د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بنګله دیش بې ستري (۳۰برخه)

غلام محمد زرملوال 20.05.2011 13:11

په دا بله ورځ بيله پوځي کمپونو څخه د ختيځ بنګال مرکزي حکومت له کار کولو اوفعاليت څخه ولوېد. خلکو مخکې له مخه په مرکزي او محلي بانکونوکې د محصول، ماليې او نورو له ورکولو څخه ډډۀ کړې وه. د شيخ مجيب د مارچ د دريمې نېټې له لارښوونې سره سم ولس يواځې له دوه بنګالي بانکونو سره معامله کوله. اوس د مرکزي ادارې لپاره خورا مشکله خبره وه چې په مرکز او ايالاتوکې د ولس د دې چالچلن مخه ونيسي. بنګالي ولس پدې ليار کې د پوره دسپلين لاندې راغلى و.د هر ځوان زاړه ښځې او ميړه لپاره دا پتمنه اود احترام وړخبره وه چې هغه څه چې د "بنګال پلار" وايي، عملي يې کړي. د دې ډول اعتصاب سارى تر اوسه پورې نه و ليدل شوى.اودا خبره بې دليله نه ده چې ولى خان چې د ژوندانه په اوږدو کې په عدم تشدد په فلسفه ولاړ اوعقيده لري وويل: ... "حتى ګاندي به ورته هک حيران پاتې شوى واى!"
د شيخ مجيب لس فقريزلارښود چې د مارچ په اوومه نيټه يې په ستاديومکې خلکو ته وړاندې کړ په لاندې ډول دى چې ورڅخه د اعتصاب تفصيل پوره څرګنديدلاى شي:
١ – د محصول اومالياتو په ورکړه بنديز.
٢ – د بنګال په اوږدوکې وزارتونه، حکومتي  او نيمه حکومتي دفترونه، لومړنۍ او لوړې محکمې به ټول په اعتصاب لاس پورې کوي. استثناوې له وخته سره سم اعلان شي.
٣ – د ګاډي لارې او بندرونه به پرانستي وي.که چيرې داسې څرګنده شي چې دا لارې دوسلو او پوځي مهماتو د وړلو راوړلو لپاره چې د خلکود ژوبلې په موخه ګټه ترې اخستل کيږي، استعمال شي نو کارګر به له کار کولو څخه ډډه کوي.
٤ – راډيو تلويزيون او ورځپاڼې به زموږټولې بيانيې او ويناوې خپروي. ورځپاڼې به د خلکو د جنبش د خبرونو له انحراف څخه ډډه کوي اوکه نه پدې موسساتوکې ټول بنګالي کاارګر به له کار څخه لاس اخلي.
٥ – يواځې په داخلي او ايالتي سويه به د تليفون شبکې فعاليت کوي.
٦ – د پوهنې ټولې موسسې  به تړلې وساتل شي.
٧ – له پاکستاني بانکونو سره به راکړه ورکړه تړلې وي.
٨ – په ټولو ودانيو به هره ورځ تور بيرغونه پورته وي.
٩ – په نوروکړيو (محيطونو) کې به اعتصاب نه وي. که چيرې ضروري وګڼل شي نو له وخته سره سم به د داسې کار د عملي کولو اعلان وشي.
١٠ – يو انقلابي کونسل (شورا) به د محلي عوامي ليګ د مشرانو تر ادارې لاندې په ټولو سسويو جوړ کړل شي.
کله چې د مارچ په اتمه نيټه پورتنۍ لارښونې پر ځاى او عملي شوې وې، نو د پنجاب غړي لاپسې وتښتيدل.
په کراچۍ کې د لويو تجارانوبڼې کوم چې په بنګال کې يې تجارت درلود ژيړې شولې. د بنګال د ې فيصلې په ډاکه، خولنه او چتکانګ کې د کارخانو اوفابريکو څښتنان حيران پاتې کړي وو چې ايا خپل ژوند په خطر کې واچوي او بنګال ته د کار و بار د لارښوونې لپاره لاړ شي او که په کراچۍ کې تم شي ، انتظار وباسي. يواځې يو يا دوه تنه زړور او په زړه باندې يې بنګال ته لاړل نور يې په کراچۍ کې پاتې شول او په  دعا کولو يې لاس پورې کړ. هغوى د لاهورپينډۍ په حکومت باندې زور واچاوه "تر څو پدې هکله ژر اقداموکړي."  يوه غټ يې خپل يوه کارکوونکي ته پيشنهاد وکړ چې معاش به يې څلور چنده کړي که بنګال ته لاړ شي او د ده لپاره وظيفه اجرا کړي! مگر د نوموړي له خوا دا پيشنهاد په ډيره درناويرد کړل شو. زما په يوه بل ملګري خپل دوه زامن "په تاريخ کې د دې لوى تحريک" د ليدلو لپاره ډاکې ته واستول.د مارچ په اتمه نيټۀ اوضاع داسې شان ته وه.
لس فقرييزه لارښوونې د حکومت دفترونه او بانکونه له ډيرو ربړونو سره مخامخ کړل. د خوراکي شيانو او لومړيوموادو او اړتياو خورا قلت وموند. صادرات (د ليږلو مواد) چې د بنګال په اقتصاد کې خورا اهميت لري بند شول. هغه وو چې دد مارچ په اتمې نيټې د عوامي ليګ جنرل سکرتري (د ازاد بنګله ديش لومړي وزير) د دې لپاره چې خلک له ربړونو اود بنګال اقتصاد له ماتې څخه وژغوري يو څواستثناوې اعلان کړې. پدې اعلاميه کې د بانکونو د کار کولو ساعتونه،د ليارو او اوبود ترانسپورت (ليږدونې) فعاليت، د اوبو، غاز او بريښنا کار،د وريژو اوخوراکي شيانو ويش او بنګالي ولس ته د تادياتوپه هکله د خزانو د فترونو فعاليتونه څرګند شوي وو.  د پوست او تلګراف دفترونو ته لارښودنه وشوه چې يواځې د ننه په بنګال کې فعاليت وکړي. يواځنۍ استثنا د خارجي مطبوعاتو لپاره منل شوې وه چې له باندينۍ نړۍ سره ارتباط ولري. حتى د پوستې او تلګراف د څانګوليکونو هم په خپل قلم باندې هغه څه چې د شيخ مجيب او يا د بنګالي تحريک غندنه يې کوله، سانسور کول. د تاج الدين اعلاميې او استثنااتو ته د قدر په سترګه کتل کيدل. د دې چالچلن ټوله اغيزه دا وه چې په ختيځ بنګال کې ځانګړى بنګالي حکومت فعاليت وکړى شي. پاکستان له هغه نه پخوا داسې څه نه وو ليدلي.
د بنګالي اولس له خوا د پياوړي عزمدې چالچلن د هغو پاکستاني اتباعو په زړونو کې چې په بنګال کې اوسيدل، ويره پيدا کړې وه. اوضاع هلته لا پسې ويجاړه شوه کله چې کراچۍ ته د بيړيو تګ راتګ ناڅاپه وتړل شو. همدا دليل و چې د ډاکې هوايي ډګر لکه د دارالمجانين غوندې و او هر چا هڅه کوله چې په هر ډول چې وي د الوتکو ټکټ واخلي. د پاکستان نړيوالې الوتنې بندې شوې وې او يواځې د پاکستان او ختيځ بنګال تر منځ د پاکستاني پوځ او مامورينو  د وړلو-راوړلو لپاره کرايه شوې وې. الوتکې څلويشت ساعته په هوا کې وې او پاکستانى پوځ يې چې په ملکي جامو کې بنګال ته لېږدول اوبيا د بيرته راتګ په وخت کې به يې پاکستاني اتباع چې په تيښته کې وو، پاکستان ته وړل.
دا ټوله وارختايي بې اساسه نه وه ځکه چې د شيخ مجيب په ټولولارښوونو برسيره په ډاکه، خولنا او چتکانګ کې له پاکستاني اتباعو سره ځينې تصادمونه ليدل کيده. خارجي اتباع د ځينو افواهاتو په هکله چې خداى پوهيږي چا خواره کړي وو، بيحده په ويره کې وو. افواهات دا وو چې ګوندې: په لږوخت کې به د دوى قصابي کول پيل شي. د کرکې او ويرې په دې فضا (چاپيريال) کې هر کوچني تصادم ته ډيره غټه اود لويې بېرحمۍ بڼه ورکول کيده. ځينو وګړيو د دې لپاره چې د خپلې ايندې په هکله په ويره کې وي پاخه دليلونه درلودل. څنګه چې هغوى هم د استثمارګرې ډلې غړي وو. په ډيره بېرحمي يې د بنګال اولس وينې څښلې وې اوپه ديره ټيټه سترګه يې ورته کتل. هغوى په بنګالي ژبې له خبرو څخه کرکه کوله او يواځې به يې په اردو يا انګريزي باندې خبرې کولې. زما يوه ژورنالست ملګري چې بنګال ته په سفر تللى و د خپل پنجابي ميلمه پال په هکله له خواشينۍ ډک و، ماته وويل چې دې پنجابي کورنۍ په پاتې شوې ډوډۍ د دې په ځاى چې خپلو منتها بيوزلو بنګالي مزدورانو ته ورکړي، د باندې غورځوله.نو داسې خلک چې په هره ټولنه کې وي بايد د خپلو عملونو له انعکاس څخه له ويرې ولړزيږي!!