د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آيا امريکابه له افغانستان څخه ووځي؟

محمدحسن حقيار 29.08.2010 17:21

دواشنګټن پوست دخبر له مخې، دامريکا متحده ايالاتو چې په افغانستان کې له القاعده او طالبانو سره دجګړې قومانده او مشري پر غاړه لري په افغانستان کې د دريو ځواکمنو نظامي هډو جوړول پيل کړي دي . پدې درې واړو هډو تردې وروسته هم يوميليارد او درې سوه ميليونه ډالره لګښت راځي .

له دې درې هډو څخه يوه يې دهېواد په جنوب دهلمند اړوند په شوراب، بله يې په سويل لويديځ دهرات اړوند په شينډنډ او دريمه يې دهېواد په قطب ( شمال ) مزارکې پيل شوې دي . امريکا دا اوږدې پروژې په داسې حال کې په افغانستان کې پيل کړي چې له يوې خواپه دې هېواد کې له جګړې سره دامريکا پنځه اتيا سلنه ولس مخالف دى او له بلې خوا دامريکا ولسمشر اعلان کړى چې د٢٠١١کال له جولاى څخه به له افغانستان څخه دخپلو دپوځونو وتل پيلوي .

دا په افغانستان کې دامريکا لومړنۍ سترې پوځي هډې ندي ،بلکې تردې وړاندې يې په بګرام ،کندهار،خوست ، ننګرهار او نورو ولاياتو کې هم جوړې کړي دي او ددې هډو لپاره يې د ولس ډېره ځمکه هم په زوره غصب کړې ده . خو په افغانستان کې په دومره لويه او نړيواله کچه دنظامي تاسيساتو دجوړولو خبر افغانان اوس اوري .

څه موده وړاندې په پاکستان کې دطالبانو دمهال سفير مولوي عبدالسلام ضعيف خبر ورکړ چې دهلمند دشوراب په نظامي امريکايي ډګر دامريکايانو پټ زندان دى چې ترزرو تنو افغانان په کې بنديان دي او تراوسه يې په اړه نه افغان دولت اونه هم سره صليب څه ويلي دي .

امريکا په افغانستان کې داډول لسګونه پټ زندانونه لري .

کله چې په ٢٠٠١ زېږ ديز کال دسپتمبر ديوولسمې له پېښې وروسته امريکاافغانستان ته وسلوال پوځونه راولېږل نو توجيه يې داوه چې پر امريکا بريد کوونکي دلته مېشت دي او لدې ځايه د امريکا پر اقتصادي ،سيا سي او نظامي سمبولونو(نړيوال سوداګريز مرکز،پنتاګون او سپينې ماڼۍ ) بريدونه شوي او زرګونه امريکايان پکې وژل شوي دي .

امريکا په پيل کې هم القاعده کمزورې بلله او اوس يې هم کمزورې بولي دوى په افغانستان اوپاکستان کې دالقاعده د وسلوالو شمېر تر سلو لوړ نه بولي ، خو بيايې هم ددوى په وينا ،ددې سل کسيز لښکر د ځپلو لپاره يې د نړۍ ٤٦هېوادونه ،ملګري ملتونه او دامنيت شورى له ځانه سره مله کړل ، افغانستان ته يې شا وخوا يو نيم سل زره وسلوال پوځيان راولېږل او تريوتريليون ډېر لګښت يې وکړ.

امريکايانو به تل ويلې چې دوى دلته د القاعده له ځپلو ،د افغانستان له رغولو او دلته د ولسواکه نظام له حاکميت پرته بله موخه نلري . نه افغانستان ايل کول غواړي ،نه له سيمې او د افغانستان ګاونډيو سره کار لري او نه دلته د ډېر وخت لپاره پاتې کېدل غواړي.

دا دى افغانستان ته ددوى له وسلوال راتګه نهه کاله تېر شول ، خو نه يواځې داچې القاعده او طالب ونه ځپل شو بلکې لا هم ځواکمن شول ،نه افغانستا ن ورغول شو ،نه چاهوسايي او ښېرازي وليده ،له څوتنو پرته نه د بل چا ګېډه مړه اوتن پټ شو ،نه امنيت راغى ،نه سکون او نه هم اطمنان.

بهرني ځواکونه چې دلته څه کوي دا ددې څرګندوى دى چې دوى القاعده دلته هسې پلمه ګرځولې، بلکې نور پټ اوښکاره اهداف لري ، دوى په زوره په افغانستان کې نا امني خپروي ،ملکي وګړي وژني ، د افغانانو د عقيدې، دين ،کلتور او نورو مقدساتو توهين کوي ،قصداً ولس پاڅون ته هڅوي ، نور داسې مرموز کارونه کوي چې نه يواځې داچې ددوى له ماموريت او دعوې سره سمون نه خوري ،بلکې ښکاره ټکر ورسره لري.

امريکا تر اوسه خپله استراتېژي له هر چا پټه ساتلې ،ددوى له څو تنو محدودو استراتېژستانو پرته آن د متحده ايالاتو ډېر وزيران پردې خبر ندي چې ددوى هېواد دلته څه غواړي .

په افغانستان کې ددې درې نظامي ډګرونو جوړول د همدې حقيقت ژوندى ثبوت دى ، که ددوى موخه دلته په رښتيا د القاعده ځپل وي نو بيا خويې بايد همدې ماموريت ته پام کړى واى، او دا ماموريت يې بايد له افغان دولت سره په تفاهم ترسره کړى واى ، حال داچې دوى دلته د مرکزي ،ځواکمن او پرخپلو پښو د ولاړحکومت مخه نيسي ، دوى دلته کمزورى ،بې ارادې او داسې حکومت غواړي چې دملت له ملاتړه بې برخې وي ،مشروعيت يې تر سوال لاندې او دوى ته اړ وي.

د امريکا دولسمشر بارک اوباما د استراتېژۍ له مخې، دوى او ناټو بايد د٢٠١١کال پورې دلته القاعده ماته ،خپلې موخې تر لاسه او د همدې کال د جولاى په مياشت کې وتل پيل کړي.

که همداسې وي نو دوى دلته د څه لپاره داځواکمن نظامي بنسټونه جوړوي؟ هغه مرکزونه چې يو يې هم ددوى دوتلو ترورځې پورې نه جوړېږي .

امريکايي چارواکي په زغرده وايي چې دا ډګرونه او مرکزونه د ځان لپاره جوړوي، نه يې دولت ته سپاري اونه هم افغان اردوته ،آن افغان دولت تر ډېره حده ددې تاسيساتو او دا چې ددې په منځ کې څه جوړېږي خبرهم ندى .

دا يو واقعيت دى چې دلته د امريکا موخې او ماموريت د هرې ورځې په تېرېدو پر يوې ډېرې جړې تنستې او معما اوړي، د امريکا لدې غځولي اوږده پړي داسې ښکاري چې ددوى ماموريت يواځې تر افغانستانه محدود ندى .او دا نظامي ډګرونه نه يواځې د القاعده د ځپلو لپاره ضرورندي،بلکې امريکا غواړي له دې سترو نظامي هډو د افغانستان ګاونډيان ، روس او چين هم وڅاري. او په راتلونکې کې يې پردوى دبريد لپاره وکاروي.

دانظامي ډګرونه چې د کومو الوتکو لپاره جوړېږي، ددې الوتکو د ماموريت لپاره په افغانستان کې اړتيا نشته ده .

ددې نظامي تاسيساتو د ځاى انتخاب ( سرحدي ولايات) پخپله پوښتنې او اندېښنې پيداکوي.

تر ټولو د حيرانتيا وړ داده چې امريکا پدې اړه له افغان دولت سره هېڅ تماس او پوهاوى نلري، آيا داپخپله ددې څرګندوى ندى چې امريکايان افغان حکومت ته آن د مشورې تر حده هم اهميت نه ورکوي او خپله ځانونه حاکمان بولي.

داساده او ارزان بيه پروژې هم ندي چې امريکايان به دا حتمالي وتلو په صورت کې ترې لاس واخلي ،بلکې لکه چې وموويل په افغانستان کې امريکا يي چارواکيو ددې درې واړو پروژو لپاره د امريکا د ٢٠١١ کال په بوديجه کې يو ميليارد او درې سوه ميليونه نور امريکايي ډالر هم غوښتي دي ،چې د امريکا د کانګرس د تدارکاتو کمېټې دا لګښتونه منلي هم دي.

زه ګومان نه کوم چې اوباما به په ٢٠٠١١ کال کې له افغانستان څخه دخپلو پوځونو دوېستلو په پرېکړه کې رښتونى وي، بلکې ده داشعار ددې لپاره پورته کړى چې همداڅو مياشتې وروسته په امريکاکې ګونديز ې ټاکنې ترسره کېږي ا وباما غواړي چې ولس خوښ او له افغانستان څخه ددوى دبچيانو دوېستلو شين څراغ ورته ولګوي او پدې توګه يې رايه خپله کړي لکه چې د(بدلون) دشعار په ورکولو يې تېرکال ولسمشريزې ټاکنې وګټلې خو هېڅ مثبت تغير يې رانه ووست .

داد افغان حکومت ملي دنده ده چې لومړى ځان د امريکا په موخو پوه او بيا ولس له هرڅه خبر کړي.

ولس اوس له کنفيوژن سره مخ دى ، داسې احساسوي چې امريکا يان خو لاپرېږده آن افغان حکومت هم حقايق او واقعيتونه ترې پټوي.

داهغه حالت دى چې ولس له دولت څخه بېلوي، ددواړوترمنځ بې باوري او ناسم پوهاوى او واټن رامنځته کوي.