د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کندهار پېښه ولې او څنګه؟

محمدحسن حقيار 16.06.2010 09:50

د ځمکې پر سر د حضرت آدم عليه السلام له ګام اخيستلو او دده د ماموريت له پيل سره سم پر ځمکه جنګ او جګړې هم پيل شوې دي. انساني تاريخ شاهد دى چې د انساني ژوند په هر پير کې جنګ او جګړې وي او تر اوسه هم روانې دي.
اوس هم په بېلا بېلو سيمو کې د بېلا بېلو خواوو ترمنځ جګړې روانې دي خو په اکثرو سيمو کې د واړه خواوې خپل دښمن پېژني او يواځې پخپل دښمن بريد کوي. له بل چا سره کار نلري خو لکه څرنګه چې په افغانستان کې هېڅوک او هېڅ شى خپل حد نه مراعاتوي جګړه او جګړه ماريې هم نه مراعاتوي.
په افغانستان کې د شريعت تطبيق له خپلو پولو واوښت او افراطى بڼه يې خپله کړه، دموکراسي دومره وړاندې لاړه چې آن د دموکراسۍ مدعي هيوادونه هم ورته حيران شول ... د افغانستان جګړه ليونۍ شوې، حدود نه مني، خپل او پردى، دوست او دښمن ، وچ او لامده هېڅ نه پېژني. دلته د انسانيت دښمنان هڅه کوي چې يواځې وژل وکړي، يواځې وينې تويې کړي، يواځې امنيت له منځه يوسي، داکه د طالب په وژلو وي، که د ملکي وګړيو او که د افغان امنيتي ځواک.
دوى غواړي چې نا آرامي، وزېږوي، سکون او ډاډ له منځه يوسي دا که د خوښۍ محفل په غم بدلوي، که دواده په بمبارولو وي، که په واده کې د ځانمرګې بريد په کولو وي او که د کوچني د زوکړې په خوښۍ د راټول شوي مجلس او د نوي زېږيدلي کوچني د مور او پلار په وژلو.
تېره اوونۍ تاريخي کندهار ،دميرويس نيکه او احمدشاه بابا د وياړونو اوحماسو ټاټوبى دخونړيو پېښو شاهدو،تېره اوونۍ دتاريخي اوښکلي کندهار زيات شمېر کورنۍ د خپلو عزيزانو دوير پرټغر کېناستې اوتېره اوونۍ زيات شمېر کندهاريوميندو د خپلو زړونو د ټوټو په وير اوماتم کې دنااميدۍ اوښکې وڅڅولې دتېرې اوونۍ دپنجشنبې په شپه دکندهار ولايت دارغنداب ولسوالۍ دناګهان په سيمه کې دواده خوښي دغه د کورني تاريخ تر ټولو ستره خوښي اوساعت تېري په غم اوماتم بدله شوه ،دواده دغې شپې چې دښځواوماشومانو په ګډون دسيمې زيات شمېر اوسيدونکي پکې راغونډ شوي وو په ځانګړې توګه کندهاريان سخت غمجن کړل، آن په عامه توګه يې ټول افغانان اوټول بشر دوسته انسانان ولړزول.
ددې وحشيانه اوظالمانه عمل په پايله کې زموږ څلوېښت تنه هېوادوال شهيدان اودزوم په ګډون اوه اتيا تنه نور ټپيان شول،له دې غمجنې او کرکجنې پېښې يوه ورځ وروسته دکندهار دميوند ولسوالۍ دشېرعلي کارېزپه سيمه کې دعامو وګړيو يو فلاينګ کوچ موټر پرماين برابر شو چې دڅلورو ښځواودرېو ماشومانو په ګډون نهه تنه بې ګناه هېوادوال شهيدان اوپخپلو وينو ولمبېدل چې په دې ترتيب دشهيدانو شمېر اووه څلوېښت او دژوبلو کسانوشمېرپنځه نوي تنوته ورسېد ځکه چې دې پېښې اته تنه ټپيان هم درلودل ددې ترڅنګ کندهار ولايت ته څېرمه په زابل ولايت کې ديوه ځانمرګي بريد په نتيجه کې دوه تنه عام وګړي شهيدان او ديارلس تنه نورټپيان شول.
زموږ دخلکو ډېره ستره بدبختي داده چې دوست اودښمن يې نه دى معلوم هرڅوک دخپلو شخصي اهدافو دتحقق لپاره ورباندې دوژلو اوځورولو تجربه کوي او زيار باسي په دې توګه يې دخپلو شومو پلانونو دعملي کولو لپاره ايل اودځان تابع کړي،له بل لوري په تېرو اتوکلونوکې دقامي مشرانو ،مخورواوديني عالمانو وژل او د ترور غميزه په مسلسله توګه روانه ده چې ديوې باوري احصايې له مخې يوازې دکندهار په ولايت کې تراوسه پورې نهه سوه تنه قامي مشران اوديني عالمان وژل شوي اوترور شوي دي اوغواړي په لوى لاس زموږ خلک له خپلو مشرانو څخه بې برخې کړي اوهغه دشاعر خبره چې وايي:
مه وژنه دسر سړي وطن به مې بې سره شي
قام چې مشرنلري هرڅه يې بې اثره شي
دحقيقت جامه ورواغوندۍ اوزموږ دولس پراخې پرګنې دخپلسرۍ په لور سوق کړي اوبيا هغه څه ته دعمل جامه ورواغوندي چې دوى يې زموږپرخلکو عملي کول غواړي.
زموږدهېواد عام وګړي په داسې حال کې چې دغه شان غمجنې او کرکجنې پېښې په سختوالفاظو کې غندي اوپه وړاندې يې خپله کرکه څرګندوي ددغه شان ناوړه عملونو پرعاملينو باندې غږ کوي چې دغه مسلمان او مجاهدملت که دغه شان وحشتونو اوناروا عملونو ډارولى او ايل کولاى شواى . نو پخوانى شوروي اتحادبه تربل هرچا دمخه په دغه کار کې بريالى و، خوتاريخ ښودلې ده اومعاصر تاريخ خوزموږ په مخکې پروت دى چې دغه مېړنى ،توريالى اوننګيالى قام نه يواځې دوحشت اوبربريت پر وړاندې تسليم شوى نه دى بلکې خپل دښمن ته يې داسې غاښ ماتوونکى ځواب ورکړى دى چې په پېړيو ،پېړيو يې له ياده نه دى وتلى.
دا چې ددې پېښې ترشا د چا لاس دى؟ دا هغه پوښتنه ده چې لا هم ورته رسمي او د افغانانو د قناعت وړ ځواب نه دى موندل شوى. بهرني عسکر دا د طالبانو کار او ځانمرګى بريد بولي او طالبان يې له کولو انکار کوي او دعوه کوي چې بهرنيانو پر واده بمبار کړى دى.
زما په باور هېڅ اصيل افغان دومره بى وجدانه او بې ايمانه کېدلى نشي چې دومره سپک او وحشيانه کار دې وکړي، زه يقين لرم چې دا کار د هغه چا، او هغو شبکو دى چې دلته نا امني خپروي، سيمه متشنجه کوي، د جګړې اورشيندي.
دلته ډېرې ځواکمنې مافيايي ډلې دي، هغوى الوتکې، ټانګونه او زغره وال ګاډي هم لري او ځانمرګي بريد کوونکي هم. دا کارونه او وحشيانه حملې هم دوى کوي. دا مافيايي ډلې پراخ وزرونه لري.
دا چې افغان ولسمشر د سولې د مشورتي جرګې په پرانېستونکې غونډه کې وويل چې طالب او بهرنيانو افغانانو ته لاس يو کړى هغه که څه هم دا خبره ظاهراً په ټوکه وکړه خو کرزى او د افغانستان د حالاتو څېړونکي پوهېږي چې دا خبره ټوکه نه، بلکې يو عيني واقعيت دى اوس دا د دولت دنده ده چې څومره ژر کېدلى شي بايد دې حساسيتونو او نزاکتونوته پام وکړي او مخه يې ونيسي او که مخه يې نيولى نشي نو بايد ملت ته هر څه رسوا کړي.
موږهيله لروچې په هېوادکې به دغه شان وحشتناکې پېښې بيانه تکرارېږي اوزموږدخلکو دخوښۍ مراسم به په غم اووير نه بدلېږي اوموږهيله من يوچې جنګ غوښتونکي عناصربه تردې وروسته دسولې اوتفاهم لارخپله کړي اوپه دې توګه به زموږددردېدلو او ځورېدلو خلکو دغه دوامداره ناورين اوکړاوپاى ته ورسوي ،لوى اومهربان خداى (ج)دې زموږ پرمظلوم ولس ورحمېږي اوله هغه ستر نعمت څخه دې برخمن وګرځوي چې دنړۍ نورانسانان ور څخه برخمن دي چې هغه سوله ،امن اوثبات دى.
په پاى کې ددې ناوړه عمل له عاملينونه بايدپوښتنه وشي چې دعاموخلکوله دې وحشيانه وژنې څخه دوى کومه بريا ترلاسه کړه چې بيا دغه بريا دولس په وړاندې کېږدي اودا ورته وښيي چې ستاسوله عامه وژنې څخه مودغه او هغه بريا ترلاسه کړې ده. خوپه کوموسترګو اوپه کومه خوله په داسې حال کې چې دغه بريا نه ،بلکې وحشت اوبربريت دى.