د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له محرابه تر ټغره ۲

غلام محمد زرملوال 10.10.2011 20:50



د افغانانولپاره به پتمنه او د منلو وړ هغه سوله وي چې محراب او ټغر پرې ګډه فيصله وکړي

له افغان علماو څخه هيله کېږي چې د منافقينو له لاسه د اسلام او مسلمانانو د ژغورلو لپاره لاس پر کار شي

د افغان علماو مقدسه وظيفه ده چې
د خپل ملت د نجات پر لور خپل جومات او حجره سره يوکړي
 

دويمه برخه

د هندو- مسلمان ترمنځ نه رغيدونکى بيلتون:

په لندن کې د هند وزير ته خطاب، د هند وايسراى، لارډ ريدينګ، د ١٩٢٢ کال د سپتامبر پر ٢١ نېټه ليکي چې ".. ما اوس تا ته يو تار درلېږلى دى [ولي خان، رښتا، رښتيا دي ـ ٢٢-٢٣ مخونه]  چې له هغه نه به تاسو ته دا خبره جوته شي چې موږ څنګه د هندو او مسلمان تر منځه د بيلتون راوستلو په مقصد کې تر ډېره حده کامياب شوي يو. ما پخپله دې مسئلې ته ډېره توجه کړې ده. او په دې سلسله کې زما امداد شفيع [د پنجاب سر محمد شفيع] کړى دى، هغه د کونسل ممبر دى او ډېر باعزته مسلملن دى.

په ١٩٠٩ زيږديزکال په هند کې د مورلي- مينتو ريفورم په نوم څه بدلونونه رامنځ ته کړل شول.  د هغوى په ترڅ کې د "پېرنګي د اړخه اولنى ګوزار... د مذهبي عقيدې په بنا..." د خلکو د رايو د وېشلو ضربه وه ـ   يانې دا چې مسلمان به صرف مسلمان او هندو به هندو ته ووټ ورکاوه. دا هماغه لومړى ګام و چې "پرنګي ... د يوې قومي نظريې په مقابل کې د دوه قومي نظريې بنياد کېښود." له نړيوالې لومړۍ جګړې وروسته ـ چې په ترڅ کې يې پرنګيانو عثماني خلافت له پښو غورځولى و ـ د هند د وايسراى د اجرائيه شورا يوه غړي، محمد شفيع، په هند کې د "دوه قومي نظريې" د پياوړتيا پر لور د ١٩٢١ کال د نوامبر پر ٢ نېټه د "انګريز او مسلمان د اتحاد" د داسې يوه تنظيم د جوړولو وړانديز مخ ته کړ چې هغه به په سيمه کې د برتانوي امپرياليزم د شتون د دوام او په ګټه وي.

برتانيا د نړيوالې دويمې جګړې په بهير کې دومره ناتوانه او کاواکه شوه چې پر ګرد هند يې د راج چلولو هيله شنډه شوې وه. نو پداسې چاپيريال کې يې، له يوې خوا،  په راتلونکې کې د منځني ختيځ د تيلو پر سرچينو  د واک موندلو پر  لور په سيمه کې د صهيونيزم په بوټي زرغونولو پيل کړى و، او له بلې خوا يې پر هند د خپلې راتلونکې اغېزې د ساتلو پر موخه د هندو- مسلمان تر منځ د نفاق د اور خپرولو له لارې ـ  په بېسارې رياکاري د "پاکستان" په نوم پر مذهب ولاړ يوه مصنوعي دولت د جوړولولپاره مسلم ليګ، تيار زين او چمتو کړى و.

چرچل  د هند کانګريس- مسلم ليګ ترمنځ کشالې ته د برتانوي راج د [دوام] د ستنې په توګه کتل.  او کله چې يې د هندو- مسلمان ترمنځ په خپل لاس زېږولې کشاله د خپلې راتلونکې کړنلارې د بنسټ خښته وګرځوله، نو تر شا يې خپل تبليغات پر دې خبره عيار کړل چې ګوندې اساسي ستونزه ".. دا نه وه چې برتانيا دې هند ته خپلواکي ورکړي او که نه، بلکې ستونزه دا وه چې ـ  د مسلم ليګ پر مشرۍ د مسلمانو، او د کانګريس پر مشرۍ هندوانو تر منځ د ژورو توپيرونو په پام کې نيولو سره ـ  ايا هند د خپلواکۍ د سمبالولو جوګه و او که نه؟!."
[دا د پام وړ ده چې انګرېزان د هند کانګريس ته، چې په پرنګي ضد مبارزه کې د فخر افغان په شمول، د  هند ګڼ شمير مسلمان مشران او مليونونه ور سره وو او قربانۍ يې ورکولې ـ "هندو کانګريس" وايي. او دا هم د پام وړ ده چې په ١٩٤٧ زيږديزکال د برتانوي پاکستان له جوړيدو راهيسې که به چا د خپلو حقوقو غوښتنه کوله نو د "هندو" ټاپه به پرې وهل کېده، د تورو زندانونو شاته به غورځول کېدل، ژوند، عزت او مال هرڅه به يې له لاسه ورکول.]

په ١٩٤٣ زيږديز کال د هند د وايسراى په توګه د لارد لينليتګو دوره پاى ته ورسېده او پرځاى يې لارد ارچيبالد وېول وايسراى وټاکل شو. نوموړى، فيلډ مارشال وېول، له دې نه مخه په هند کې د برتانوي ځواکونو کومندان و. لارد لينليتګو د خپلې تصدۍ پر مهال د مسلم ليګ د مشر، محمد علي جناح، پر پړسولو لاس پورې کړى و؛ هڅه يې کړې وه چې د ١٩٤٠-٤١ کلونو په بهير کې د هند د مسلمانانو د "يواځني وياند" کچې ته يې پورته کړى؛ او دې ته يې چمتو کړى و چې د لارد وېول تر لمنې لاندې د برتانيا په ګټه د مسلمانانو او پرنګي "اتحاد" عملي کاندي.

له ډهلي نه لندن ته تر تګ دمخه د ليکلې يوې مباحثې په ترڅ کې، لارد لينليګتو د هند نوي وايسراى، لارد وېول، ته وايي چې برتانيا به "د لږ تر لږ نورو ديرشو کلونو لپاره د هند چارې پر مخ وړي ... او دا مهال ـ  پداسې حال کې چې ګاندهي او د کانګريس نور مشران په جيلونو کې پراته دي او مسلمانان د تېرو دريو يا څلورو کلونو په بهير کې ښه پياوړي شوي دي ـ  دا هيواد [هند] د دې موخې [يانې پرې د برتانيا د ولکې دوام] لپاره ښه چمتو کړل شوى دى."

لارد وېول ليکي چې ـ په برتانيا کې د ١٩٤٥ زيږديز کال ټولټاکنو په پايله کې د محافظه کار ګوند له ماتې وروسته مې ـ  له وينسټن چرچل سره وليدل. پداسې حال کې چې نور په هند کې د پاتې کېدو خوب يې ناسم ختلى و، چرچل راته د وروستۍ خبرې په توګه وويل چې: د "هند يوه ټوټه ځان ته وساته".  “Keep a bit of India”  

نو جناح ـ د چرچل لپاره "د هند د يوې ټوټې د ساتلو" په موخه ـ د "کليو او کوڅو پر وينو لړلو" د خپل هوډ په عملي کولو لاس پورې کړ. د ١٩٤٦ کال د اګست پر ١٣ [روژه کې] مسلم ليګ ګوند د " مخاخ اقدام" تر شعار لاندې يوه اعلاميه خپره کړه چې کاپي يې ـ د [کلکتې] د ګورنر د دوتر له لارې ـ لندن او ډهلي ته استول شوې وې. ".. پدې لاسوند کې له شکه پرته دا خبره جوته ده چې د کلکتې ګورنر ته د مسلم ليګ د ارادې خبر مخکې له مخه ورکړ شوى و". دا اعلاميه پداسې ژبه ليکل شوې وه چې له هغې نه له نيمې پېړۍ ډېرې مودې وروسته د القاعده له اعلاميو سره يې يواځې سر نه خوړ،بلکې تر هغې لا ډيره شديده وه.

د مسلم ليګ د اعلاميې په وروستي پراګراف کې ويل کېږي:

د رمضان په مياشت کې قُران [شريف] نازل شوى؛ د رمضان په مياشت کې خداى پاک د جهاد کول جايز وګڼل؛ د رمضان مياشت وه چې په ٦٣٤ کال د اسلام او بېدينانو تر منځ لومړۍ جګړه په بدر کې وشوه، چې په کې ٣١٣ مسلمانان د ٩٠٠ کفارو پر وړاندې کامياب شول؛ د رمضان په مياشت ٦٣٠  کال د پيغمبر (صلعم) پر مشرۍ، لس زره مسلمانانو مکه [معظمه] فتح کړه او په عربستان خاوره يې د خداى سلطنت او اسلامي کامنويلت جوړ کړ. مسلم ليګ نېکمرغه دى چې پدې سپېڅلې مياشت کې خپل اقدام پيل کوي. [دا سوچه او سُتره هماغه جناح، چې په "ويسکي"  څښلو يې تل خوله بوينه او غرمنۍ يې "د خوک غوښه" وه؛ نه د اسلام له پينځه ستنو[پنج بنا] څخه خبر و؛ نه يې لمونځ زده و، نه يې روژه نيوله او نه پر نورو سپييڅلواسلامي ارشاداتو پوهيده ؛ او هغه مسلم ليګ دي چې د برتانيا پر توره د له پښو اچول شوي پرنګي د ساتلو او ننګه يې د "خلافت نهضت" پر ضد اقدام کړى و.]

د مخامخ اقدام د عملي کولو په نتيجه د "کلکتې ستر- وژنو" په پايله کې د ښار کوڅې د پينځه زره تنو وژل شويو او له شل زره څخه زياتو ټپيانو په وينو رنګ شوې وې. ډېره ناسمه به نه وي چې د ملتونو تر منځ د حق غوښتنې جګړه له هماغه نېټې ـ د برتانوي پرنګي پر لاس، لمسون او ګټه ـ په مذهبې جګړه د اړولو يو غوره پړاو و او دا تر ننه پورې دوام لري.


 ترهګري له برتانوي پاکستان سره غبرګه زيږول شوې او تر دې دمه يې دولتي پاليسي پاتې شوې ده.

د سکندر ميرزا زوى، همايون ميرزا، وايي چې د يوې پټې غونډې په ترڅ کې، محمد على جناح د ده پلار ته ورياده کړه چې: ".. په هند کې له حکومت څخه استعفا  وکړي او قبايلي سيمو ته، چې دى پکې خورا ښه بلد دى، راستون شي. په هغه ځاى کې دې [د خدايي خدمتګار] پرضد جهاد پيل کړي ... د  جناح غوښتنې سکندر ميرزا هک حيران کړ... هغه پوهېده چې بغاوت ته د قبايلو د هڅونې په پايله کې به خورا زياته وينه تويې شي... خو ... بيا يې هم د جناح خبره نشوه ردولى ... نو جناح ته يې وويل چې د دې سترې دندې سرته رسولو لپاره به ـ په تېره په وزيرستان، تيراه او مومندو کې ـ پيسې په کار وي ... کله چې [جناح] ترې وپوښتل چې څومره، سکندر ميرزا يې په ځواب کې وويل: يو کروړ (چې د شلمې پېړۍ په پاى کې د پنځوس کروړه روپيو معادل وې.) ... [محمد على جناح] سکندر ميرزا ته د بېړنيو لګښتونو لپاره شل زره روپۍ ورکړې، او ورته ويې ويل چې نورې به د بهوپال نواب ورته تيارې کړي. د موضوع د پټ ساتلو لپاره به، ده ته د دې ماموريت د سرته رسولو په هکله په مناسب وخت کې وويل شي."

خو مونټباټن او اولف کيرو خپله دنده په پوره زيرکۍ سره سر ته رسولې وه؛ برتانوي پاکستان يې زيږولى و او د سکندر ميرزا جهاد ته ضرورت نه و پاتې شوى.