د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان: "شرير دولت، يا، ناکام دولت"

غلام محمد زرملوال 07.07.2011 22:35

دويم: "برتانوي پاکستان"  


د  نړۍ له دويمې جګړې څخه شمالي امريکا د يوه ستر اقتصادي او پوځي ځواک په توګه را ووتله. برتانيا چې امپراتوري يې ماته، يا د ماتيدو په درشل کې او له خپلو کالونيو څخه پر شا تلله، د خپلو پوځي اډوساتنه امريکا ته وسپارله. واشنګټن هم د السعود کورنۍ چې د خپلو نږدې او لرې مسلمانو اولسونو په ذهني غولونه ګومارل شوې وه، تر وزر لاندې ونيوله اود رضاخان له ايران څخه يې د سيمې "ژاندارم" جوړ کړ. له همدې کبله وو چې د امريکا او برتانيا ترمنځ هغه ځانګړي "خاص اړېکي"، چې برتانيا تل پرې د يوه مزدور په شکل وياړي، منځ ته راغلل. او همدا شيخډمونه او مزدورې عربي ټولواکۍ وې او دي چې د اسلام تر نوم لاندې يې د امپرياليزم په ګټه مسلمانان او اسلامي نړۍ د نابودۍ په درشل درولې او تر دې دمه دوام لري.

واشنګټن چې تر دې پړاوه، يانې د دويمې نړيوالې جګړې تر بهير پورې يې د ولسونو د ازادۍ او ولسواکۍ د داعي غږ پورته کړى و، په پرنګي امپيريالستانو زور اچولى و چې هندوستان ته، د جاپان پر خلاف په جګړه کې د هغه د ونډې لرلو په بدل کې خپلواکي ورکړي. پدې جګړه کې په لکونو هندي اتباعو، د برتانيا تر بيرغ لاندې، د "اکسيس" ځواکونو – المان، جاپان او ايتاليا – پر خلاف په اروپا، اسيا او  افريقا کې جنګېدل. د ١٩٤١ زيږديز کال د اګست پر ١٢ ـ  د جګړې پر دويم کال، پداسې حال کې چې جاپان برما نيولې وه او د هند پولو ته رسيدلى وـ د امريکا ولسمشر، تيودور روزولت، او د برتانيا لومړي وزير، وينسټن چرچل، د اتلانتيک چارتر [منشور] لاس ليک کړ. پدې منشور کې بر تانيا او امريکا "د يوې راتلونکې ښې نړۍ" لپاره د يو لړ پرنسيپونو پر پلي کولو سلا کړې وه. په منشور کې دا اصل هم شامل و چې امريکا او برتانيا به دواړه په نړيواله کچه له تبعيض او استثنا پرته، ".. د ټولو وګړيو د دې حق درناوى کوي داسې يو نظام ځان ته غوره کاندي چې تر لاندې يې ژوند کول غواړي."

د ١٩٤٢ زيږديز کال د اکست پر ٧ د امريکا ولسمشر د برتانيا لومړي وزير ته تار واستاوه چې غواړي د اتلانتيک منشور د لومړي تلين د لمانځلو پر موکه د اګست پر  ١٢ نړيوالو ته اعلام کړي چې د دوى تر منځ منل شوى منشور په اسيا، افريقا او اروپايي ټولو هيوادونو کې په يوه ډول د پلي کولو (تطبيق) وړ دى. دا تار د ١٩٤٢ کال د اګست پر ٩ نېټه چرچل ته، چې تر ولکې لاندې يې د مصر په سفر بوخت و، ورسېد.  نوموړي يې په خورا تلوار ځواب ورکړ. د خپل ځواب په متن کې چرچل وايي:

"په اسيا او افريقا کې د منشور پلي کول ډېر سوچ غواړي. په اوسنۍ وضع کې به داسې اعلان د هند د دفاع په هکله خورا زيات تاواني وي ... دلته په منځني ختيځ کې به عربان، ښايي، د اکثريت ادعا وکړي او له فلسطين څخه به يهود وباسي. زه د صهيونيزم د کړنلارې سره، چې د هغې د جوړوونکو په ډله کې وم، ټينګ تړلى يم.  دا کشاله د هغو يو ګڼ شمېر ناليد-وړ کشالو له ډلې څخه ده چې د نوي نوښت او اعلاميو په پايله کې راپنځېداى شي."

Charter's proposed application to Asia and Africa requires much thought. Grave embarrassment will be caused to the defense of India at the present time by such a statement… Here in the Middle East the Arabs might claim by majority they would expel the Jews from Palestine. I am strongly wedded to the Zionist policy of which I was one of the authors. This is one of the unforeseen cases which will arise from new and further declarations. TOP - Vol. II, 477 - Churchill to Roosevelt, 9 August 1942

پدې توګه د لندن او واشنګټن ترمنځ چې د جګړې "متحدين" وو، ګټې يې شريکې، او تر خپل منځ د "ځانګړو اړيکو" د درلودلو ادعا يې کوله، د توپير يو څه درز وليدل شو.  امريکا، په اسيا او افريقا کې د خپلو ګټو د غځولو پر موخه، د پرنګي کلونياليزم  پر خلاف دريځ خپل کړى و. د اتلانتيک منشور پر پلي کولو د مکرر ټينګار له لارې يې غوښتل برتانيا ته ښکاره کاندي چې په امريکا کې ټولنيز اذهان د هند له ازادي غورځنګ  سره زړه سوى لاره او، د يوې ولسواکۍ په توګه،  واشنګټن نه شوه کولاى د خپلو خلکو پر غوښتنو سترګې پټې کاندي. په واشنګټن کې د برتانيا له سفير، لارد هاليفاکس، سره د يوې ليدنې په ترڅ کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير، کورډيل هل، وايي چې برتانوي سفير [هاليفاکس] ته يې سلا ورکړه چې د هند په هکله له سپورو- ستغو ويلو څخه ډډه وکړي. له "سپورو- ستغو" څخه د کورډيل هل موخه د هند د کانګريس او د هغه د مشر، مهاتما ګاندهي، په اړه د وينسټن چرچل هغه متکبرانه وينا وه چې ويل ".. هغه څه چې زموږ دي، زموږ به وي.."، د ګاندهي په بڼه يو " نيم بربنډ جوګي [يوګي]، چې په  اسيا کې يې ډېرې نورې نمونې هم شته"، هندوستان له موږ څخه نه شي اخستلى. يانې هند  د برتانيا کالوني ده او ترې د وتلو نيت نه لري. نو پدې زماني پړاو کې برتانيا له هند څخه د وتلو نيت نه درلود، بلکې په منځني ختيځ کې د نفتو او غازو پر سرچينو يې د کلک تسلط موندلو او پرې دوام ورکولو په تکل يې لږ تر لږه ديرش تر پينځوس کاله نور هم پر ټول هندوستان د مخامخ ولکې او حکومت کولو ملا تړلې وه.

خو پداسې حال کې  چې برتانيا،  له يوه لوري پر هند د جاپان د يرغل له وېرې د امريکې مرستې ته اړه  درلوده، او له بله لوري، د ګرد-هند ملي کانګريس له خوا،  چې د هند د ازادۍ لپاره د هندو او مسلمان د ګډې مبارزې پلټفورم و ـ تر ډېرېدونکي فشار لاندې وه چې د جګړې په پاى کې  هند  ته ازادي ورکړي. نو له همدې کبله پر سيمه د خپل مخامخ  ولکې دوام  ورته نور ناشونى شوى و.  پداسې چاپيريال کې يې، له يوې خوا،  په راتلونکې کې د منځني ختيځ د تيلو پر سرچينو  د واک موندلو پر  لور په سيمه کې د صهيونيزم په بوتي زرغونولو پيل کړى و، او له بلې خوا يې پر هند د خپلې راتلونکې اغېزې د ساتلو پر موخه د هندو- مسلمان تر منځ د نفاق د اور خپرولو له لارې ـ  د "پاکستان" په نوم پر مذهب ولاړ يوه مصنوعي دولت د جوړولولپاره مسلم ليګ، تيار زين او چمتو کړى و.

د "پاکستان" د زېږولو پروسه ډېره د مخه پيل شوې وه.
 
ولي خان ليکي چې پرنګى د دې "باتۍ" [پيلتې] په بوى پوه شو چې که دا هندوان او مسلمان را ته يوه ډله شي، نو د دوى مقابله خو د کېدو نه ده. له همدې کبله کله چې په ١٩٠٩ کال په هند کې د مورلي- مينتو د ريفورم په نوم څه بدلونونه رامنځ ته کړل شول،  د هغه په ترڅ کې د "پېرنګي د اړخه اولنى ګوزار... د مذهبي عقيدې په بنا..." د خلکو د رايو د وېشلو ضربه وه ـ   يانې دا چې مسلمان به صرف مسلمان او هندو به هندو ته ووټ ورکاوه. دا هماغه لومړى ګام و چې "پرنګي ... د يوې قومي نظريې په مقابل کې د دوه قومي نظريې بنياد کېښود." له نړيوالې لومړۍ جګړې وروسته ـ چې په ترڅ کې يې پرنګيانو عثماني خلافت له پښو غورځولى و ـ د هند د وايسراى د اجرائيه شورا يوه غړي، محمد شفيع، په هند کې د "دوه قومي نظريې" د پياوړتيا پر لور د ١٩٢١ کال د نوامبر پر ٢ نېټه د "انګريز او مسلمان د اتحاد" د داسې يوه تنظيم د جوړولو وړانديز مخ ته کړ چې هغه به د برتانوي امپرياليزم په ګټه وي ـ

په همدې اړه په لندن کې د هند وزير ته خطاب، د هند وايسراى، لارډ ريدينګ، د ١٩٢٢ کال د سپتامبر پر ٢١ نېټه ليکي چې ".. ما اوس تا ته يو تار درلېږلى دى [ولي خان، رښتا، رښتيا دي ـ ٢٢-٢٣ مخونه]  چې له هغه نه به تاسو ته دا خبره جوته شي چې موږ څنګه د هندو او مسلمان تر منځه د بيلتون راوستلو په مقصد کې تر ډېره حده کامياب شوي يو. ما پخپله دې مسئلې ته ډېره توجه کړې ده. او په دې سلسله کې زما امداد شفيع [د پنجاب سر محمد شفيع] کړى دى، هغه د کونسل ممبر دى او ډېر باعزته مسلملن دى.

I have just sent you a telegram which will show you how near we have been to a complete break between the Muslims and the Hindus. I have been given the greatest attention to this possibility, and I had the greatest assistance from Shafi in my council, who is a highly respected Muhammadan.

ناريندرا ساريلا د "سترې لوبې تر سيوري لاندې" په  ١٥٨ مخ کې ليکي چې تر دې مهاله چرچل پدې توانېدلى و د هند کانګريس په اړه د امريکايانو په ذهنونو کې شک پيدا کاندي. چرچل  د کانګريس- مسلم ليګ ترمنځ کشالې ته د راج د [دوام] د ستنې په توګه کتل."  او کله چې يې د هندو- مسلمان ترمنځ کشاله د خپلې راتلونکې کړنلارې د بنسټ خښته وګرځوله، نو تر شا يې خپل تبليغات پر دې خبره عيار کړل چې ګوندې اساسي ستونزه ".. دا نه وه چې برتانيا دې هند ته خپلواکي ورکړي او که نه، ستونزه دا وه چې ـ  د مسلم- ليګ پر مشرۍ د مسلمانو، او د کانګريس پر مشرۍ هندوانو تر منځ د ژورو توپيرونو په پام کې نيولو سره ـ  ايا هند د خپلواکۍ د سمبالولو جوګه و او که نه؟!." [دا د پام وړ ده چې انګرېزان د هند کانګريس ته، چې په پرنګي ضد مبارزه کې د فخر افغان په شمول، د  هند ګڼ شمېر مسلمان مشران او مليونونه ور سره وو او قربانۍ يې ورکولې ـ "هندو کانګريس" وايي. او دا هم د پام وړ ده چې په ١٩٤٧ زيږديزکال د برتانوي پاکستان له جوړيدو راهيسې که به چا د خپلو حقوقو غوښتنه کوله نو د "هندو" ټاپه به پرې وهل کېده، د تورو زندانونو شاته به غورځول کېدل، ژوند، عزت او مال هرڅه به يې له لاسه ورکول.]