د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوه ورته استخباراتي پېښې او ورته درېځونه

محمدحسن حقيار 07.05.2010 19:45

دروان كال دوري په ۲۱مه دشنبې په ورځ درې تنه ايټاليايان دهلمند د والي محمدګلاب منګل دترور او وژنې ددسيسې په تور دشپږ وافغان كاركوونكيو سره يوځاى ونيول شول. دغه خبردهلمند دوالي ويندوى، پخپله والي او نورو لوړپوړيودولتي چارواكيو هم تائيد كړ ،دهلمند چارواكيو اونورو افغان امنيتي او استخباراتي مسؤولينوپه تاكيد سره داهم افشاكړه چې په دغه دسيسه كې په هلمند كې دايمرجنسي روغتون عمومي رئيس ډاكترماركوهم شامل دى.
د چارواكيو دوينا له مخې ،دغه كسان دڅه مودې راپدې خوا دملي امنيت دځواكونو ترڅارنې لاندې وو او دوري په ۲۱مه دشنبې ور ځ د۱۲بجوپه شاوخواكې له دوو ځان مرګو واسكټونو ، دووتومانچو اونهو لاسي بمونو سره په نوموړي روغتون كې ونيول شول.
دهلمند ولايت امنيتي سرچينو اودولايت دمقام وياند احمدي رسنيو ته وويل چې دغو په اصطلاح ترورستانو داسې تكتيك جوړ كړى وو چې لومړى دلښكرګاه ښار په يوه ګڼ مېشته سيمه كې ځان مرګى بريد وكړي او كله چې والي محمدګلاب منګل روغتون ته ددې لومړي ځانمرګي بريد دټپيانو دپوښتنې لپاره ورځي نو دوهم ځان مرګى بريد به پرې ترسره كړي. دامنيتي سرچينو او دولايت دمقام دوياند په وينا ، دايمرجنسي روغتون دناروغانو عمومي ډايركټر ماركو ددې پروګرام دترسره كولو په بدل كې له طالبانو څخه پنځه سوه زره ډالرهم ترلاسه كړي وو.
پدې كې شك نشته بهرنيان دافغانستان دلوړ پوړوچارواكيو اومسلكي كدرونو په وژلوكې لاس لري ( د هغو زرګونو ملكي وګړيو پر وژنه بحث نه كوو چې دناټو په بمبار او پر كورونو دورختلو په پايله كې وژل كېږي ) ، بلكې پخواهم داسې نورې پېښې رامنځ ته شوېدي چې په افغانستان كې بهرني كاركوونكي اويابهرني ځواكونه پكې لاس لري چې دهغوى له جملې څخه داجمل نقشبندي مرموزمرګ ، په كندهاركې دهغه ولايت دامنيه قوماندان وژنه ، د هغوكسانو لخوا چې په كندهار كې يې امريكايي ځواكونوته كاركاوه. په كندوز كې دخبريال سلطان محمد منادي وژنه دغه راز څه موده دمخه د پكتيا ولايت مركز ګردېز ښارته څېرمه امريكايي ځواكونو په يوه چاپه كې ددوواميندوارو ښځو په شمول پنځه تنه وژلي ووچې دكورنۍ مشر دهغه ولايت دامنيت كاركوونكى اوبل وژل شوى شخص دهمدې ولايت دڅارنوالۍ مامور و.
دغه راز دتېركال په وروستيوكې دغربي نړۍ په رسنيوكې داسې مطالب خپاره شول چې امريكايي كمپنۍ بلك واټر چې په افغانستان كې په بل نامه كاركوي په پټه توګه دورځې او ياد شپې لخوا دخلكو كورونو ته ورځي اوپه دې توګه نښه كړې كورنۍ او يا پيژندل شوي كسان ترور او وژني.
په هرحال .دهلمند دتوطيې غبرګون په مطبوعاتوكې ډېرپراخ و او په هلمندكې خويې دچارواكيو په لمسونه پر وړاندې لاريونونه هم وشول.
دولتي چارواكي وايي چې د اجمل نقشبندي په وژنه كې دلاس لرلو په اړه دايمرجنسي پر ډايركټر ماركو پخوا يوازې شك و خوددې وروستۍ پېښې په رامنځته كېدو سره ددوى شك په يقين بدل شو.
خويوه اونۍ وروسته هرڅه دانتظار خلاف راووتل او افغان دولت دتل په څېر په برېښنايي ډوله چټكتياشاتګ وكړ ، پدې ډول چې د وري په ۲۱مه ددوشنبې په ورځ دملي امنيت لخوا يوه اعلاميه خپره شوه چې پكې داسې راغلي دي.
(( لكه څنګه چې وطنوال درسنيو له لارې خبردي د ۱۳۸۹ لمريزكا ل په هلمندكې دامنيتي عملياتو پواسطه دايمرجنسي روغتون له داخل څخه يوه اندازه وسله اومهمات كشف او دې پېښې په ارتباط درې تنه ايټالوي اتباع او شپږ تنه دهغه روغتون محلي كاركوونكي ونيول شو . له عملياتو وروسته ددې پېښې اړونده دوسيه له ذكر شويو كسانو سره يو ځاى مركزته دتحقيق ،پلټنې او حقيقت موندلو لپاره راولېږدول شوه اوبيا ملي امنيت ته وسپارل شوه.
دقضيې په اړه دسپينو اومسلكي تحقيقاتو په پايله كې دغه نتايج ترلاسه كېږى.
دغه قضيه دافغانستان دسولې اوامن ددښمنانو لخوا له پولې آخوا طرح شوې او ددښمنانولخوا په زور اوفشار سره دهلمند ولايت دايمرجنسي روغتون يو با صلاحيته داخلي كاركوونكى چي په جبري توګه په دغه توطيه كې دخپل نقش اجراكولو ته آماده شوى دحقايقو په روښانه كېدو سره دايټاليا درې تنه اتباع اودايمرجنسي روغتون پنځه تنه نور محلي كاركوونكي ګرم ندي اوپه دې توګه درې تنه ايټاليايي اتباع په كابل كې دايټاليا دسفارت مقاماتو ته وسپارل شول اوپنځه تنه افغاني اتباع هم خوشې كړل شول.))
اوس به كوم افغان او يا له دې پېښې څخه خبر بل كس په دې باور وكړى شي چې دا قضيه په رښتيا هم دومره ساده وه او په دومره اسانۍ سره حل اوفصل شوه، پدې كې ډېرې پوښتنې دځواب په تمه دي آيا په رښتيا هم پدې پېښه كې دايټاليا يي اتباعو او دپنځو تنو نورو افغانانو لاس وو اوكه نه ؟ كه چېرې داخوشې كړاى شوي بهرنيان او افغانان بې ګناه وي نوبيا دامنيت كاركوونكيو ،دهلمند دولايت وياند اوپخپله والي ګلاب منګل ولې په دومره شور او ځوږ سره داموضوع رسنيو ته وسپارله ؟ اوولې درې تنه بهرنيان اوپنځه تنه بې ګناه افغانان دې قضيې ته ورټېل وهل شول؟
دوى خو په ټينګه ويل چې آن ماركو له طالبانو هم پنځه لكه ډالر اخستي دي.
دوى خو ويلي وو چې دې كسانو له سطحي ټپي پوليسو او عسكرو هم لاسونه او پښې غوڅولې او ان هلمنديان يې ددوى دمحاكمې دغو ښتلو لپاره لاريون ته هم راووېستل .
دوى خو ويل چې داسې اسناد لري چې داجمل نقشبندي په وژلو كې هم همدا ايټالويان لاس لري.
دوى خو ويل چې ددې په اصطلاح اروپايي ترورستانو ټول پلان اونقشه يې كشف كړې ان چې كله والي روغتون ته ورځي نو دوى به پرې بريد كوي ...
هغه وخت خو امنيتي كاركوونكي ، والي اودهغه وياند ټولو برېتونه تاوول چې يوه لويه كارنامه يې ترسره كړه ، ددوى په وينا ،دخاورې اووطن ډېر ستر دښمنان!! يې مخكې لدې چې خپله توطيه ترسره كړي ونيول.
هلته خو يوه شخص هم نه ويل چې دوى پر دې كسانوشك يا ګومان لري،بلكې دعين اليقين دعوه يې كوله نوداعين اليقين ولې عدم اليقين شو؟
موږ وړاندې هم ويلي چې په افغانستان كې دالقاعده او په اصطلاح له تروريزم سره مبارزه ډېر پيچلې ده او آن دنړۍ ډېر تكړه سياسي كتونكي هم ددې جړې تنستې سر پيداكولى نشي.
موږ ويلي چې دمتحده ايالاتو له څو تنواستراتيژستانو پرته، دافغان دولت په شمول نور هېڅوك نه پوهېږي چې دالقاعده او تروريزم په پلمه روانه ډرامه دكومو موخو لپاره پيل شوې اوترڅو به روانه وي .
په هلمندكې داسې ډرامې ډېرې تمثيل شوې او دالومړى ځل ندى چې يو سريال نندارې ته وړاندې كېږي .
كله چې طالبانوددانيل ماستروجياكوموپه نوم ايټالوى خبريال او دهغه افغان ژباړن اجمل نقشبندي ونيول نوكرزي دماستروجياكومو پر سردايټاليا دحكومت پرټينګارله طالبانو سره درنه معامله وكړه او څو تنه مهم مشران يې ورپرېښودل وروسته څرګنده شوه چې جياكومو دايټاليا داستخباراتو ډېرمهم غړى وو خوپه هماغې يوې پېښه كې داجمل نقشبندي په خاطر طالبانو ته كوچني امتيازوركولو ته هم چمتونشو چې پايله يې دنقشبندي سر پرې كول شول
هغه مهال هم ايټاليايي ماستروجياكومو روغ رمټ خپل كور ته ستون شوخو دهمدې روغتون دهغه وخت افغان مسؤول رحمت الله حنفي چې پدې پېښه كې يې ددولت او طالبانو ترمنځ منځګړتوب كړى وو افغان دولت بندي كړ . داځل هم ماركواو دهغه ملګري روغ رمټ خپلو كورونو ته ستانه شول خو يو تن افغان دقربانۍ ګډورى (پسه ) شو.
ډېر امكان لري چې څو ورځې وروسته خبر شو چې ډآكتر ماركو او دهغه ملګري هم دايټاليا داستخباراتو مهم غړي وو.
هغه مهال چې دايټالوي ډاكټرانو دنيولو او له القاعده سره د هغوى دتړاو خبرونه وركول شول نو موږ وليكل چې كېدلى شي دا دروانې پيچلې ډرامې يوه برخه او دلويو استخباراتي كړيو دجګړې يو لورى وي دادى اوس ثابته شوه چې خبره همداوه. ايټالويانو پر بريتانويانو تور ولګاوه چې دادسيسه ورته دوى جوړه كړې وه .
دتېرځل په څېر داځل هم كرزي دايټاليا دحكومت فشار ته تندى ټيټ كړاو دحكومت په وينا دومره لوى ترورستان !!يې ورته خوشې كړل .
كه دوى په رښتيا هم لكه دولتي چارواكيو چې دعوه كړې وه له پوليسو او عسكرو روغ غړي غوڅ كړي وي نودطب د مسلك له نوم څخه دناوړه ګټه اخستنې د جرم! پوښتنه ولې ونشوه .
موږ پخپله تېره ليكنه كې ټول هغه دلايل وړاندې كړي وو چې له مخې يې دا پېښه ډرامه ښكارېده او اوس ثابته شوه چې په رښتيا هم داپېښه ډرامه وه
موږ ويلي وو چې له ترورويزم دمبارزې په نوم افغانستان ته راغلي بهرني پوځونه دلته يوه خوله او يوه قومانده ندي آن يوبل ته كندې وباسي دادى پر بريتانويانو دايټالويانو دعوې ثابته كړه چې رښتياهم دوى يو بل ته صاف زړونه نلري .
له بده مرغه زموږ حكومت دنورو دلاس اله دى او دنورو دخوښۍ لپاره خپلې ملي ګټې هم ترپښو لاندې كوي . كه نه كله چې دعوه كوو چې موږ پاخه مجرمين ونيول نوبايد بيا يې دمحاكمې جرئت هم ولرو كه نه نو ولې پرې رسنۍ خبروو او خبر ته ولې دومره هوا وركوو .
كه دوى مجرمين وو نو ولې پدې برخه كې څېړنې اوتحقيقات ونشول؟ آيا داپدې معنى نده چې افغان مسؤولين دتصميم نيونې واك نلري .
كه ايران زموږ سلګونه بې ګناه هېوادوال دنورو دعبرت لپاره سياستاً اعداموي نوموږ ولې پيژندل شوي نړيوال مجرمين او دپرديو جاسوسان نشو اعدامولى . او كه داكار نشوكولى او تل دنوروپر اشاره څرخو نوبيا دخپلواكۍ دعوه ولې كوو؟