د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په مصر کې افغان محصلين روغ رمټ دي

خبري څانګه 31.01.2011 19:01

ټول افغان:

ټول افغان ټولو افغانانو ته اطمنان ورکوي چې په مصر کې مېشت افغانان او افغان محصلين تر دې دمه روغ رمټ دي. په مصر کې ژورناليست الهام ياسيني چې د افغان کرکټ بورډ د مطبوعاتي دفتر مسول هم دی د مصر له پلازمينې قاهرې څخه ټول افغان ته د ټيلي فون په ليکه وويل چې په مصر کې د مصر ولس مظاهرې چې په کې د حسني مبارک د رژيم غوښتنه کوي ورځ په ورځ پراخېږي او تر اوسه په کې له ۱۰۰ زيات کسان د امنيتي ادارو له خوا وژل شوي دي، خو افغانان له مظاهرو لرې دي او کار ورسره نه لري.

الهام تاکيد وکړ چې ډېری افغانان چې د مصر په الازهر پوهنتون کې زده کړې کوي د الازهر په ليليه کې ژوند کوي او د مظاهرو له مرکز (ازادۍ چوک) څخه لسګونه کيلو متره لرې د عباسيه په سيمه کې اوسېږي او د پوځ له يوې چوڼۍ څنګ ته موقعيت لري چې پوره په امن او امان کې سيمه ده. نوموړي زياته کړه چې د مظاهرو له کبله پوهنتونونه رخصت او امتحانونه تر نامعلومې مودې ځنډول شوي دي نو ځکه محصلين په ليليه او خپلو اوسيدنځايونو کې په امن او امان دي.

الهام ټول افغان ته وويل چې ټولو هېوادوالو ته چې په مصر کې یې خپلوان او ملګري زده کړې کوي اطمنان ورکوي.

د يادونې وړ ده چې د مصر حکومت د مظاهرو له امله په مصر کې انترنت بند کړی او څو ورځې موبایل ټيليفونونو هم کار نه کاوه خو الهام وايي چې اوس د موبایل ټيلي فونونو په ډېرو سيمو کې کار کوي خو اس ام اس او انترنت لا هم کار نه کوي.

هېوادوال او رسنۍ د الهام ياسيني سره د مصر په پلازمېنه قاهره کې په دې نمره اړيکې نيولی شي:

00201522807146