د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان ته دځواکونو رالېږل ،داشتباه تکرار

محمدحسن حقيار 02.06.2010 09:34

دمتحده ايالاتودمشرانوجرګې له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونود وېستلو لپاره دمهالوېش دټاکلو وړانديز او دنويو سرتېريولپاره يې بوديجه منظوره کړه.
که څه هم دامريکا په سنا کې له افغانستان څخه ددې هېواد دپوځيانو دوېستلوموضوع ترټولو ستره اختلافي او ناندريزه موضوع ده اودسنا ډېر غړي له افغانستان څخه دمتحده ايالاتو دپوځيانو سمدستي ټوليز وتل غواړي ،خو بياهم دې جرګې دتېرې پنجشنبې په ورځ چې د روان لمريز کال دغبرګولي له شپږمې سره سمون خوري د ٢٨منفي او٦٧مثبتورايو په ورکولو په افغانستان کې ددې هېواد ځواکونوته دېرش ميليارده ډالره نوې بوديجه منظوره کړه.
ددې دېرش ميليارده ډالريزه بوديجې ډېره برخه به پرهغو دېرش زرو نويو امريکايي پوځيانو ولګېږي چې دمتحده ايالاتوجمهور رئيس بارک اوباما يې دتېر دسمبر په مياشت کې افغانستان ته لېږل اعلان کړل،همداراز ددې بوديجې يوه برخه به په عراق کې پرمېشتو امريکايي ځواکونو هم ولګېږي.
متحده ايالاتوله دې پرته څلور ميليارده ډالردې لپاره ځانګړې کړي چې دبهرنيوچارو دوزارت له لارې يې په افغانستان اوپاکستان کې په رغونيز و او دآبادۍ پر پروژو او په اقتصادي مرستو ولګوي.
پردې سربېره دامريکا کانګرس تردې دمخه هم يوسل اودېرش ميليارده ډالر ددې لپاره منظورکړي وو چې سږکال په افغانستان کې ولګول شي.
دخبري رسنيو دخبرونوله مخې ،امريکا تراوسه دافغانستان په جګړه کې ترزرميليارده ډالرلګولي دي اودپنټاګون د رسمي اعلاميواو اعتراف له مخې تراوسه يې په دې جنګ ځپلي هېوادکې ترزرو ډېر پوځيان وژل شويدي.
دافغانستان جګړه امريکا ته په ناسوربدله شوې ده امريکايي استراتېژستان ټول په دې همغږي دي چې امريکا ښايي هېڅکله هم په افغانستان کې بريالۍ نشي.
دوى پوهېږي چې دهرې مياشتې اوهرکال په تېرېدو په افغانستان کې ددوى مخالفين ساه اخلي اوځواکمن کېږي ،ددوى پرضد دجګړې ډګرپراخېږي ،مخالفين له نويو جګړه ايزوتکتيکونوسره اشنا کېږي ،په اسلامي نړۍ کې دامريکا پرضد دنفرت اوکرکې دايره پراخېږي ،امريکا داسلامي اوبشردوستې نړۍ له پرېکون ،تجريداوانزواسره مخ کېږي،اودمخالفينوترشايې ودرېږي.
همدااوس هم په افغانستان کې دامريکا پر ضدله صفر) نقطې ) څخه د شوې جګړه تنابونه سوډان ليبيا،سوماليا چين ،پاکستان،ايران،روسيې اوغربي نړۍ ته رسېدلي او دجګړې ډګر له اسياڅخه افريقااوآن اروپاته پراخه شوه.
دافغانستان اوسنى نظامي شرايط څرګندوي چې دلته دمتحده ايالاتو انساني اومالي تلفات ترهغه شمېر ډېرزيات دي چې ،امريکايي استخبارات اوپنټاګون يې له رسنيوسره شريکوي.
دامريکا اولس ډېره غوڅه برخه په افغانستان کې دامريکا دماموريت پرناکامۍ ډاډه دي ،ددې هېواد اتياسلنه وګړي له افغانستان څخه دخپلوپوځيانو وتل غواړي،دامريکا سناکې مطرح سناتور تام هارکين وايي: ((زه نوربې صبره شوى يم ،اوس ددې وخت دى چې ددې تفاوت (جنګي انډول ) په اړه فکروکړو.))
ددموکرات ګوند اړوند يوبل سناتور چيف بينګامين وايي :((زه فکرکوم بې صبري ډېره زياته شوې ده ))
په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونو نهه کلن شتون وښوده چې که دلته ددوى شمېرڅومره ډېرشي خوچې د ولس ملاتړ ورسره نه وي بريايې شونې نده.
همدا اوس له لويوښارونو پرته دافغانستان غوڅه ډېره برخه دمخالفينو په واک کې ده او دولتي حاکميت پکې کمزورى دى.
ناټو همدا درې مياشتې وړاندې د پنځلس زره کسيز په مجهزو وسلو سمبال پوځ په ملتيا دمارجې په کوچنۍ او دلښکرګاه په غېږ کې پرتې ولسوالۍ کې دمشترک په نوم عمليات پيل کړل،لسګونه ملکي وګړي يې ووژل ،زرګونه يې بې کوره کړل خو دادى اوس هم مارجه له طالبانوسره ده اوامنيت پکې دپخواپر پرتله ډېر خراب دى.
په افغانستان کې د ٤٨هېوادونو دوسلوالو ځواکونودشتون سربېره هم له يوې اونۍ جبهه يي جګړې وروسته دنورستان دبرګمټال ولسوالي طالبانوونيوه نو که دلته دبهرنيوځواکونو شمېرډېر هم شي نو څه ګټه به وکړي؟
متحده ايالاتو ته زموږ وړانديز دادى چې دخپل ولس اوافغانانوګډ غږ ته ښه راغلاست ووايي اوددې پرځاى چې افغانستان ته نور پوځيان راولېږي بايد ديوې معقولې اوافغانانو اومتحده ته دمنلو وړ استراتېژۍ له مخې له افغانستان څخه خپل موجود پوځيان هم وباسي.
که امريکا په رښتيا هم افغانستان خپل استراتېژيک ملګرى بولي نوپه کارده چې په افغانستان کې يو رښتوني ملي حکومت ،ځواکمن اوپرپښو ودروي،هغه څو ميليارده ډالريز لګښت چې اوبامايې په افغانستان کې پخپلو پوځيانوپه روبنايي ډول کوي ،داوبو پرسر زګ ته ورته دى اوهېڅ ځاى نه نيسي.
امريکا که د دې لګښت پنځمه برخه هم دافغانستان پر امنيتي سکتور ولګوي نوافغانستان به ديوپياوړي اوزړور اردو اوپوليسي تشکل درلودونکى وي، بيابه امريکا اوناټو اړ نه وي چې افغانستان ته سلګونه ميليارده ډالر راولېږي اولدې ځايه يې په بدل کې دپوځيانو زرګونه جنازې وېسي،نه به يې پرضد چين ،ايران ،روس،عربي نړۍ او...ائتلاف جوړوي.
افغانان دامريکا يانو سياسي ،او اقتصادي شتون اوله هغوى سره دمتقابل احترام په فضاکې دوستي غواړي.
افغانستان دمتحده ايالاتو اولوېديځې نړۍ مرستوته اړ او دګلو بلايزيشن پلوى دى خوافغانان دلته دبهرنيانو پوځي تورم ،ځان ،سيمې او دبهرنيانو په ګټه نه بولي ښه داده چې پربهرنيو ځواکونو کېدونکى لګښت پرافغان امنيتي سکتور وشي.