د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بنګله دیش بې ستري ( ۲۴ برخه)

غلام محمد زرملوال 18.03.2011 23:35

نور پوځ او وسله به  په څوراتلونکو ورځو کې په سي-١٣٠ ډوله الوتکوکې لږدول کيږي. دا بوځ به په ورو ورو د ختيځ بنګال د پوځ ځايونه ونيسي او بنګالي پوځ به پاکستان ته ولږدول شي. د پاکستان د بين المللي هوايي کرښې سره هم د پوځد ليږدولو پلان او تړون وشو. هغه چا چې په کراچۍ کې د حج په هوايي ډګر کې  کار  کاوه، ناڅاپه يې د پوځي ګڼې ګوڼې راپور چې معمولاً هلته هيڅ څه نه ليدل کيدل، ورکړ. دا هوايي ډګر به له دې وروسته پوځي ترانزيتي مرکز وي. پي آى اې به د مارچ له دويمې څخه تر څلرويشتمې نيټې پورې دولس زره تنهپوځ په ملکي جامو کې د سيلون له لارې شپږ زره ميله لرې ډاکې ته يوسي. د سيلون دولت هم پدې کوم احتجاج اواعتراض نه شو کولى ځکه چې په ملکي الوتکو کې خلک چې د الوتکې ټکټونه يې په لاس کې لرل، سپاره وو. د کراچۍ په سمندري قواوکې چې په سلو کې اويا پرسونل يې بنګاليان وو تغير راغى او له ځينو بيړيو څخه د بنګال نوم بيرته واخستل شو. کراچۍ ته نږدې د هاريپور په هوايي دريځ کې د جنګي الوتکو ګڼ شمير بنګالي پيلوټان له خپلو وظيفو څخه ګوښه کړل شول او نورې عادي دندې وروسپارل شوې.
په ډاکه کې د بنګال افسران چې په ختيځې کوماندې کې يې کار کاوه د پوځ د تګ-راتګ او د وسلو لږدولو شمېر او اندازې ته حيران وو. مګر د هغوى له سترګو څخه هرڅه الونيا (پټ) وو. د هوايي او ځمکنيو قواو بنګالي لوى افسران له ډاکې څخه د باندې ويستل شول اوله پوځ څخه د باندې په ډيرو لرو ځايو کې وګمارل شول. يو بنګالى ريژيمنټ د ډاکې په پيل خانه کې ځاى په ځاى شو. هغه ټانکونهچې په رانګپور او ميمنسک کې د هندوستان په مقابل کې په دفاعى ځايونوکې ځاى په ځاى شوي وو، ډاکې ته راتانه شول.  د دې ټانکونو له راتګ څخه ګړۍ وروسته يې ځنځيرونه بدل شول او پر ځاى يې پاسته هغه ځنځيرونه چې په ښار کې پر سړکونو د ګرځيدو لپاره دي بدل شول.
د اپريل پر اته ويشتمه نيټه په ښار او کوڅوکې ځنې افواهات خپاره شوي وو هغه داسې چې يوه باغوان کله چې دا خبره لوڅه کړه چې ليفټننټ جنرال صاحبزاده خپلو پيشخدمتانوته ويلي وو چې د ده له کور څخه لاړ شي. که څه هم نوموړي ته جنرال ټيکه خان امر کړى و چې بيرته خپلې وظيفې ته ستون شي او د مارچ د مياشتې تر دريمې نيټې پورې هلته و، مګر داسې څرګنديده چې نوموړي د هغه څه چې راتلونکي وو احساس کړى و.
د ختيځ بنګال په نورو سيمو کې داسې خبرې خپرې وې چې د پاکستان د افسرانو کوچنيان له ښوونځيو څخه په موقتي ډول ايستل شوي وو. کورنۍ يې په ډيره خفيه کې ډاکې ته استول شوې اوورپسې بيا په هغو الوتکو کې چې پوځي پرسونل يې ډاکې ته راوړى و، ليږدول کيدې.
له دې ټولو شواهدو څخه څرګنديده چې په راولپينډۍ کې د فبرورۍ د مياشتې د دريمې اونۍ کنفرانس د ګرزيدو ټکى و. خو رښتيا دا ده چې تر دې ورځې پورې نسبتاً په ډيره ارامۍ او بيله دې چې څوک يې حس کړاى شي، پرمختګ وکړ. څرګنده خبره ده چې پنجابي پوځ د کومې لويې لوبې لپاره تيارى نيو.
دا حقيقت چې د بنګالي اولس انعکاس د پنجابي دسيسه بازانو له خوا څومره کوچنى شميرل شوى و او څنګه غلطه محاسبه يې کړې وه، د مارچ تر لمړۍ نيټې پورې کله چې د اسامبلې د ځنډولو اعلان وشو څرګند نه و. هغه وخت چې د پنجاب پلانونه ټوکر-ټوکر شول نو په ډيره نااميدۍ يې په هرڅه منګولې لګولې. دا وخت بيا هم يحيى خان له چالاکي څخه ګټه وکړه – داسې چې سياست مداران يې مجبور کړل ترڅو پدې هکله خبرې اومذاکره وکړي. دى په خپله په بنګال کې د پوځ په سمبالولو او پياوړي کولو بُخت و. له هغه څخه وروسته کله چې هر څه تيار وو نو له خپلې خوښې سره يې خورا سخت شليک وکړ.
دا لاندې خبره د ميجر بشير ده چې په کوميلا کې يې پداسې حال کې وکړه چې د يحيى خان ثنا او صفت يې کاوه: "زه هيڅ د دې تفصيل ورکولاى نه شم چې څنګه دې پياوړي مشر موږته نجات راکړ!!"