د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسرائيل او پاکستان د پرنګي دايې غبرګوني زېږنده وو

غلام محمد زرملوال 22.06.2011 23:28

لومړى: اسرائيل

نړيوالې لومړۍ جګړې اوورپسې بيا، د بُلشويک انقلاب په ګډون، نورو خوځښتونو حالات د بدلون په نه شا تلونکي درشل درولي وو. د نړۍ په هر ګوټ کې د امپيرياليزم پر خلاف غورځنګونو سا اخستې وه، په رواني (سيکيولوژيکي) او فزيکي توګه يې د وېرې اوپرځان شک هغه ديوالونه يې نړول چې د استعمار په لاس يې پر وړاندې دنګ درول شوي وو. تر ښکيلاکي چړو لاندې محکومو ملتونو يو  پر بل پسې د اسارت ځنځيرونه شلول اونور پرې د استبداد د دوام شونتيا په ناشوني کېدو وه. دويمه اروپايي جګړه (چې ورته دويمه نړيواله جګړه ويل کېږي) په اسيا او افريقا کې د زاړه کلونياليزم په تاوان روانه وه، برتانيا په اقتصادي اوپوځي لحاظ له ژورو ستونځو سره مخامخ وه. په همداسې زماني پېر (مقطع) او نوي زېږېدلي تاريخي چاپيريال کې وو چې ښکيلاکګرو په سيمه اونړۍ کې د خپلو راتلونکو کړنلارو په هکله د نويو تصميمونو پرېکړه وکړه.

د ١٩١٧ زيږديز کال په نوامبر مياشت کې د برتانيا د بهرنيو چارو وزير، آرتر جېمزبالفور، د "بالفور اعلاميې" په نوم يوه اعلاميه کې د "يوه ځانګړي يهودي دولت" د جوړولو اعلان وکړ. دا اعلاميه د ډيره کي (اکثريت) فلسطين عربو د غوښتنو او شتون پر خلاف وه چې په سيمه کې تر برتانوي قيموميت لاندې (١٩٢٠-١٩٤٨) اوسيد ل. دې کار د فلسطين خاورې ته په امريکا او برتانيا کې د اوسيدونکو يهودي ټولنو په ډلييزه ليږديدنه پايله شوه. که څه هم چې تاريخپوهان دليل وايي چې "په اعلاميه کې د (دولت) ټکى نه و ويل شوى، او پکې پر دې ټينګار شوى و چې هيڅ داسې يو عمل بايد ونکړل شي چې پايله يې "په فلسطين کې د نايهودي ټولنو د مدني او مذهبي تعصب په زيږښت" منتجه شي. خو واقعيت او تاريخ دا ادعا بيځايه ثابته کړه او کړې يې ده. فلسطينيانو چې د نړيوالې دويمې جګړې په بهير کې يې د برتانيا لپاره قربانۍ ورکړې وې او پدې هيله وو چې په بدل کې به يې خپلواکي ورکړل شي، هغه وخت په ژوره توګه ناهيلي شول چې د جګړې له کبله بېوزلې شوې برتانيا د ١٩٤٨ کال د ميې مياشتې پر ١٤ نيټه پر فلسطين خپل قيموميت پاى ته ورساوه. د دې بهير په ترڅ کې يې د جهان په بيلابيلو ګوټونو کې چاوديدونکې مذهبي شخړې وپارولې. د فلسطين خاوره يې ووېشله؛ په فلسطيني خاوره کې يې صهيونستي اسرايلي دولت جوړ کړ، او د امريکا ولسمشر، هري ترومن، د هغو ژمنو پر خلاف چې له عربو سره يې کړې وه، اسرائيل په رسميت وپيژندل. له هغې نيټې راهيسې منځنى ختيځ د اور په لمبو کې سوځيږي.

د مذهب پر بنست ولاړ صهيونستي دولت، د تيودور هرزل له تيوري سره سم، ډير ژر په بيساري توګه پر پراختيا غوښتنه لاس پورې کړ. په سيمه کې د داسې پراخ غوښتنۍ نښې نښانې هغه وخت وليدل شوې کله چې يې پر نورو ګاونډيو عربي خاورو تيرى اوپر يوه بل پسې يې د سلې پر زور تر خپلې استعماري ولکې لاندې ونيولې. په عملي توګه يې د عربو پر توکموژنې او تصفيې پروژه پرمخ بيوله.  په ١٩٥٦ زيږديز کال کې کله چې جمال عبدالناصر د سويز کانال ملي اعلان کړ، د اسرائيلو، برتانيا او فرانسې ګډو ځمکنيو او هوايي ځواکونو له خوا پرې يرغل وشو.

پاکستان د پرنګي، فرانسې او اسرائيلو تر شا ودرېد.

د مصر په ولسمشر، جمال عبدالناصر، باندې يې چې له عربي ناسيوناليزم او وطنپالنې څخه يې سر راپورته کړى و او غوښتل يې عربو ته د پرځان ويساينې پيغام او سبق ورکړي او په خپل کور کې يې د خپل واک خاوندان کړي، د "کمونست"، "ديکتاتور" اونور، نور نومونه کيښودل. د نوموړي ملي حکومت يې، چې د ګردې عربي نړۍ د يوکولواو يووالي پر لور يې ګامونه  پورته کول، د "ډيموکراسۍ" او "بشري حقوقو" تر په پښو لاندې کولو تورناوه. خو  کله به چې لويديز له دې پوښتنې سره مخامخ شو چې د هغوى لاسپوڅي اوچوپړي رژيمونه تر کومې کچې "ديموکراتان" وو، نو په ځواب کې به يې ويل چې "په عربو کې هيڅکله ديموکراسي نه وه." هو، دا چې په عربي نړۍ کې د ولسونوحکومتونه نا، بلکې د استبدادګرو حاکميتونه وو، د واقعيتونو بيان دى او څوک پرې سترګې نه شي پټولاى. خو تر ټولو غوره واقعيت دا و او دى چې غربي استعمار پخپله نه غوښتل پدې هيوادونوکې د ولسونو په خوښه حکومتونه جوړ شي. داسې حکومتونه چې بيا به د خپلو خلکو پر مټ ولاړ اوله خپلو ملي ګټو څخه به يې دفاع کوله. نو په عربو او په وروسته پاتې کړې نورې نړۍ کې د خپلواک ژوند لپاره استعداد موجود، او له ازله ناروغ او "ديکتاتور" پيدا شوي نه وو، بلکې بنسټيزلامل يې دا و او دى چې پخپله لويديځ پر دې ولسونو د ولس- ضد رژيمونه تپل او پرې ځپل يې. له بلې خوا يې پرې د صهيونيزم تندر نازل کړى او په بربنډه توګه يې د هغه راتلونکى ماموريت ور په ګوته کړى و. په ١٩٦٧ زيږديز کال يې د الاقصى او  بيت المقدس په شمول عربي خاورې لاندې کړې. د جمال ناصر مصر يې له خاورو سره برابر کړ. پدې توګه يې عربوته وښودل چې بيا داستعمار د ګټو پر ضد  سر پورته نه کړي. په ١٩٧١ زيږديز کال سپتامبر کې، چې د "تور سپتامبر" په نوم ياد شوى، په پرنګي مشربه هاشميه اردون کې فلسطينيان ووژل، کهولونه اومېنې يې ورته تباه کړې.

د "تور سپتامبر" کومنده د پنجابي کرنيل ضياالحق په لاس کې وه.

په ١٩٧٥ زيږديز کال په سيمه کې د پرنګي د ګټوساتلو بل "ژاندارم" پهلوي ايران پر عراق – چې د عربي نړۍ پرمختللى پياوړى مټ و –  د واشنګټن او لندن تر سيوري لاندې، په وچ زور د شط العرب په اړوند تړون وتاپه چې په پايله کې يې د بغداد- تهران ترمنځ کرکه د نه جوړيدو  کچې ته ورسيدله او  د عراق تجارتي – اقتصادي لاسونه وتړل شول. په ١٩٨٥ زيږديز کال کې اسرائيلو پر بغداد هوايي يرغل  وکړ او د هغه هيواد  د انرژۍ ذروي بټۍ يې د اور پر لمبو واړولې.

کويټ د مرغلرو او مريانو اډه:

عراق د ١٩٩١ زيږديز کال د اګست مياشتې پر دويمه نيټه پر کويټ يرغل وکړ. امريکا او برتانيا په خورا بيړه په خليج کې د خپلو "حياتي ګټو" د ساتلو په پلمه د دې يرغل پر خلاف شديد غبرګون وښود او په چټکوګامونو اخستلو يې لاس پورې کړ. د اګست د  مياشتې په ١٠نيټه د  عراق د بهرنيو چارو وزير، طارق عزيز، په يوه مطبوعاتي مرکه کې وويل چې "هر تجربه لرونکى تاريخپوه پدې خبره پوه دى چې د عراق او کويت ترمنځ لانجه ډيره اوږده سابقه لري." درۍ سوه کاله پخوا کويټ يوه کوچنۍ اډه وه چې له هغې لارې د مرغلرو او غلامانو تجارت کېده. د الصباح په نوم يوه کورنۍ پدې اډه کې په سوداګرۍ بوخته وه. د کويټ امير، شيخ جابر ال-احمد الصباح، په هغې کورنۍ پورې اړه لرله چې اوس د نړۍ د خورا شتمنوکورنيو له ډلې څخه ده. د دې کورنۍ غړي دوه- دوه نيم زره کسانو ته رسيږي او د کويټ ټولې غوره دولتي څوکۍ يې په لاس کې دي.  په ١٨٨٩زيږديز کال کې د الصباح کورنۍ له برتانوي ښکيلاک سره يو "محرمانه تړون" لاسليک کړ او د ١٥٠٠٠هندي روپيو سبسايډي په بدل کې يې په سيمه کې د انګريزانو د ګټوساتلو ذمه واري واخستله. تر ١٩١٤ زيږديز کال پورې کويټ د عثماني امپراتورۍ د بصرې ولايت برخه و. په ١٩٢٠ کلونو کې حتى د "عراق شاهي رژيم، چې انګريزانو په تخت کينولى او د امريکا په شمول د غربي ځواکونو نيږدې پلوي و، هم هيڅکله کويټ له عراق څخه د يوه بيل دولت په توګه نه پيژاند. په ١٩٢٢ زيږديز کال کې عثماني خلافت د انګريزانو اوفرانسې ترمنځ د اقير تر کنوانسيون لاندې وويشل شو اوپه نتيجه کې يې کويټ، عراق او سعودي عربستان وزيږول شول چې درۍ واړه د انګريزانوتر "حمايې" لاندې وو. د ١٩٣٠ کلونوپه اوږدوکې د کويټ ولس غوښتل چې له عراق سره يوځاى شي. کله چې شيخ احمد الصباح د انګريزانو تر لارښوونې لاندې د داسې اتحاد د منځ ته راتلو پرضد ودريد، نوکويټيانو په اعتصاب لاس پورې کړ. شيخ احمد، لکه د شيخ جابر الصباح په شان د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسيزه کې، له پرنګي څخه مرسته وغوښتله اوانګريزي ځواکونود چرچل په لارښوونه پر اعتصاب کوونکيوشيميايي وسلې وچلولې چې په نتيجه کې يې اووه زره کسان ووژل. د برتانيا پخواني صدراعظم، وينستن چرچل، په "نامتمدينوقبايلو باندې د زهرجنو غازونو د استعمال ټينګ پلوي و."

It was the British Prime Minister, Winston Churchill, who allowed the British terror bombing of civilians and the authorization of ‘using poisoned gas against uncivilized tribes’. Chomsky. The Guardian Jan.11, 1991 – p22

په ١٩٣٣ زيږديز  کال کې د انګلو- پرشين Anglo-Persian Oil Company)    او (Kuwait Oil Company)   جوړې شوې. په ١٩٣٨ کال کې انګريزان دې ته حاضر نه شول چې عراق ته د کويټ له لارې اوبو ته لار ورکړي. [لوستونکي دې د مستبد پرنګي د ظالمانه چالچلند ورته والي ته ځير شي چې څنګه يې پر افغانانو هم په خپله خاوره کې د ګودر له لارې عربي سمندر ته لار وتړله]. د ١٩٥٠ کلونو تر پايه پورې ټولو لاسپوڅو سلطنتي رژيمونو هم کويټ د عرااق د خاورې نه بيليدونکې برخه بلله.  کله چې په ١٩٥٨ کال کې د عراق اواردن ترمنځ د اتحاد پر مسئله خبرې کېدې، عراق په ډاګه کړې وه چې کويټ په بصره پورې نښتى د عراق جنوبي ايالت و. مګر پرنګيانوپه خپل ټول پوځي او سياسي ځواک هغه د يوه بيل دولت په توګه وساته.  په ١٩٥٨ کال کې د جنرال عبدالکريم قاسم په مشرۍ د يوه ناسيونالستي انقلاب په نتيجه کې د عراق جمهوريت منځ ته راغى او انګريز- پلوى فاروق له منځه ولاړ. په ١٩٦١ کال کې کله چې په سيمه کې د پرنګي مخامخ تسلط پاى ته ورسيد،عراقي ناسيونالستانو د کويټ د نيولو لپاره حرکت وکړ. برتانيا بيا خپل پوځونه د هغوى مقابلې ته ورواستول. په هغه وخت کې هم سعودي عربستان او پاکستان د پرنګي په څنګ کې ولاړ وو. په ١٩٧٢-٧٣ کلونوکې يوځل بيا بغداد له عراق سره د کويټ د يوځاى کولو ملا وتړله. په ١٩٧٣ کې يې خپل پوځونو له کويټ سره په پولوکې تيارسۍ کړل. د کويټ په سرحدي تاڼوباندې د يرغل په پايله کې کويټ حاضر شو چې له عراق سره خپله حسابي لانجه  پاۍ ته ورسوي. عراق نه غوښتل چې له سعودي سره په پوځي مقابله لاس پورې کړي. نو ځکه يې خپل پوځونه راپشا کړل. دا ټول هغه لاملونه اوتاريخي ژورې عقدې وې چې ورڅخه پر کويټ د ١٩٩١ کال د اګست د مياشتې يرغل وزېږيد.