د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بنګله دیش بې ستري ( ۲۷ برخه)

غلام محمد زرملوال 15.04.2011 22:35

داسې فکر نه کوم چې ديرش څلويښت مليونه پاکستانيانو چې دا خبر اوريدلى و د ژوند تر پايه پورې به يې هير کاندي. يحيى خان داسې ادعا کولى شوه چې ده هغه څه کول چې اولس غوښتل. مګر رښتيا خو دا ده چې په هغه لحجه او ډول سره چې ده اعلام وکړ پدې کې د اولس شک پاتې نه و چې د ده رښتينى هدف او عزم څه و. د پيښو په منځ کې نوموړي داسې ښودل چې ګوندې د دولت د مشر په توګه د ده وظيفه وه چې هغه ګډوډۍ چې سياست مدارانو منځ ته راوړې وې پاکې کړي. که څه هم ده خوپه خوله داسې خبرې کولې مګر نه يې پدې ويلو باندې د بنګالي اولس د غضب پر اور اوبه تويې کړى شوې اونه يې د دې کار او سولې راوړلو لپاره هيڅ اقدام وکړ. پر ځاى يې شيخ مجيب الرحمن ته په بدو ردو ويلو خوله وازه کړه. هر هغه څه يې چې عوامي ليګ ته په يوه لاس وړاندې کړل، په بل لاس يې بيرته ترې واخستل. زما د وه ملګري يوې تبصرې چې (يحيى-بوټهو بل څه نه غواړي--خو دا چې پاکستان دوزخ ته وليږي) په کراچى کې زما او زما د ملګرو په غوږوکې زوږ راپورته کړ.
څرګنده خبره دا ده چې يحيى خان هڅه کوله چې هغه وخت چې شيخ مجيب الرحمن د ازادۍ اعلان وکړي، پخپله به دى ځواب ته تيار وي. دا خو څرګند قيمار و. مگر دا ځل د ده محاسبه هم غلطه نه وه.
مجيب الرحمن د عوامي ليګ د اجرائيه جرګه ګۍ اود ايالتي اسامبلو غړي ټول په لومه کې بند شول. کله چې د ډاکې په ستاډيوم کې ګڼ اولسونه راټول شول او په دې هيله وو چې اوس به يې غوږونو ته د ازادۍ غږ ورسيږي، مګر داسې ونه شول اوپر ځاى يې (د عوامي ليګ مشر د خوداراديت د په لاس راوړلولپاره) د عمومي اعتصاب لارښوونه وکړه. که څه هم دا چالچلن د يحيى خان د رژيم لپاره د زهرو په شان ته تريخ و مګر ډير وخت يې درلود چې پوځ پياوړى کړي.
که چيرې د عوامي ليګمشر لکه څنګه چې يې شهرت ګټلى و د اولسونو انقلابي مشر واى نو هغه مليون خلک چې راغونډ شوي وو په ډيره اسانۍ به يې څلور ميله لرې د ختيځ بنګال پوځي وځي مرکز ته ورمارش کړي وو او ټيکه خان به يې تسليم ته اړ کړى و. خلک داسې کار ته تيار  وو او هرڅه قرباني او سرښندنې ته يې ملا تړلې وه. نو که چيرې داسې شوي واى نو د بنګله دېش ازادي به په لږ بيه بيله دې چې درۍ ميليونه خلک وژل شوي واى او په مليونونه بيکوره شوي اوبيله دې چې د پنجابي پوځ بيسارې نارواوې اوظلمونه يې زغملي واى لاس ته ورغلې واى. دا به يواځې وار واى چې شيخ مجيب او عوامي ليګ له عجيبه ړندوالي څخه د حقيقت پيژندګلوي په ټولوهغو دردناکو راغونډيدونکو شواهدو سربيره چې د دوى سترګو ليدل او غوږونويې اوريدل، بيا هم ده او د ده په ملګرو باندې سترګې تړلې وې اود مذاکرې او اساسي قانون د فورمول او "ليارې موندلو په ليونۍ نڅا کې" ورګډ کړي وو اوپه پاى کې يې د پسونو په شان ته مسلخ (حلال ځى) ته وروڅکول.
د مارچ په پينځه ويشتمه نيټه کله چې يحيى خان بيرته کراچۍ ته ستنيدو او پوځ په ډاکه اوچتکانګ کې د قصابۍ تيارى نيو، د عوامي ليګ يوه تن غړي باندني او کورني ژورنالستانو ته هغه پاڼې وروويشلې کومې چې شيخ مجيب په خپله لاسليک کړې وې:
"زموږ خبرې له پريزيډنټ سره پاى ته ورسيدلې. موږ موافقې ته ورسيدو چې قدرت بايد راته وسپارل شي. هيله ده چې پريزيډنټ به ژر اعلام وکړي."
څومره لويه سهو او خوشباوري.
درۍ ځله د مارچ د درېيمې اوپنځه ويشتمې نيټې تر منځ د ختيځ بنګال پوځ مجيب الرحمن ته ځان ورساوه او ويې غوښتل چې پدې هکله چې څه پېښېدونکي وو ځان پوه کړي. په هر ځل به شيخ مجيب الرحمن عصباني شو او يا دا چې خبرو ته به يې غوږنه کيښود. باور لرم چې هغه په ازادۍ مين او سرښندونکي ځوانان چې نن يې د خپل هيواد واګې په خپل لاس کې دي، هغه ترخې تجربې هيرې نکړي. دا پروا نه لري چې سياست مداران به په وار وار کوز او پاس شي، مګر هغه رښتيني قهرمانان به د بنګله دېش د خاورې او جمهوريت ساتونکي وي.
څنګه چې شيخ مجيب الرحمن په دې هکله ناکام شو چې د مارچ د مياشتې د اوومې نيټې څخه ګټه واخلي نود ټولو پيښو بڼه عجيبه بدله شوه. زه له نوموړي سره د ډېرې اوږدې مودې پيژندګلوي لرم. د  ١٩٥٨ کال په دوبي کې مو په فلګ ستاف،اريزونا، لاس انجلس او سانفرانسيسکو کې يوځاى سفر کړى او د هوټل په يوه کوټه کې اوسيدلي يو. ښه مې په ياد دي چې يوځل مې د ١٩٥٨کال د اکتوبر د مياشتې په اوومه نيټه يانې هغه ورځ چې د ايوب خان تر مشرۍ لاندې پوځ قدرت تر لاسه کړ، له نوموړي سره چې د محصلينو مشر و، خبرې وکړې. پداسې حال کې چې د پنجاب سياست مدارانو د خاينانه اعمالو له لاسه پوزې ته رارسيدلى و، عوامي ليګ پريکړه وکړه چې د ملک فيروزخان نون له ملاتړ څخه لاس واخلي او د ځان لپاره بيله ليار غوره کړي.
.