د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپاړوګر مرګ له ماره وي

محمدحسن حقيار 26.01.2011 20:32

دادى له لس مياشتيني خواږه او ترخه انتظار وروسته د مارانو په پيټاريا قفس کې بند پاړو هم دمارانو لخوا و چيچل شو.

سلطان امير تارړ چې په کرنيل امام مشهوردى دپاکستان او امريکا د استخباراتو هغه مهمه او له رازونو ډکه مهره ده چې په سينه کې دساتلو رازونو شمېره به يې د وېکي لېکس له پټو اسنادوهم زياته وي؟
کرنيل امام چې دچا په لاس ووژل شو هغه پخپل لاس داډول زرګونه کسان روزلي او دافغان حکومت او امريکاپرضد جګړې ته يې لېږلي دي ، هغه دافغان طالبانو تر شا ولاړ وو چې په افغانستان کې يې ملوک الطوايفۍ او انارشۍ ته پاى ورکړ.
هغه په پاکستان کې جګړې حرامې او په افغانستان کې دوا او فرض ګڼلې.
د افغانستان د قضيې په اړه د جنرال اخترعبدالرحمن، جنرال حميدګل، جنرال بابر او ډګروال يوسف سره يوځاى دده نوم هم يادېږي خو له شک پرته د افغانستان په چاروکې د دې نورو په پرتله دى ډېر بوخت ا وډېر فعال و ، اختر عبدالرحمن دپاکستان له ولسمشر شهيد جنرال ضياءالحق سره د ١٩٨٨ زېږديز کال داګست په اولسمه چې د١٣٦٧ لمريز دزمري له پنځمې سره سمون خوري په بهاولپور کې ديوې هوايي پېښې په پايله کې چې په پاکستان کې دامريکا سفير هم ورسره ملګرى وو په شهادت ورسېد . له جنرال حميدګل پرته هغونورو له تقاعد وروسته ظا هراً چوپتيا غوره کړې خو امام صاحب لا هم خپل امامت ته دوام ورکاوه اوخپله دجاسوسۍ کعبه او مقتديان يې نه وو پرېښي .
هغه په افغانستان کې ډېر پټ او ښکاره ماموريتونه ترسره کړي وو ، نوموړى د١٣٧٣ هجري لمريز کال دزمري دمياشتې په لومړيو کې په هرات کې دپاکستان سرکونسل شو چې په افغانستان کې له خپل ماموريت پرته يې له هغه ځايه له منځنۍ اسيا سره دپاکستان اړيکې ټينګې کړې وې .
هغه دډاکټر نجيب له سقوط وروسته درباني او دطالبانو دحکومت په راوستلو او ړنګولو دواړوکې لاس درلود .هغه يو له هغو خلکو څخه دى چې دمجاهدينو ډېر مشران يې روزلي ،دپاکستان ولسمشر ذوالفقار علي بوټو په ١٣٥٤ هجري لمريزکال دسرداوود خان دحکومت پرضد افغان بغاوت کوونکي دروزلو لپاره همده ته چې تازه له متحده ايالاتوڅخه راستون شوى وو وسپارل ،اوس يې هم دپاکستان او سيمې په کړکېچ کې کارنده ونډه لرله .

کرنيل امام د روسي يرغلګروپرضد دافغان ولس د جهاد په وخت کې له مجاهدينو سره کار کاوه ، دمجاهدينو جامې به يې هم اغوستې، اوږده ږېره يې پرېښې وه تل به له واسکټ، جامو او پکول سره ګرځېده ، دمجاهدينو بشپړ يونيفورم به يې پر تن وو او اوس يې چې په رسمي او ظاهري ډول تقاعد هم وکړ نه يې خپل لباس بدل کړ او نه يې خپلې استخباراتي هڅې .
کال دمخه نوموړي له يوې غربي رسنۍ سره په مرکه کې د افغان طالبانو او د هغوى د مشر ملامحمدعمرمجاهد فعاليتونه ستاېلي وو؛ خو د پاکستاني طالبانو اعمال يې غندلي وو، هغه دا هم ويلي وو، چې ملا محمد عمرمجاهد له القاعدې سره رابطه نه لري، غواړي چې وسله کېږدي او د افغانستان له موجوده حکومت سره جوړه وکړي.
نوموړي د افغان مجاهدينو له تنظيمونو سره ژورې اړيکې او له افغانانو سره زياته پيژندګلوي
درلوده . پرجهادي تنظيمونو دوسلو دوېش د سهميو په ټاکنه کې کرنيل امام ډېرلاس او اغېز درلود نو په دې اساس هم د (آى، اس، آى) په اداره کې او هم دجهادي مشرانو ترمنځ له ځانګړي درناوي برخمن وو ، نوموړى په خپله دنده کې ډېربريالى وو و هغه په دې وروستيوکې د يو بنسټ پال مسلمان په توګه ځان دجنرال ضياءالحق او جنرال اخترعبدالرحمن له لارويانو او فکري وارثانو باله . هغه په افغانستان او دې سيمه کې د پاکستان د ستراتېژيکو موخو لپاره داسې بريالى کرکتر دى چې ښايي بېلګه به يې ډېره کمه وي .
. کرنيل امام داى اس اى هغه بريالى کرکتر و چې هم يې له طالبانو سره دامريکايي ځواکونو پرضد په عملي او وسلواله مبارزه کې مرسته کوله او هم يې دپاکستان لپاره له سي اى اې څخه دطالبانو پر ضد دجګړې لپاره ميلياردډالريزې بوديجې غښتلې .
که څو شېبې پر افغانستان دده دبوختياوو له اغېزوسترګې پټې کړو څومره چې دپاکستان لپاره دده په مخلصانه هلوځلو او خدمت پورې اړوند ده نو زه پر کرنيل امام افرين اوشاباس وايم زه نوموړى دپاکستان يورښتونى مسلمان بچى بولم چې که څه هم ددې هېواد دملي ګټو لپاره څوڅوځله ورته مرګ داړې هم چينګې کړي خودى له خپل ملي هوډه پر شاشوى نه وو ترڅو يې جې په دې لاره کې سر وخوړ. زه پرپاکستاني ولس غږ کوم چې پر خپل امام ووياړي او دعا ورته وکړي .
ما مخکې هم ليکلي وو چې کاش موږ په خپلو چارواکيواو استخباراتي چينل کې دوه کسه هم داسې لرلى چې د کرنيل امام په لسمه برخه هم افغانستان ته مخلص واوسي ، خپل هېواد ته دومره پټې او ښکاره لاسته رواړنې ولري او په دومره سختوشرايطوکې د امريکا په څېر لنګه غوا دخپلو هېواد والو په وچ ستوني کې ولوشي.
امام نه دومره اوزګار وو اونه دومره نېستمن چې له کوم خبريال سره دې د مستند فلم جوړولو لپاره داجورې په بدل کې داور لومړۍ کرښې او دالقاعده هډې (وزيرستان) ته چې هره شېبه پکې دامريکا دبې پيلوټه الوتکو دړندې بمبارې شونتيا ده ورشي. خو لس مياشتې دمخه رسنيو خبر ورکړ چې هغه داى اس اى د ادارې د يوبل کارکوونکي خالد خواجه سره چې د ده نږدې ملګرى و له يوه پاکستاني الاصله بريتانوي خبريال سره ديوه مستند فلم دجوړولو لپاره قبايلي سيمو ته سفر کړى و، چې له هغې سيمې څخه د راګرځېدو پر مهال په لاره کې د لشکر جهنګوي د ډلې د وسله والو لخوا ونيول شول . دې ډلې رسنيو ته ځانونه داسيا پړانګان معرفي کړل ،
جهنګوي ډلې يا داسيا پړانګانو په هره معامله چې وو خبريال راخوشې کړخو ددې دواړو کسانو په بدل کې له پاکستان څخه وغوښتل چې پنځه سوه ميليونه ډالر ورکړي اوځيني بنديان هم خوشې کړي ، دحکومت لخوا يې دغوښتنو په پوره کولو کې دبېړې نه کولو په جرم ! جهنګوي ډلې خالد خواجه وواژه خو کرنيل امام لا هم ژوندى وو بلاخره په پاکستان کې خپرېدونکې ډان ورځپاڼې درې ورځې وړاندې خبر ورکړ چې تښتوونکيو کرنيل امام وواژه او چمتو ندي چې مړى يې هم کورنيو ته وسپاري وروسته رسنيو خبرورکړ چې وژونکيو ده هغه دمړي د سپارلو په بدل کې هم دوه سوه ميليونه ډآلر غوښتي دي .
زما په باور وزيرستان ته دکرنيل امام سفر پخپله دده داستخباراتي ماموريت يوه برخه وه ددې حقيقت مرغلره چې دى هلته چا، ولې او دڅه لپاره ونيوه او ولې يې وواژه ، آيا دى رښتيا هم له پاکستان ضد وسلوالو سره بندي وو او که لکه هغه ډول يې چې داى اس اى يوبل پخوانى مشر جنرال حميدګل وايي له بلاک واټر سره بندي وو ، لاهم دا بهام په سيپۍ کې بنده ده . اوله الله ج وروسته له څو تنوپيريانو !!پرته نورڅوک ترې خبر ندي .
دجهنګوي لښکر پخواني مشران ياوژل شوي اويا اسيران دي داډله دپاکستانيو شيعه ګانو پرضدمرګونوفعاليتونو کې لويه ونډه لري او د پاکستان له کلکو مسلمانوډلو څخه شمېرل کېږي. جهنګوي لښکر دامريکا په تور لست کې دى ، دالښکر په افغانستان کې هم دافغان دولت او دلته مېشتو بهرنيو ځواکونو پرضد جنګېږي او د پاکستان د اردو په وړاندې د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې هم فعاليتونه کوي. د ځينو رسنيو د رپوټونو له مخې له القاعدې سره هم نږدې اړيکې لري.
(د جولاي په ٢٦ مه) جهنګوي ډلې د رسنيو له لارې يو ويديو کيسټ خپور کړ چې کرنيل امام پکې په ډېر بد حالت کې په يوه ګوښه کې ځاى کې ناست په داسې حال کې ليدل کېږي چې دوه وسلوالو د خپلو ټوپکو شپيلۍ د ده شقيقو ته نيولې وې اونوموړي د خپل همزولي هغه پاکستان چې ده يې دپرمختګ ،ځوانۍ او ښېرازۍ لپاره خپله وينه قرباني کړې چارواکيوته ننواتې او زارۍ کوي چې بايد هڅه وکړي هغه وژغوري او د دې کار لپاره بايد د دې وسلوالو غوښتنې ومني.
نوموړى په ډېره الحاح وايي چې که چيرې زرداري، ګيلاني او کياني دى ونه ژغوري ، نو هغه به د هغو ټولو سياسي لوبو څخه چې پاکستان په دې څوکالونو کې د افغانستان، روسيې، هند او د امريکا د متحدو ايالتونو په وړاندې تر سره کړي، پرده پورته کړي . نوموړى وايي چې هغه به د يادو شويو هېوادونو په خلاف د پاکستان دټولو سياسي او استخباراتي فعاليتونو رازونه چې له ده سره شته رسوا کړي اويوبل ويکيليکس به پر خبرو راشي ، چې له شک پرته د دغو رازونو افشا پاکستان ته حياتي ارزښت لري او ډېرې ستونزې ورته پيداکولى شي.
نوموړي په ډېره وېره ويلي وو ،چې که چيرې نجات ور نکړل شي نو دخالدخواجه په شان به يې ووژني.
کله چې دده کست خپور شو نو ما ليکلي وو چې دپاړوګر مرګ له مارڅخه وي (دپټو ادارو کارکوونکي په پټو لارو وژل کېږي) او ياداچې هوښياره مرغۍ نه نښلي او چې ونښلي نو په دوه دامونو کې نښلي اوس به ګورو چې د پاڼ اوپړانګ ترمنح ګير پاکستان کوم يو انتخابوي ايا پاکستانى ويکي ليکس به لسګونه زره اشد محرم او استخباراتي اسناد رسوا کړي اوکه دجهنګوي لښکر ( ياد اسيا دپړانګانو)غوښتنو ته به سرټيت کړي او د مخالفو وسلوالوپروړاندې به دتسليمۍ وسله کېږدي خو دادى کرنيل امام ووژل شو پاکستان دده په سر معاملې او جوړجاړي ته چمتو نشو،نه يې تښتوونکيو ته پيسې ورکړې، نه يې ورته بنديان خوشې کړل او نه کرنيل امام دپاکستان پټ رازونه رسوا کړل . ښايي هغه ته پاکستان له خپل ځان څخه هم ګران وو.
داچې پاکستان دده په بدل کې ولې بنديان پرېنښودل ځينې کتونکي وايي چې تښتوونکيو له پاکستان څخه خپل هغه ملګري بنديان غوښتل چې دپاکستان دپوځي قوماندانۍ اوداى اس اى پرمرکز دبريد په تور نيول شوي وو چې جنرال حميدګل داکسان د بلاک واټر ( تورواوبو) دکمپنۍ ورانکاري بولي .
پدې کې هېڅ شک نشته چې بلاک واټر په پاکستان کې په بېلابېلو نومو نو اوتر بېلابېلو نقابونولاندې ګڼ مرکزونه او تخريبي هډې لري، ګڼ شمېر افغانان او پاکستانيان يې په جاسوسۍ ګومارلي دي او په پاکستان کې دې ته ورته تخريبي او جاسوسي کارونه کوي ، داهم کېدلى شي چې تښتوونکيو دبلاک واټر او ياامريکا په اشاره کرنيل امام پاکستان ته دسزا ورکولو په خاطر وژلى وي ځکه چې امريکا له پاکستان څخه دالقاعده او طالبانو پرضدپه وزيرستان کې دډېرو او ګړنديو عملياتو غوښتنه کوي .
يوحقيقت چې بايد ګوته ورته ونيول شي دادى چې افغان طالبان کرنيل امام نه وژني ځکه چې تراوسه يې هم ورسره اړيکې وي . هغه به تل په افغانستان کې خلک جګړو ته هڅول او په پاکستان کې يې دپاکستان پر ضد جګړه حرامه او غير منطقي بلله .