم فضا په رامنځ ته کيدو وه.

10.10.2011 21:50    |   غلام محمد زرملوال له محرابه تر ټغره ۲

په لندن کې د هند وزير ته خطاب، د هند وايسراى، لارډ ريدينګ، د ١٩٢٢ کال د سپتامبر پر ٢١ نېټه ليکي چې ".. ما اوس تا ته يو تار درلېږلى دى [ولي خان، رښتا، رښتيا دي ـ ٢٢-٢٣ مخونه] چې له هغه نه به تاسو ته دا خبره جوته شي چې موږ څنګه د هندو او مسلمان تر منځه د بيلتون راوستلو په مقصد کې تر ډېره حده کامياب شوي يو. ما پخپله دې مسئلې ته ډېره توجه کړې ده. او په دې سلسله کې زما امداد شفيع [د پنجاب سر محمد شفيع] کړى دى، هغه د کونسل ممبر دى او ډېر باعزته مسلملن دى.

03.10.2011 12:34    |   غلام محمد زرملوال له محرابه تر ټغره

د افغان ملت د لرغونى او معاصر تاريخ بنسټ د دين او دود پر اصولو، ايښودل شوى دى. حجره اوجومات په نه بېليدونکې توګه د ټول افغان د مقدساتو اونواميسو ساتندوى پاتې شوي وو. په افغانستان کې د شهيد داود د جمهوريت له اعلامولو سره سم افغان غليمانو د افغان خاورې او ملت د مقدساتو دا ستره وسيله (يانې د ټغر اومصلې يووالى) د يوه بل پرضد وپارول او له همدې وسيلې څخه په بېرحمه منافقانه توګه د استعمال په ترڅ کې دا نن د افغان وژنې اوتباهي پروژه په وروستني شدت سره پلې کېږي. نو د افغان ملت لپاره د منلو وړ سوله او له ځان څخه د دفاع د حق پرنسيپ يواځې هغه وخت شوني کېداى شي چې د محراب او ټغر له لارې فيصله شي.

07.07.2011 23:35    |   غلام محمد زرملوال پاکستان: "شرير دولت، يا، ناکام دولت"

د نړۍ له دويمې جګړې څخه شمالي امريکا د يوه ستر اقتصادي او پوځي ځواک په توګه را ووتله. برتانيا چې امپراتوري يې ماته، يا د ماتيدو په درشل کې او له خپلو کالونيو څخه پر شا تلله، د خپلو پوځي اډوساتنه امريکا ته وسپارله. واشنګټن هم د السعود کورنۍ چې د خپلو نږدې او لرې مسلمانو اولسونو په ذهني غولونه ګومارل شوې وه، تر وزر لاندې ونيوله اود رضاخان له ايران څخه يې د سيمې "ژاندارم" جوړ کړ. له همدې کبله وو چې د امريکا او برتانيا ترمنځ هغه ځانګړي "خاص اړېکي"، چې برتانيا تل پرې د يوه مزدور په شکل وياړي، منځ ته راغلل. او همدا شيخډمونه او مزدورې عربي ټولواکۍ وې او دي چې د اسلام تر نوم لاندې يې د امپرياليزم په ګټه مسلمانان او اسلامي نړۍ د نابودۍ په درشل درولې او تر دې دمه دوام لري.

29.06.2011 20:11    |   غلام محمد زرملوال ترهګر او ترهګري په يوويشتمه پېړۍ کې

پر کويټ د صدام حسين له خوا د ١٩٩١ زيږديز کال د يرغل د بيرته پر شا تمبولو لپاره امريکا او لويديز خپل غبرګون ته، لکه د تل په څېر، داسې بڼه ورکړه چې ګوندې دا د نړيوالو قوانينو پرخلاف د بغداد د عمل مخنيوى و. خو حقيقت داسې نه و. حقيقت دا و چې په عراق د لويديځ يرغل او جګړې تپل درۍ بنسټيز دليلونه لرل:

24.06.2011 20:42    |   غلام محمد زرملوال د بنګله دیش بې ستري (٣٣برخه)

لا پخوا باندې د فبرورۍ د مياشتې په ٢٤ نيټه شيخ مجيب الرحمن خپل ولس ته اخطار ورکړى و چې "په مصنوعي ډول جوړ کړې شوې ګډوډيراپورته شوې تر څود اساسي قانون د جوړيدلو په مخکې خنډونه واچوي ... دسيسه بازو قدرتونو د توطيو په جوړولو لاس پورې کړى او د ولس د ځبلو تيارى نيسي."

22.06.2011 23:28    |   غلام محمد زرملوال اسرائيل او پاکستان د پرنګي دايې غبرګوني زېږنده وو

نړيوالې لومړۍ جګړې اوورپسې بيا، د بُلشويک انقلاب په ګډون، نورو خوځښتونو حالات د بدلون په نه شا تلونکي درشل درولي وو. د نړۍ په هر ګوټ کې د امپيرياليزم پر خلاف غورځنګونو سا اخستې وه، په رواني (سيکيولوژيکي) او فزيکي توګه يې د وېرې اوپرځان شک هغه ديوالونه يې نړول چې د استعمار په لاس يې پر وړاندې دنګ درول شوي وو. تر ښکيلاکي چړو لاندې محکومو ملتونو يو پر بل پسې د اسارت ځنځيرونه شلول اونور پرې د استبداد د دوام شونتيا په ناشوني کېدو وه. دويمه اروپايي جګړه (چې ورته دويمه نړيواله جګړه ويل کېږي) په اسيا او افريقا کې د زاړه کلونياليزم په تاوان روانه وه، برتانيا په اقتصادي اوپوځي لحاظ له ژورو ستونځو سره مخامخ وه. په همداسې زماني پېر (مقطع) او نوي زېږېدلي تاريخي چاپيريال کې وو چې ښکيلاکګرو په سيمه اونړۍ کې د خپلو راتلونکو کړنلارو په هکله د نويو تصميمونو پرېکړه وکړه.

27.05.2011 21:27    |   غلام محمد زرملوال د بنګله دیش بې ستري (٣١برخه)

عمومي اعتصاب د مارچ په پينځلسمه نيټه لا پسې پياوړى شو او داسې مرحلې ته ورسيد چې اوس يواځې دا نه چې ماليات او محصول د عوامي ليګ په نوم راغونډيدل، بلکې مرکزي ايالتي حکومت د شيخ مجيب تر ادارې لاندې فعاليت کاوه. د پاکستان خلک د بنګال د حالاتوپه هکله د مرکزي حکومت پټې خولې ته حيران پاتې وو. داسې خبرې اوريدل کيدې چې يحيى خان ناکام شوى و او لکه د ايوب خان په شان به مجبور شي چې کوم بل چا ته ځاى خوشى کړي. مګر دا چې په يحيى خان پسې به

20.05.2011 14:11    |   غلام محمد زرملوال د بنګله دیش بې ستري (۳۰برخه)

په دا بله ورځ بيله پوځي کمپونو څخه د ختيځ بنګال مرکزي حکومت له کار کولو اوفعاليت څخه ولوېد. خلکو مخکې له مخه په مرکزي او محلي بانکونوکې د محصول، ماليې او نورو له ورکولو څخه ډډۀ کړې وه. د شيخ مجيب د مارچ د دريمې نېټې له لارښوونې سره سم ولس يواځې له دوه بنګالي بانکونو سره معامله کوله. اوس د مرکزي ادارې لپاره خورا مشکله خبره وه چې په مرکز او ايالاتوکې د ولس د دې چالچلن مخه ونيسي. بنګالي ولس پدې ليار کې د پوره دسپلين لاندې راغلى و.د هر ځوان زاړه ښځې او ميړه لپاره دا پتمنه اود احترام وړخبره وه چې هغه څه چې د "بنګال پلار" وايي، عملي يې کړي. د دې ډول اعتصاب سارى تر اوسه پورې نه و ليدل شوى.اودا خبره بې دليله نه ده چې ولى خان چې د ژوندانه په اوږدو کې په عدم تشدد په فلسفه ولاړ اوعقيده لري وويل: ... "حتى ګاندي به ورته هک حيران پاتې شوى واى!"

15.04.2011 23:35    |   غلام محمد زرملوال د بنګله دیش بې ستري ( ۲۷ برخه)

داسې فکر نه کوم چې ديرش څلويښت مليونه پاکستانيانو چې دا خبر اوريدلى و د ژوند تر پايه پورې به يې هير کاندي. يحيى خان داسې ادعا کولى شوه چې ده هغه څه کول چې اولس غوښتل. مګر رښتيا خو دا ده چې په هغه لحجه او ډول سره چې ده اعلام وکړ پدې کې د اولس شک پاتې نه و چې د ده رښتينى هدف او عزم څه و. د پيښو په منځ کې نوموړي داسې ښودل چې ګوندې د دولت د مشر په توګه د ده وظيفه وه چې هغه ګډوډۍ چې سياست مدارانو منځ ته راوړې وې پاکې کړي. که څه هم ده خوپه خوله داسې خبرې کولې مګر نه يې پدې ويلو باندې د بنګالي اولس د غضب پر اور اوبه تويې کړى شوې اونه يې د دې کار او سولې راوړلو لپاره هيڅ اقدام وکړ. پر ځاى يې شيخ مجيب الرحمن ته په بدو ردو ويلو خوله وازه کړه. هر هغه څه يې چې عوامي ليګ ته په يوه لاس وړاندې کړل، په بل لاس يې بيرته ترې واخستل. زما د وه ملګري يوې تبصرې چې (يحيى-بوټهو بل څه نه غواړي--خو دا چې پاکستان دوزخ ته وليږي) په کراچى کې زما او زما د ملګرو په غوږوکې زوږ راپورته کړ.

08.04.2011 21:28    |   غلام محمد زرملوال د بنګله ديش بې ستري شپږويشتمه برخه

د مارچ په دريمه نيټه شيخ مجيب غوښتنه وکړه چې په ټول هيواد کې دې ملي قيام پيل شي او د عدم تشدد اوعدم همکاري اعلام يې وکړ. اعتصابونه اوس د هيواد په اوږدو کې هر ګوټ ته رسيدلي وو. ولس د شيخ مجيب له غوښتنې سره سم هر څه عملي کړل. که څه هم هلته،دلته ځينې تجاوزونه او د تشدد رپوټونه موجود وو، مګر په ورو ورو مظاهره ډيره منظمه او اغيزناکه شوه. په ډاککه کې هملږ څه ارامي شوه ځکههچې پوځ اوس وپوهيد چې له لاسه يې څه پوره نه وو نو بيرته خپلو دريځونو [تمځايونو] ته په شا لاړ. په پوځ باندې ورځ په ورځ د لوږې احساس په زياتيدو شو. ځکه چې د عوامي ليګ له لارښوونې سره سم، د بنګال ولس هغوى ته د خوراکي شيانو له ورکولو څخه ډډه وکړي.

01.04.2011 22:25    |   غلام محمد زرملوال د بنګله دیش بې ستري ( ۲۵ برخه)

د بنګال ولس په ژونداانه کې د مارچ د مياشتې لومړۍ ورځ لکه د نورو ورځو په ډول پيل شوه. په ډاکه کې کوڅې په پرچون خرڅوونکو، پريودونکو او سوالګرو باندې ډکې وې. په ټولو سړکونو او کوڅو کې ژوند په عادي ډول روان و چې ناڅاپه بم وچود. دا بم د بنگالى ولس لپاره د هيروشيما له بم څخه خطرناک و. په هوا کې ناڅاپه د پريزيډنټ يحيى خان غږ د ټولو غوږونو ته ورسيد چې د اسامبلې د غونډې د ځنډولو اعلام يې وکړ کومه چې د پرانيستو نيټې ته يې دوه ورځې پاتې وې. د نوموړي وينا څه ناڅه ګډه وډه وه. له يوې خوا يې د خداى په نوم او له بلې خوا يې د ملت د پلار په نامه غوښتنې او نارې سورې جوړې کړې وې، مګر د خبرو په اوږدو کې يې د اسامبلې د غونډې کولو د نوې نيټې ټاکلو نښه نه ليدل کيده.

18.03.2011 22:35    |   غلام محمد زرملوال د بنګله دیش بې ستري ( ۲۴ برخه)

نور پوځ او وسله به په څوراتلونکو ورځو کې په سي-١٣٠ ډوله الوتکوکې لږدول کيږي. دا بوځ به په ورو ورو د ختيځ بنګال د پوځ ځايونه ونيسي او بنګالي پوځ به پاکستان ته ولږدول شي. د پاکستان د بين المللي هوايي کرښې سره هم د پوځد ليږدولو پلان او تړون وشو. هغه چا چې په کراچۍ کې د حج په هوايي ډګر کې کار کاوه، ناڅاپه يې د پوځي ګڼې ګوڼې راپور چې معمولاً هلته هيڅ څه نه ليدل کيدل، ورکړ. دا هوايي ډګر به له دې وروسته پوځي ترانزيتي مرکز وي.

11.03.2011 20:09    |   غلام محمد زرملوال د بنګله دیش بې ستري ( ۲۳ برخه)

يحيى خان پدې هکله کټ مټ پوځي چالچلن وکړ. لومړى يې ملکي کابينه منحله اورخصت کړه. د کابينې وزيرانو بيله هغه هم د مشورتي کميټې حيثيت درلود. د هغوى نشتوالى واقعاً کوم تاثير نه لاره. له يوې خوا د هغوى رخصتيدلو خارجي سترګوته ښه په زړه پورې منظره جوړه کړه او له بلې خوا د جنرال يحيى خان له چاپيريال څخه د ځينو د بى شرمانه حرکاتو د لوڅولو منبع وګرځيدل. د کابينې د شړلو حقيقت يواځې دا ونه ښودل چې د پردې شا ته پټ څه روان وو بلکې د هغو چا لپاره چې دلچسپي يې لرله په ډاګه څرګنده شوه چې پنجابي پوځ لويې لوبې ته تيارى نيو.

04.03.2011 23:54    |   غلام محمد زرملوال د بنګله دیش بې ستري ۲۲ برخه

د ١٩٧١ کال د فبروري نيمايي وه. دا هغه وخت و چې جنرال يحيى خان له سياستوالو سره د پشي-موږک لوبه کوله. ذْالفقار على بوټهو صاحب چې تل تر تله يې د قدرت په لاس ته وروړلو لپاره سترګې له کسيو وتلې وې په هغه ټوپ پسې ټوپونه وهل کوم چې د دسامبر له انتخاباتو څخه راپديخوا د پريزيډنټ يحيى خان له خوا ورښوول کيده. د پاکستان د پيپلزپارټۍ ليډر کله چې په پيښور کې اعلام وکړ چې په اسامبله کې به ګډون ونکړي نو هغه شيبه يې په پاکستان کې د سياسي بنديز او ګډوډۍ لپاره لومه ايښودلې وه.

04.10.2010 20:33    |   غلام محمد زرملوال پنجابي جرنيلان د چا په غوړو مست دي؟

پدې وروستيو کې دافغان ملت ټاټوبى له تر پخوا زيات امنيتي ستونزو سره لاس و ګريوان دى. پداسې حال کې چې په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه په هلمند، کندهار، سوات، بنير، باجوړ او وزيرستان کې د القاعده پر خلاف بېلابېل پوځي عمليات کوي؛ په ځواب کې يې د "آى اس آى" کرنيلان او جرنيلان په زغرده التيماتوم ورکوي او ننګوي يې. دا څنګه، ولې او د چا پر مږوي؟

28.09.2010 16:37    |   غلام محمد زرملوال ابدالي بيرغ

ځان به ويښ کړو هرې خوا ته هرې خواته رقيبان دي يو پر بل مو سره وژني وايي خپل يو، غليمان دي احمدشاه بابا د افغان ملت تراژېدي دوام لري. هلمند، کندهار، کوټه؛ کابل- پېښور؛ وزيرستان؛ سوات، بنير، باجوړ؛ د افغانانو هر لوېشت خاوره په اور او د افغان لوڼو-زامنو په وينو کې لمبېږي. له بلې خوا پدې وروستيو کې د سياسي فعاليتونو بازار هم ښه تود شوى ښکاري. د دې فعاليتونو د ثقل مرکز په ځانګړې توګه کابل ښار دى. څوک نوي ګوندونه جوړوي؛ څوک هيواد ته د "سولې" د راتګ په خاطر د نړۍ هر ګوټ ته په زرګونو کيلومتره خپل اوږده سفرونه يادوي؛ له موجودو "واکدارانو" او مخالفانو څخه يې غواړي چې قدرت دوى ته وسپاري. داسې فعاليتونو ته د نږدې يو شمېر

22.08.2010 18:59    |   غلام محمد زرملوال "سپى دُرمه چيچي د غشي"

پدې وروستيو کې د افغان ملت دوستانو او ښايسته استعدادونو خاوندانو ترمنځ د اليکترونيکي غږيزو او انځوريزو ميدياو له لارې د ښايسته بحثونو، انځورګريو او کارتونونو د تبادلې په بڼه يوه ارزښتناکه لړۍ پيل شوې ده. دا لړۍ زموږ ځورول شوي، ځورېدونکي؛ وژل شوي، وژل کېدونکي؛ په خپلو وينو کې لمبول شوي او لمبېدونکي ولس ته د تاريخي واقعيتونو انځور وړاندې کوي. خو پدې بحثونو او تبادلو کې يوه خامي او له هماغه کبله يو دروند تاوان موجود دى: هغه دا چې دا ګردې تبادلې د علت پرځاى د هغه له معلول سره لاس پر ګرېوان دي. تر څو چې پر موږ د دې جوړ استبداد د علت علاج نه وي شوى، د معلول له منځه وړل که شوني هم وي زموږ د دردونو دوا کېداى نه شي. دا به داسې يوه علاج ته ورته وي لکه چې پر سرطان ناروغۍ اخته يوه ناروغ ته د موقتي درد د کمولو په هيله ترياک ورکول کېږي.

09.08.2010 20:26    |   غلام محمد زرملوال "ډيورند لاين"

"د ١٨٨١ کال په اپريل کې برتانيا له کندهار ووتله. په ١٨٨٠ کې د امير شيرعلي خان د تره زوى، عبدالرحمن خان، په منځنۍ اسيا کې له تبعيد څخه راوګرځېد او ځان يې د کابل امير اعلان کړ... د ١٨٩٣ کال ډيورند لاين د برتانوي هند او افغانستان د سلطنت ترمنځ د نظم او قانون د خوندي ساتلو د مسئوليت زونونه [سيمې] وو. هغه هېڅکله هم د قانوني نړيوالې پولې په نيت نه وه ښکل شوې. افغانستان پدې توګه، که څه هم هېڅکله داروپايي امپريالي حکومت تر ولکې لاندې نه و، له روسيې سره د يوه حايل په توګه پاتې و." بريتانيکا دايرةالمعارف، ٢٠١٠ کال

27.07.2010 10:06    |   غلام محمد زرملوال د افغان ملت، د اتحاد، ازادۍ او سوکالۍ ملي سمبول احمدشاه ابدالي بابا

احمدشاه ابدالي جرګه ځان به ويښ کړو هرې خوا ته هرې خواته رقيبان دي يو پر بل مو سره وژني وايي خپل يو، غليمان دي احمدشاه بابا

04.12.2009 10:49    |   غلام محمد زرملوال "تم ډاکه ديا، ام کابل ليا"

د ٢٠٠٩ کال د نوامبر مياشتې پر ٩ نيټه د برلين ديوال د نړېدولو او ورپسې بيا د ختيځ او لوېديځ المان د بيا يوځاى کېدو شلمه کليزه ونمانځل شوه. د دې نمانځنې په بهير کې، چې پر مخامخ توګه د انځوريزو رسنيو له خوا څو ګړۍ روانه وه، له سر نه تر پايه د مليونونو افغانانو د سرښندنو په اړه حتى کومه اشاره هم نه وه. د لوېديځي نړۍ په ورځپاڼو او خپرنيزو نورو منابعو په مخونو کې هم د په وينو کې لمبېدلي افغانستان په اړه کوم ټکى نه ليدل کېده. پداسې حال کې چې د افغان ملت پر وينو د پرديو تر اسارت لاندې ختيزه اروپا، د منځنۍ اسيا ګڼ هيوادونه ازاد؛ او ختيځ او لويديځ المان متحد شوي وو، خو ګرد افغانان لا تر دې دمه په خپلو وينو کې لمبول کېدل.

18.10.2009 19:27    |   غلام محمد زرملوال د شرارت شيطاني دايره

په دې وروستيو کې يوه ويډيويي رپوټ چې د سوات د افغانانو پرخلاف د پنجابي اردو د استبداد يوه کوچنۍ بېلګه ښيي، د افغانانو قهر او غصه ژور پارولي دي. خو پدې اړه اساسي پوښتنه دا ده چې ايا دا ويډيويي رپوټ چا جوړ کړى او د هغه د ښودلو بنسټيزه موخه څه ده. په ويډيو کې په جوته ښودل کېږي چې څو تنه پوځيان د لاټيو او لغتو په ضربو پر څو تنو نارې وهئ، سپکوي يې او له "طالبانو" سره پر تړاو د چا پته ترې موندل غواړي. داسې څرګندېږي چې دا به په "موبايل" د کوم چا له خوا "سمګل" شوې ويډيو نه وي، بلکې په خپله د پوځي پروپاګندچيانو له خوا تياره شوې يوه صحنه وي چې تر هغې لاندې د افغانانو پرضد د خپل روان استبداد رښتيني ابعاد پټ کاندي. دا د پرنګي شيطنت يوه بېلګه ده.

03.10.2009 13:35    |   غلام محمد زرملوال افغانستان تر وروستي افغانه

غلام محمد زرملوال

13.07.2009 22:32    |   غلام محمد زرملوال پرنګى، جناح او باچاخان