د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ټاکنوکې دولس د پيکه ګډون عوامل

محمدحسن حقيار 25.09.2010 03:40

شنبه د وږي ٢٧مه په ټول هېواد کې د ولسي جرګې لپاره ټولټاکنې ترسره شوې ، په دې پروسه کې د ولسي جرګې ٢٤٩څوکيوته ٢٥٥٦تنو له ټول افغانستان څخه ځانونه نومولي وو، چې شاو خوا ٤٠ تنه يې د ټاکنو د شکاياتو د کمېسيون لخوا د بېلابېلو تخلفاتو له کبله د ټاکنو له لست څخه ووېستل شول .
دد ې ټاکنو لپاره هم د ټاکنو د کمېسيون د عامه پوهاوي د ادارې لخوا اوهم پخپله دکانديدانو لخوا ډېر تبليغات وشول، د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون د عامه پوهاوي د ادارې لخوا د افغانستان ټولو هغو سيمو ته چې له امنيتي پلوه د ډېرې اندېښنې وړ ندي ددې لپاره پلاوي ولېږل شول، چې خلکوته د ټاکنو اوپه ټاکنو کې ددوى د ګډون اهميت روښانه کړي ، ددې ترڅنګ ملګروملتو او N D Iپه نوم ادارې هم د مدني ټولنو ، سياسي ګوندونو او ټولنو غړي د ټاکنو لپاره روزلي وو، دې روزل شويو افرادو بيا نور خلک وروزل او په ټولټاکنو کې ګډون او دخپلې خوښې نوماند ته رايه ورکولو ته يې وهڅوي ، خوله دې ټولو هڅو سره سره بياهم په ټاکنوکې دولس د ګډون کچه ډېره ټيټه وه.
لېرې اوناامنه ولايات خو پرېږده آن د هېواد په پلازمېنه کې هم په ټاکنوکې د خلکو ګډون ډېر پيکه وو.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس وايي چې د وږي د ٢٧مې ټاکنوکې شا وخوا درې نيم ميليونه افغانانو خپله رايه کارولې ده ، د ټاکنو اداره او افغان چارواکي تل په دا ډول ارقاموکې مبالغه کوي ښايي داځل هم په ټاکنوکې د ګډونوالو شمېره تردې کمه وي.
ماچې په کابل کې له چاسره کتلي او يامې پوښتلي نو راته جوته شوه ،چې په رښتيا هم په ټاکنوکې د خلکو د ګډون کچه تر اټکل او هيلې هم کمه وه.
د ټولټاکنو کمېسيون دعوه کوي چې اولس نيم ميليونو خلکو ته يې په ټاکنو کې د ګډون کارتونه ورکړي دي خو اوس خپله مني چې په ټاکنو کې درې نيم ميليونه تنو ګډون کړى و، داپر دې څرګند اعتراف دى چې د شنبې د ورځې په ټولټاکنو کې يواځې په سلوکې شل مستحقينو ګډون کړى دى.
باوردادى چې دټاکنو کميسيون او افغان دولت به ددې لپاره چې ټاکنې خپل مشروعيت ترلاسه کړي په تدريج سره دګډونوالو شمېر ترشپږو ميليونو لوړ اعلان کړي
په ټاکنوکې د خلکو د کم ګډون تر څنګ دا ټاکنې له ګڼو نورو لويو او کوچنيو ستونزو سره ملګرې وې، د بېلګې په توګه :
١_ ټاکنو ته ددې کمېسيون د بشپړ چمتووالي د اعلان برسېره بياهم دګوتو د رنګ د خاموالي او ژر پاکېدولو ستونزه .
٢--په اکثرو محلاتوکې د سوري کوونکي ماشين د نه شتون ستونزه .
٣_په ځينو محلاتوکې د رايو پاڼو د کمښت ستونزه .
٤_ ځينې محلاتوته نا وخته د رايو پاڼو او ټاکنيزو توکيو د رسېدلو ستونزه .
دې ته ورته ځينې نورې کوچنۍ ستونزې هم وې ، خو ددې ترڅنګ ځينې لويې ستونزې هم وې چې جبران يې سخت او ناشونى دى، دبېلګې په توګه :
١_ يا د ناامنۍ اوياهم د تعصب له مخې د امنيتى ځواکونو او د ټاکنو د کمېسيون لخوا له زرو څخه د رايو ورکولو د ډېرو مرکزونو بندېدل او خلکوته په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه ورکول او يا ورته زمينه نه برابرول ، سره لدې چې د تړل شويو مرکزونو ډېرى اوسېدونکيو چيغې وهلې چې په سيموکې يې هېڅ امنيتي ستونزه نشته ده.
٢: هېوادته د سلګونو زرو په شمېر د جعلي کارتونو راوواردول او په ځينو سيموکې يې کارول ، که څه هم امنيتى ځواکونه دعوه کوي چې دا ډول زرګونه کارتونه اولسګونه کاروونکي يې نيولي دي خوداپه دې معنى نده، چې د جعلي کارتونو د کارولو مخه نيول شوېده ، د پژواک خبري اژانس د خبرله مخې يواځې په خيبر پښتونخوا اوپه ځانګړې توګه په پېښور ښار کې شاوخوا درې ميليونه جعلي کارتونه چاپ شوي او د هېواد جنوب ،ختيځ، لوېديځ او شمال ته لېږدول شوي دي. ترلاسه شوي خبرونه وايي چې داسې ولايت به کم وي چې هلته دې جعلي کارتونه نه وي کارول شوي .
دجعلي کارتونو په کارولو کې نه حکومت پلويو نوماندانو اونه هم نورو صرفه کړې په ځينو سيمو کې چې ولس ټاکنې تحريم کړې دي چارواکيو او يا زورورو کانديدانو دټاکنو دکميسيون له کارکوونکيو سره جوړجاړى کړى او صندوقونه يې تر هغو سيمو هم ډېر ډک کړي دي چې هلته څه ناڅه خلکو په ټاکنو کې ونډه اخستې ده
٣: د هېواد په شمال کې د جوزجان ولايت په څېر په ځينو سيموکې زور واکيو خلک اړ وېستي چې دخپلې خوښې او ارادې پرخلاف دوى ته رايه ورکړي ، په دې ډول له دوى څخه پخپله خوښه د انتخاب قانوني ، بشري ا ودموکراتيک حق!! اخستل شوى اوپه زوره پرې د بل چا نظر او انتخاب تحميل شوى دى. په افغانستان کې د سولې ا وجنګ د راپور ورکولو انستتيوت I W P Rدا ډول ډېرې بېلګې وړاندې کړېدي داسې راپورونه هم شته چې هلته سکتارستي کړيو دپښتنو پر ضد ژورې دسيسې جوړې کړې او داسې زمينې يې برابرې کړې دي چې پښتانه درايو صندوقو نو ته ورنشي او نه پښتانه کانديدان بريالي شي .
٤: ځينې خبري سرچينو خبر ورکړ چې په ځينو ولاياتوکې دولتي او امنيتې چارواکيو هم په ټاکنو کې درغلۍ کړي ، په پټه او ښکاره يې د خپلې خوښې کانديد ته کار کړى او دهغوى په ګټه يې صندوقونه ډک کړي دي ، ددې ډول خبرونو تړاو ډېر له نا امنو سيمو سره دى.
٥: دايو منل شوى حقيقت دى چې د افغان دولت مخالفين نن تر پرون ډېر برلاسي دي ، په ځينو ولاياتوکې اطراف او لېرې ولسوالۍ خوپرېږده آن په ښارونوکې هم نفوذ او پټ حضور لري. دوى څوڅوځله افغانان ګواښلي ووچې، که رايه يې ورکړه نو ددوى لخوا به سزا وويني ، ددوى ګواښ بې اغېزې نه وو ، د ډېرو رايه ورکوونکيو مورال يې و غورځاوه.او خلک ددوى له وېرې رايو ورکولو ته زړه ښه نه کړ .
٦: د ټاکنو په ورځ د ټاکنو پر مرکزو ، دولتي ودانيو، کورنيوامنيتى ځواکونو او بهرنيانو د طالب وسلوالو بريدونو هم خلک ووېرول. په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې د افغانستان ددفاع او کورنيو چارو د وزيرانو او دامنيت د لوى رئيس د څرګندونو له مخې، مخالفينو په دې ورځ درې سوه بريدونه کړي او په دې ورځ کم ترکمه ٦٨تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو د ټاکنو په ورځ د ننګرهار په څېر په ځينو سيموکې د صوتي (غږيزو) بمونو په کار ولو يو بل بريالى تکتيک وکاراوه ، دا بمونه خلک وېروي خومرګ ژوبله نه اړوي او انتقال يې هم آسانه دى.
نه يواځې داچې دطالبانو ترواک لاندې سيمو کې چارايه ورنکړه بلکې په ځينو لويو ښارونو کې هم ډېرو خلکو دطالبانو دبريدونو له وېرې په ټآکنو کې برخه وانخسته چې پدې توګه طالبان په خپلې دې ګواښ کې چې ټاکنې به ګډوډوي بريالي شول
٧: پر دولت او د ټاکنوپر شفافيت د ولس اعتماد ډېر کمزورى وو، د ولسمشرۍ په ټولټاکنوکې ددرغليو غوغا، دولسمشرۍ دټاکنو ديو ميليون او دولايتي شوراګانو دټاکنو داوو سوو زرو رايو قرنطين کول ، د نړيوالو رسنيو، امريکا يي چارواکيو او ځينو نورو کورنيو او بهرنيو کړيو لخوا داټاکنې بدنامول او په درغليو تورنول او با لاخره دوهم پړاوته د ټاکنو د غورځولو او څو مياشتې د ټاکنو د پايلو د اعلان ځنډولو خلک بې باوره او زړه ماتي کړل ، له ځينو سره دا تصور وو چې داټاکنې به شفافې نه وي اوکه دى رايه ورکړي اوکه وريې نکړي اشخاص وخته په ګوته شوي او هماغوى به بريالي اعلانېږي.
٨: دولس او دولت او دولس اوولسي جرګې د تېرې دورې د وکيلانو او ددوى د مؤکلينو تر منځ واټن ، سړې اړيکې او د بې باورۍ ژور بحران په ټاکنو کې د خلکو د کم رنګه حضور يو بل ستر لامل ګڼل کېږي ، دولت هم ولس ته داسې دياد وړ قناعت بخښونکى خدمت نه دى کړى ، چې خپل يې وبولي ، دولسمشر کرزي سلګونو مشاورينو دولس اودولت تر منځ دواټن په موندلوکې ډېررول لوبولى دى.
ولس يواځې له دولت څخه ګيله من ندى ،بلکې په ولسي جرګه کې په تېره پنځه کلنه دوره کې له خپلو منتخبو استازيو څخه هم ډېرې ګيلې لري، له شمشاد ټلوېزيون سره به مو دټاکنو په ورځ دکندهار د يوه مخور مرکه اورېدلي وي کله چې خبريال په ټاکنوکې د نه ګډون لامل ترې پوښتي، نو هغه ورته وايي : چې د کوم هدف لپاره ځان مرګ ته ورکړم، په د ې ټاکنوکې زما او زما د ولس څه ګټه ده؟ هغه وايي چې په تېره دوره کې يې د مرګ په قبلولو رايه ورکړه او پارلمان ته يې استازى ولېږه، خو ددوى استازيو بيا په دې پنځوکالوکې ددوى پوښتنه هم ونکړه ، نه کندهار ته راغلل،نه پرژمنو ودرېدل، آن په ټولو پنځو کالوکې دوه ساعته هم کندهار ته رانغلل چې دوى يې وويني اوخپلې ستونزې ورته ووايي، هغه زياتوي چې آيا داډول وکيلان پردې ارزي چې ددوى لپاره يې سر يا ګوته غوڅه کړل شي؟
دا يواځې زموږ د کندهاري هېوادوال ګيله نه ده ،بلکې نورګڼ هېوادوال موهم داډول ګيلې لري .
٩: دولسي جرګې تېره دوره ډېره بريالۍ دوره نشو بللى. ځينو وکيلانو د خپلو اساسي دندو پرځاى شخصي چاروته مخه کړې وه ، ستره هڅه به يې داوه چې څنګه پروژې پيداکړي پروزيرانو خپلوان مقررکړي ، نو مرې ، پيسې او موټر پيداکړي ، ځينې به يې په خپلو شخصي چاروکې دومره بوخت او ستړي وو چې بيابه د پارلمان په نرمه څوکۍ ويده کېدل نو ځکه ولس هم تر يوه حده ترې نهيلى وو.
په ټوليزه توګه ويلى شو چې داټاکنې افغانستان شموله نه وې او نه دکميت او نه دکيفيت له پلوه دحساب وړ وې . که څه هم دافغانستان په قوانينو کې داسې کوم حد نه دى ټاکل شوى چې که څومره خلک په ټاکنو کې ونډه واخلي نو ټاکنې مشروعيت لري او که تردې دخلکو دګډون کچه کمه وي نو بيا يې نلري خو که دنورې نړۍ د قوانينو په هنداره کې ورته وکتل شي نو ښايي داټاکنې ددې وړ نه وي چې له مخې يې راغلى پارلمان ملي ا و دملت استازى پارلمان وبلل شي .