د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغان بنديانوداعدام انګيزه سياسي او كه جنايي ؟

محمدحسن حقيار 10.05.2010 08:52

په ګاونډي هيواد ايران كې داخوندانو په لاس دافغانانوسياسي ډله ييز اعدام او له اعدام شويو افغانانو څخه دبدن دغړيو وېستل د افغاني او ايراني رسنيو ترټولو توده موضوع ده . داموضوع هغه وخت ډېره توده شوه او دافغانانو احساسات ورسره راوپارېدل چې په ولسي جرګه كې دهرات يو تن استازي خبر وركړ چې په ايران كې شاوخوا شپږ زره افغانان بنديان دي او ددې شپږ زرو بنديانو له جملې څخه ايران درې زره تنه پر مرګ محكوم كړي دي .
ددې وكيل خبره هغه وخت ذهنونو ته ښه پرېوتله چې له ايران څڅه دافغانستان لوېديځو ولاياتو هرات اونيمروز ته په دوه ورځو كې د۴۵ تنو اعدام شويو افغانانو جسدونه راوړل شول .
كه څه هم ايران دا نه مني چې دوى دې درې زره تنه افغانان پر مرګ محكوم كړي وي او يا دې په دوه ورځو كې افغانستان ته د۴۵ تنو اعدام شويو افغانانو جسدونه راوړل شوي وي خو عيني كتونكي داشمېر او داپېښې تائيدوي .
دايران په زندان كې پروت يو افغان په پټه دټيليفون له لارې خپلو دوستانو او ځينو رسنيو ته وويل چې ايراني اخوندان دايران له نورو زندانونو څخه پرمرګ محكوم زندانيان دافغانستان سرحد ته نږدې دتيبات زندان ته راولي دلته پرې له ډېرو درنو كارونو له ترسره كولو وروسته يې وژني او بيا يې مړي افغانستان ته اړوي .
ايرانيان كه څه هم داشمېره نه مني خو وايي چې پرمرګ محكوم كسان هغه خلك دي چې په ايران كې دنشه ييزو په قاچاق او نورو بېلابېلو جرمونو كې لاس لري .
ولسي جرګې ددې موضوع دڅېړنې او دلا ډېرو ومعلوماتو په خاطر ايران ته يوپلاوى ولېږه . ددې جرګې يوه غړې صبرينا ثاقب چې پدې وروستيو كې له ايران څخه راستنه شوې وايي چې دافغانانو ټولې اندېښنې پر ځاى دي او آن دوى ته له بندي افغانانوسره دتش كتلو اجازه هم ورنكړل شوه .
افغان حكومت دخپل هميشني خوى له مخې پدې اړه ډېر ساړه اقدامات كوي . دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت خو ترډېره وخته چوپ وو او چې كله يې دولس او دخپرونو دفشار له كبله خوله خلاصه كړه نو دايران دريځ يې خپل كړ او يوازې ددرې تنو افغانانو اعدام يې تائيد كړ .
ايران دافغانستان لوېديځ ته پروت ګاونډى هېواد دى چې له افغانستان سره ۹۳۶ كيلو متره اوږده پوله لري . دا ګاونډى د ځينو نورو ګاونډيانو په څېر دا دوه دېرش كاله دافغانستان په كورنيو چارو كې لاس وهي ، دوى دلته قومي ، مذهبي او ژبنى تعصپ راپاروي. دافغانستان قومي ، سياسي مذهبي او جغرافيوي اناتومي دځان په ګټه بدلول او په اسلامي نړۍ كې پان شيعيزم غواړي .
دې ګاونډي چې ځانته يې دجمهوري اسلامي ټايټل هم غوره كړى په افغانستان كې خپل هم مذهبه لږكۍ دومره حمايه كړې چې اوس ترې يو لوى قوت جوړ شوى دى .
كه چا دمحرم د مياشتې په لومړۍ لسيزه كې كابل ليدلى وي نو له شك پرته چې دكربلا او يا قم ګومان به يې پرې كړى وي .
زه دلته دايران پر لاس وهنو بحث نه كوم غواړم په ايران كې دخپلو پر مرګ محكومو هغو افغانانو ورونو غږ ته چې هره شېبه ددار دپړي او له اعدام وروسته دخپل بدن دغړيو دوېستلو انتظاركوي دافغان حكومت او نړيوالې ټولنې پام راواړوم .
ا وس دلته په افغانستان كې دامريكا له ملاتړه برخمن نظام حاكم دى او په دې هېواد كې دامريكا تر مشرۍ لاندې دشاوخوا ۴۸ هېوادونو پوځيان مېشت دي .
ايران خپل تاريخي دښمن امريكا ترخپلې زنې لاندې ويني ايران پدې خاطر هم پر افغانانو ډېر فشار راولي چې امريكا ته زور وروښيي او دخپلې اتومي دوسيې په اړه ترې حق السكوت واخلي .
كله افغانان ډله ييز اعداموي ، كله يې ورته كورونه سوځوي ، كله يې له څو پوړيزو ودانيو لاندې راغورځوي اوكله نورې درنې سزاګانې وركوي .
كه څه هم ايران او امريكا په ښكاره له يوبل سره ددښمنۍ دعوه كوي خوحالات داښيي چې دافغانستان او عراق په اړه بيادې پيشو او موږك اتحاد كړى او ددوى ترمنځ داسې يو پټ تړون شته چې امريكا به هم په عراق او هم په افغانستان كې شيعه ډلې واك ته رسوي او ايران به يې په مقابل كې پر اشغال سترګې پټوي .
ايراني چارواكي دومره سپين سترګي او بې باكه دي چې آن دافغان وزيرانو پروړاندې هم ديپلوماتيك اخلاق نه مراعاتوي ، تېره شپه به مو دافغانستان دبهرنيو چارو دوزير پروړاندې دايران دسفير بې بې باكانه ناسته او له بې تفاوتۍ ډك چلند ليدلى وي .
همدانن مې واورېدل چې ايراني مقاماتو په تهران كې هغه افغان سفير چې څو كاله په ايران كې دكډوال په توګه پاتې شوى او ښه ډېر دايران تراغيز لاندې هم دى دبهرنيوچارو وزارت ته ورغوښتى و او په اصطلاح په دې ګناه يې پرې غوږونه تاو كړل چې افغانان ولې دخپلو هغو اعدام شويو ورونو پوښتنه كوي چې ايرانيانو بې لدې چې له ځانه ددفاع ، او يا دمدافع وكيل حق وركړي اعدام كړي دي. دلته نو سړي ته هغه متل ورياد شي چې(( بگيرش كه نگيرت ))
ايراني مقامات وايي چې افغاني رسنۍ كواګې په دوى پسې ناوړه پروپاګند كوي او دوى هيچاته هم بې ګنا ه سزا نه وركوي .
خو كه واقعيت ته سړى وګوري همدااوس په كابل ، هرات ،باميانو داى كندي او نورو هغو سيموكې چې څه ناڅه هزاره ګان پكې ژوند كوي لسګونه اخبارونه ، مجلې راديوګانې او تلويزيونونه دتهران په لګښت خپرېږي ، او آن دافغانستان په پارلمان كې هم ددوى جاسوسان په ښكاره ترې دفاع كوي ،
ايران پوهېږي چې دافغانستان تشكيلاتي جوړښت كې ګڼ جاسوسان لري او چې كله هم څوك پرې نيوكه وكړي نو هملته ځاى پرځاى يې ځواب اوري .
اوس خو خبره دې ته حدته ورسېده چې هرڅوك پوهېږي له افغان بنديانو سره حقوقي چلند نه ، بلكې سياسي چلند كېږي
زموږ غوښتنه له افغان دولت ، نړيوالې ټولنې ،دبشر دحقوقو له دعوه دارانو څخه داده چې ددې مظلومو او بې اسرې افغانانو دډله ييزو سياسي اعدامونو مخه ونيسي .
كه ايټالويان په دوه ورځو كې له افغانستان څخه خپل بندي ډاكټران وېستلى او دماستروجياكوموپرسر افغان حكومت ته كرښه راكاږلى شي نو ايا افغانان حكومت نلري .؟
افغان حكومت بايد پرېكنده دريځ ونيسي كنزروالټه ( محافظه كارانه )دريځونه بې له دې چې سپين سترګو ته نور هم جرئت وركړي بله كومه پايله نلري .
كه ايران ، امريكا ځوروي او كه امريكا تهران ته دسيسې جوړوي نو مظلوم او در په دره افغانان بايد دخپلو شومو موخو لپاره دقربانۍ پسونه نكړي او نه افغانستان دخپلو سياليو ډګر وګرځوي .