د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسرخرود پېښې اوترشايې انګېزې

محمدحسن حقيار 21.05.2010 10:10

هټلر به ويل چې كه غواړې ارام حكومت وكړې اودخلكو له نيوكو لاريونونو او غوښتنو خلاص واوسې نو خلك ووژنه او په خلكو كې وېره خپره كړه
دجمعې په ورځ سحر مهال دناټو ځواكونو دخپل هميشني خوى له مخې دننګرهار ولايت دسره رود ولسوالۍ اړوند دباولۍپه كلي كې دلويې لار پرسر پروت ديو عادي او بې ګناه بزګر كورته ننوتل او دسيمې داوسېدونكيو په وينا ، ديارلس تنه يې چې نهه تنه پكې ديوه كور غړي وو په پوره قساوت او هاغه وحشت چې يواځې دهمدوى له شان سره مناسبه ده ووژل.
ټول كليوال شاهدان دي چې وژل شوي خلك ناخبره، ناغرضه اوبې ګناه دي، نه له ائتلاف او ناټو سره كومه راشه درشه لري او نه له مخالفينو او نوروډلو سره .
ناټو ځواكونو دتالاشۍ پرمهال له دې كورڅخه نه وسلې وېستې دي او نه هم كوم داسې شى چې په كوركې يې ساتل جرم وي .
ددې كور موقعيت هم په داسې ځاى كى دى چې له جيو استراتيژيك او سوق الجيشي نظره نه له حكومت او ناټوسره مخالفت ته مناسبت دى او نه له دې ځايه پر حكومت او ناټو كوم بريد كېدلى شي.
داكور دجلال اباد _خوګياڼو پر لويه لار دسره رود دولسوالۍ په شاوخوادوه كيلومترۍ او دجلال اباد په شاوخوا لس كيلومترۍ كې پروت دى .
هره ورځ دناټو كتارونه او افغان امنيتي ځواكونه ددې كور ترڅنګ څوڅوځله تېرېږي خو دننګرهار تېر نهه كلن تاريخ شاهددى چې له دې كورڅخه خو پرېږده چې آن له دې سيمې او كلي څخه هم كله پر دولت او يا ناټو بريد نه دى شوى او نه دلته کومه دناامنۍ پېښه رامنځته شوې ده .
دالومړى ځل ندى چې بهرنيان بې ګناه وګړي وژني او نه لومړى ځل دى چې دوى خپله اشتباه نه مني بلكې تردې وړاندې يې هم څوڅوځله داډول تخريشوونكي بريدونه كړي دي .
كه څوك دننګرهار ولايت په سره رود ولسوالۍ كې ددې وروستۍ پېښې ځاى وګوري هغه چې ناټو پكې دترهګرو دشتون دعوه كوي نو له شك پرته ويلى شي چې دوى په لوى لاس په افغانستان كې ناامنۍ ته لمن وهي . ځكه چې داسيمه دسره رود دولسوالۍ دمركزسلطانپور په دوه كيلومترۍ او دجلال اباد ښار په شاوخوا لس كيلومترۍ كې دلويې لارې پرسړك پرته ده اوكوم كورچې تربريد لاندې راغلى دعمومي سړك پر سر ديوه غريب بزګر كور دى .
په سره رود ولسوالۍ كې په تېرو ورځو كې دادوهمه پېښه ده دا ولسوالي جلال اباد ښار ته نږدې پرته هغه سيمه ده چې ټول چارواكي او آن بهرني ځواكونه ښه خبر دي چې دلته هېڅ ډول بريد، نه ترورستي اونه بل ډول ترسره شوى دى او نه تراوسه پد دې نهوكلونو كې پر بهرنيو ځواكونو كومه حمله شوېده.
دننګرهار اكثره دولتي چارواكي اورئيسان هم دسره رود ولسوالۍ اوسېدونكي دي .
داچې بيا هم بهرني ځواكونه دلته حملې كوي او بې ګناه ناخبره ولس وژني داپخپله دخلكو د راپارولو ، ډاډمنو او له امنيت څخه ډكو سيمو ته دجګړو دغځولواو دجګړې دډګر د تودولو بله معنى نلري .
كه چېرې پدې سيمه كې لكه څنګه چې ناټواو دننګرهار چارواكي وايي دمخالفينو اډې وي او يا مخالفين تر دې ځايه راورسېږي نو بيا خو ننګرهاردمخالفينو لاس ته لوېدلى بلل كېږي .
بهرني ځواكونه په داسې حال كې پر دې كورنۍ بريد كوي چې دوى دخپل څو مياشتيني زيار محصول اخلي او خپل غنم تهريشركوي .
دننګرهار ولايتي اداره چې ناټو يې هغه دعوامو خبره په يوخروار ليټۍ كې هم نه حسابوي او په پياوړي ګومان دپېښې له ترسره كېدلو وروسته كليوالو خبره كړې دخپلې ابرواو اعتبار دساتنې ،دناټو لپاره دسياسي تملق په خاطراوچې كله دپېښې په غبرګون خونړي ولسي لاريونونه وشول دناټو دفشار له كبله ډېر وروسته زړه نازړه اعلان وكړ چې ناټو له دې بريدونووړاندې دوى خبر كړي وو .
ددې تحميلي اعتراف معناداده چې دننګرهار چارواكي هم پدې سترجنايت كې شريك دي .
له پېښې وروسته دسيمې په سلګونوتنوپارېدلوخلكو په داسې حال كې چې له زړونو يې وينې څڅېدلې دناټو ددې فرعوني حركت پر خلاف لاريون وكړ او ددې پوځونولخوا ددې بې ګناه وګړيو دوژنې دپوښتنې غوښتنه يې كوله .
لاريون كوونكيو غوښتل چې شهيدان دسره رود ولسوالۍ او يا جلال اباد ته ولېږدوي او درسنيو له لارې خپل مظلوميت نړيوالو ته وښيي چې داځل دناټو په لاس دروزل شويواو دناټو په نمك دسترو شويوافغان پوليسو له قهر سره مخ شول او ددوى په لاس يې دوه تنه ووژل شول او يو تن يې ټپي شو.
داوژنې په داسې وخت كې ترسره كېږي چې له پېښې يوه ورځ وړاندې دواشنګټن په ناسته كې دافغانستان اوامريكا دمتحده ايالتونو ددواړو مشرانو تاكيدپر دې خبر و چې بايد دملكي خلكو له وژنې څخه په كلكه ډډه وشي.
دخبروپه بهيركې دامريكې دمتحدوايالتونو جمهوررئيس بارك اوباما دټولو ملكي افغانانو دوژنې پړه پرخپله غاړه واخيسته او ويل كېږي چې دستراتيژيكو مرستو دطرحې يومهم بند په نظامي عملياتوكې دملكې تلفاتو مخنيوي ته ځانګړى شوى دى اودامريكا جمهوررئيس اوباماله خپل نازولي مېلمه حامدكرزي سره په خبروكې په زغرده وويل چي په افغانستان كې امريكايي ځواكونه په كلكه هڅه كوي چې دملكي خلكودتلفاتو مخه ونيسي.
دملكي تلفاتوموضوع كله ناكله دامريكا پر مشرۍ دبهرنيوپوځونو اودافغان دحكومت ترمنځ ظاهراً دجنجالونو او زرګري جنګ باعث هم ګرځي. خو هرځل يا پرملكي خلكو بريدونه ، ياپه دې پېښوكې دتلفاتو شمېر دامريكا اوناټو پوځونوله خوا رديږي اويا پر دې اصراركوي چې دوى له ترهګرو سره مخ شوي اوترهګر يې له منځه وړي دي.
دسره رود ولسوالۍ پدې پېښه كې هم دوى په ډېرې سپين سترګۍ دعوه كوي چې اته تنه ترهګر يې وژلي دي او دوه تنه يې ژوندي نيولي دي .
كله چې دوى دحكومت په غېږ كې دپرتې او په ختيځ زون كې دناټو دمركزي قوماندانۍ ترزنې لاندې پرتې ولسوالۍ (سره رود) ددې پېښې شهيدان ترهګر او ترورستان بولي نو دكندهار دډنډ دولسوالۍ ، دزابل دداى چوپان ، دشينډنډ دزېركوه ، داروزګان دخاص اروزګان او دهلمنددګرمسير خو دې الله مل شي، ښه ده چې هلته هر شهيد شوى افغان پخپله اسامه نه بولي .
داچې ناټو داخلك ترهګر بولي دا ددې څرګندوى دى چې دوى هرافغان ترهګر او دځان مخالف بولي .
داځل هم ايساف په خپله خپره كړي اعلاميه كې ويلي دي چې كله دايساف اوافغان كډپوځونه دالله نظر په نامه كلي كې دترهګرو!! دشتون په شك هغې خواته روان ونو دې كلي ته نږدې پر دوى ډزې وشوې چې په ځواب كې يې ددوى ځواكونوهم پر هغوى ډزې وكړې.
دناټو ځواكونوددې ړندوډزو په ترڅ كې ترديارلس كسان وژل شوي چې اكثره يې ځوانان دي اوديوپنځلس كلن تنكي ځوان مړى چې ستونى يې دناټو ځواكونو په ډزو بيخي سورى شوى و هم ليدل كېده. .
په كابل كې دايساف ځواكونه خندوونكې ادعاكوي پدې ډول چې ددوى په وينا ، وژل شوي كسان مخالفين وو چې غوښتل يې دشنبې په ورځ دجلال آباد پرښاروسله وال بريدوكړي.
كه څه هم ناټو چارواكې په دې پېښه كې دملكي وګړو مرګ ژوبله نه مني خودوالي وياندعبدالزي د دې عملياتو په مهال چې دعوه كوي له دوى سره په همغږۍ ترسره شوي دلسو ولسي وګړيو وژل كېدل تائيد كړل.
دوالي نطاق داهم ويلي دي چې منطوق يې دپېښې دڅېړلو لپاره سيمې ته يوپلاوى هم لېږلى دى خو دادى دهردولتي پلاوي په څېر تراوسه ددې پلاوي دكار پايله هم چا ونه ليده .
حامدكرزي هم چې دپېښې پر مهال د امريكا په ترټولو لوړبيه مېلمستون كې ددې هېواد په تاريخ كې ددې وژونكيو ترټولو نازولى مېلمه و دتل په څېر پردې دردوونكي پېښې د خواشينۍ په ښوولواو دپېښې په غندلو خپل مسؤوليت ترسره شوى وباله.
دغه راز دغه پېښې دولسي جرګې غړي هم راوپارول ددې جرګې ځينو غړيو خو خپلو مېلمنو (ناټوځواكونو) ته له همدردۍ ډكه مشوره وركړه چې كه دوى داملكي و ژنې روانې وي نو كېداى شي چې دنړيوالو ځواكونوپر ضد پراخ ولسي پاڅون وشي چې بيابه يې كنترول ډېر سخت او شونې ده چې حالات دمخالفينو په ګټه تمام شي چې بيا به هم ددوى دوكالت لنډه كۍ او هم دناټواوږده پاچاهي دړې وړې شي .
داچې بهرني ځواكونه اوددوى مشران په افغانستان كې دملكي تلفاتو په اړه دخلكوغبرګونونو ته اهميت نه وركوي لكه چى تراوسه يې بې اهميته ګڼلي دي، له شك پرته دغه ډول چلند دوى ته ډېروخيم عواقب ولري،ځكه چې دولس اوازته اهميت نه وركول ددې لامل ګرځي چې دامريكا اوناټو پر وړاندې په خلكوكې دمخالفت موجوده روحيه لاغښتلې شي ددې كار پايله ددوى ماتې ده ، له ولس سره ددوى د دومره متكبرانه او نمرودي چلندپوتنشيال ددې څرګندوى دى چې نور نو داښكېلاكي ځواكونه هم د انګرېز ،چنګېز او روس برخليك ته ورنږدې شوي او الله ج دوى دماتې وياړ هم افغان ولس ته وركوي .