د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسانه پښتو تر سرليک لاندې سيمينار پای ته ورسېد

پژواک خبري اژانس 09.10.2010 22:36

کابل ( پژواک د تلې ١٧مه  ٨٩) د اسانه پښتو تر سرليک لاندې په دوه ورځني علمي سيمينار کې د پښتو ژبې د نوي او اسانه  لارښود د رامنځته کولو پرېکړه وشوه.

په دې سيمينار کې په هېواد کې دننه او د پاکستان  له خيبر پښتونخوا ايالت څخه د پښتو ژبې ژبپوهانو ، د کابل او پېښور پوهنتونونو  استادانو او ګڼ شمېر مينه والو ګډون کړى و .

د سيمينار يوه تنظيموونکي  ډاکټر محمد اکبر اکبر پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سيمينار په دريو برخو (ژبښود ، ژبدود او اداري لارښود ) وېشل شوى و.

هغه زياته کړه چې په لومړۍ ورځ تر مقالو اورولو وروسته په ګروپي ډول کار وشو، څو په راتلونکي کې اسانه پښتو ته په عملي توګه لاره هواره شي .

د ( ولې اسانه پښتو ) ترسرليک لاندې غفور لېوال سيمينار ته خپله مقاله واوروله او د نورو ژبو ويونکيو ، د پښتو د ور زده کړې په اړه يې ددې سيمينار ارزښت په ډاګه کړ .

له غفور لېوال وروسته د افغانستان د کورنيو چارو پخواني وزير علي احمد جلالي ، د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې مشر پروفيسور راج ولي شاه خټک ، محي الدين هاشمي، دوکتور مجاور احمد زيار ، نور رحمان لېوال ، د پېښور پوهنتون استاد ډاکټر نسيم اقبال خټک او د کابل پوهنتون استاد محمد اقا شېرزاد خپلې مقالې واورولې .

ويناوالو د پښتو ژبې په يووالي او اسانۍ باندې ټينګار کاوه او پښتو ژبه يې د غير پښتنو لپاره د اسانه ور زده کولو په موخه د يوه  ټولمنلي ګرامر د رامنځ ته کولو غوښتنه کوله .

پروفيسور راج ولي شاه خټک پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې سيمينار له لارې دوى کولى شي ، چې د پښتو ژبې يوه ګډ او اسانه ګرامر جوړولو ته لاره هواره کړي او هغه بهرنيان چې غواړي پښتو ژبه زده کړي ، د هغوى لپاره يو اسانه لارښود رامنځته کړي.

نوموړي زياته کړه : (( زموږ هيله داده چې د نويو لغاتو د رامنځته کولو او د ګرامر د نويو کولو لپاره د پښتو ژبې يوه واکمنه اداره ولرو، چې د لر او بر پښتانه ژبپوهان به  په کې په ګډه پرېکړې کوي او هغه به ټولو ته د منلو وړ وي . ))

د سيمينار لومړۍ برخه تر غرمې پورې وغځېدله او له غرمې وروسته  يې دويمه برخه پيل شوه، چې په هغه کې د دريو ورکشاپونو په ترڅ کې پورته درې موضوع ګانې تر بحث لاندې ونېول شوې .

په دغو ورکشاپونو کې د پښتو ژبښود ، ژبدود او پر اداري لارښود د مسلکي کسانو له خوا ترمازيګره پورې  بحث وشو .

د سيمينار په دويمه ورځ له لنډ بحث څخه وروسته د ټول کار او نظرونو د يو کولو او توحيدي طرحې په موخه تر غرمې ټولو ګډونوالو ګډ کار وکړ او وروستۍ پايلې يې وړاندې کړې .

د ژبښود او ژبدود په برخه کې ګډونوالو وروستۍ پرېکړه په دې  وکړه ، چې د پښتو ژبې ټول ژبپوهانو بايد په منسجم ډول کار وکړي ، د پښتو د نوي لارښود لپاره دې د پښتو زاړه لارښودونه وکتل شي او د نورو ژبو د معاصرو لارښودونو په رڼاکې دې نوى لارښود رامنځته شي .

د اداري لارښود په اړه پرېکړه وشوه ، چې له پښتنو چارواکيو سره دې  تفاهم وشي، ترڅو په خپلو دفترونو کې د پښتو ژبې دود ته لاره هواره کړي او دري مکتوبونه ، رقعې ، درخواستونه او نور ... په پښتو وژباړل شي او په سي ډي ګانو او انټرنېټ کې دې واچول شي ، چې ددې کار مسووليت د افغان کولتوري ټولنې غړيو په غاړه واخيست .