د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دحرمينو هنداره

محمدحسن حقيار 20.06.2011 14:23

دحرمينو هنداره
(دحج يونليک)
څلورمه برخه
ما پوره وخت درلود چې په هرات کې خپل دوستان ووينم،شرکت دحج او اوقافو په رياست پېژند ليک راکړ چې واکسين راته وکړي يوولس نيمي بجې وې رياست ته ورغلم ګورم چې واکسين ته دحاجيانو لوى کتار ولاړدى ،په همدې وخت کې مې ټېليفون وشرنګېد له اورم وروسته مې له هغې خوا دبي بي سي ددري او پښتو سروېس دتکړه خبريال( س صاحب) غږ واورېد. (س صاحب)دشمال اوسېدونکى اوديوې مجاهدې او شهيد پالې کورنۍ غړى دى،دهجرت او جهاد په چاپېريال پېښورکې مې هم پيژنده له رسنيوسره يې کارکاوه په پژواک کې څو کاله يوځاى وو ښه ګپ مو برابر وو.
ټوکې ټکالې يې وکړې ((رښتيا ووايه حج ته ځې اوکه سياحت ته؟ دوبۍ ته روان يې او که ؟ ))
(س صاحب) ډېر ښه هلک يا سړى دى دوخت ښه قدر کوي په چټ کې چې کله انلاين وي ځان busy(مصروف) ښيي ، زه اونور دوستان چې کله پرې غږ کوو نو يا خو ځواب نه راکوي او که رايې هم کړي دخپل وخت ډېر احسان راباندې باروي خو اوس داسې ندى .
مابه تل ورته ويل چې دومره بوخت هم نه يې خو هسې پر موږ ځان لوړ پلورې او مهم يې ښيې .
زه که تاسو ته د(س صاحب)نوم نه وايم يايې نښې درته نه ښيم لامل يې داندى چې ګوندې ترې وېرېږم ،هغه که هرڅومره قوي دى خو ماداسې درس ور کړى چې ماخو پرېږده ،بلکې دهرملګري پروړاندې يې مات وبولئ،
اوس چې ما،زموږ اوستاسو ټولو دګډ کبرجن ملګري (س صاحب) کبراو غرور مات کړى او په اصطلاح پخپل رنګ کې مې کوټ ورکړى نو حق لرم چې مننه رانه وکړئ او افرين راته ووايئ که نه ستابه ورسره ضرور کاروه ،غږ به دې پرې وکړ،ده به په انټرنېټ کې هاکي کوله خو تاته به يې ويل:(( فلانى صاحب وبخښه ډېر بوخت يم))
يومشرراته کيسه کوله هغه مهال چې شهيد موسى شفيق دافغانستان صداعظم وو نوننګرهار ته راغلى وواودلته په انګورباغ کې دکانال لاندې کوم کور کې اوسېده( دننګرهار کانال په لوړه او داکور ترې ډېر ټيټ دى ) نوموږ ډېر مشران ورغللو ، عسکر ته مو له هغه سره دکتنې وويل ، هغه ننووت اوبېرته راغى موږ ته يې وويل چې شفيق صاحب اوس نشته خو ژرراځي خوښه مو چې دلته مېلمستون کې کېنئ او که نيم ساعت وروسته راځئ، موږخپلو کې وويل ځئ دانيم ساعت به د کانال اخوا دهډې په فارم کې وګرځو بېرته به راشو ده وويل چې کله دنهر سرته وختو نو لاندې کورترې ښکارېده ګورو چې شفيق صاحب له يوې انجلۍسره بدمنتون لوبه کوي .
دنه معرفي کولو يولامل خو يې دادى چې پخپله يې ډېر عذر کړى ، دهمدې لپاره يې مېلمستياوې منلې چې چاته يې ونه ښيم ، بل داچې رحيمزي خوارشوي اخطارراکړى چې که داسړى رسوا کړې نو ....هغه د ارواښادمولوي صاحب خالص په وينا (هغه يو جهادي رهبر ښودلى وو)رحيمزى داور پرتوګ دى چې که اغوندې يې سوځوي دې او که نه يې اغوندې نو بې سيرته کېږې .
هغه مهال مو چې په پژواک کې ګډ کار کاوه نو يوځل پر رحيمزي زما يوې ټوکې بداثرکړى وو په ډېره غوسه يې دهمکارانو په مخ کې راته و ويل چې والله که رانه خلاص شې له دفترڅخه بهر مې( دکورنيو چارو وزارت مخ ته) ستا وهلو ته درې تنه کېنولي پرکومې به لاړ شې؟
له هماغې ورځې راهيسې ترې وېرېږم .
هيله کوم ،ناځوانه مې مه بولئ او مه مې پردې ملامتوئ چې ولې درته دځوانانو خصوصي بنډارونه رسواکوم او يا دخرابات دکوڅې رازونه درسره شريکوم که تاسو هم زما پرځاى وئ نو هرومرومو دزړه دادرد له ملګروسره شريکاوه .ښاغليه نقاده !دا اسانه خبر نده چې ستادې له خپل يوخوږ ملګري سره ضرورکاروي اوڅوڅو ځله دې په چټ کې پرې غږوکړې خوهغه دې يا ځواب نه درکوي او که دريې هم کړي نو همدومره وي ( فلانى صاحب وبخښه بوخت يم)
خو له يوې خيالي او رومانتيکې انجلۍ،سره دې ساعتونه ساعتونه ګپ لګوي.
کېدلى شي چې پخپله تاسې هم د(س صاحب) ددې بې تفاوتۍ قربانيان ياست او زما ددې ليکنې په لوستلو مو دزړه تڼاکې وچوي .
د(س صاحب) دې بې غورۍ زما حوصله تنګه کړه آخر مې ورسره يو چل وکړ ماويل هغه د ميراوس خبره راځه په ناګومان يې راتاوکړه ،ده په هغه وخت کې تازه پژواک پرېښى و، د ياسمين په نوم مې يوه اى ډي (ايميل ادرس )جوړ کړ،په ګوګل کې مې ديوې ايرانۍ ښکلې انجلۍ عکس وموند اوپه Google talk کې مې دعکس پر ځاى ولګاوه ،په دې خاطر چې (س صاحب)راباندې پوه نه شي نو لومړى مې له همدې ادرسه خپل ملګري احمدضيا رحيمزي ته برېښناليک واستوه.
هغه ته مې وويل چې زه ستا ډېره ارادتمنده يم ،ستا مضامين او مرکې مې په نيټ کې لوستې .... زه پوهېدم چې هغه هره خبره له (س صاحب) سره شريکوي، هغه همداسې وکړل زما دا اى ډي يې (س صاحب)ته فارورډ کړې وه .
اوس چې څوک رحيمزي ته ساده وايي نو ماته پخپله هماغه ساده ښکاره شي ځکه دپېښې له رسوايئ وروسته يې راته وويل چې ماته داليک په هماغو لومړيو کې مشکوک او په اصطلاح قابل تعمق ښکاره شو ځکه چې دې انجلۍ راته ليکلي وو چې زه ستا په مضامينو او مرکو مئينه يم او ماخو کله مضامين ليکلي ندي نو انټرنېټ ته مې څه ورکړل او دې څه شى ولوستل چې پرې عاشقه شي ،ځکه مې ډېر ورسره ځان نه مښوده او احتياط مې کاوه .
(س صاحب)سمدستي ماته داسې آيميل راولېږه چې ډېر احترامانه او ادبي الفاظ يې کارولي وو ، هيله يې کړې وه چې په په ګوګل ټاک کې يې له ځان سره add (ثبت) کړم همداسې وشول له يوبل سره مو ځانونه add کړل ماهغه ته ځان ايراني الاصله کويټۍ او ديوه شتمن سوداګر لور وروپېژندله،ورته مې وويل چې اوس په کابل کې ديوناما په دفتر کې کار کوم .
کله کله به ورسره په فارسي،کله عربي ،کله اردو،کله کله په انګليسي، غږېدم، زما انګليسي، او اردو دومره قوي نه او د(س صاحب) ډېرقوي دي خوبيا هم مې تېر وېستلى شو ځکه چې عاشق ړوند وي. هغه دياسمين او (س صاحب) چټ به کله کله درې نيم سوه کرښې هم شو هغه به زما (ياسمين )د واده، عمر ،زده کړې زوکړې ، او کورنۍ په اړه ډېرې پوښتنې کولې کله کله به يې وپوښتل چې داعکس پخپله ستادى ؟ هغه به په کابل کې زما دټېليفون نمبر وغوښت، په ډېرې عاجزۍ به يې له ماسره له نږدې ليدل غوښتل خومابه په نن اوسبا اوګڼوپلمو لکه ددفتر لخوا داجازې نشتون اونوروقيوداتو ځان ترې خلاص کړ،کله کله به شکمن شو،خوکله به چې زه نېټ ته ناست نه وم يابه چېرې لېرې تللى وم،نوبيابه مې پاسورد ډېر چالاکه اوحاضر ځوابه شخص نعمان دوست ته چې هغه دچاخبر داوو ... سرونه يې ګرولي دي ورکړ ،هغه به ورسره لګياوو ، کله کله به مې دياسمين په ادرس ورسره يو ساعت ګپ لګاوه، خوچې دهمدې ګپ په جريان کې به مې دحقيار له ادرس څخه پرې غږوکړ نو ياخوبه يې هېڅ ځواب نه راکاوه، اويابه يې يوه جمله وليکله (حقيارصاحب وبخښه بوخت يم) دې ډرامې ډېر وخت دوام وکړ، ډېرې صحنې بدلې شوې، ډېرپرمختګ مووکړ.نږدې وو چې دوبۍ ته راپسې راشي . ځکه ماورته يوځل وويل چې اوس په دوبۍ کې پسرلى او دتفريح وخت دى او زه دلته له کورنۍ سره تفريح ته راغلې يم که وخت لرې دلته راشه يوبل به ووينو ،ګډې مېلې به هم وکړو ، هغه هم راسره ومنله خو له بده مرغه داډرامه لا بشپړه شوې نه وه چې رحيمزي ځواني مرګ دزدبه پشتاره (پنډ په شاغل) په داسې حال کې چې له (س صاحب)سره مې له همدې ادرسه چټ کاوه ونيوم او هغه ته يې زنګ وواهه، له هماغه وخته،يې راته سترګې خړې دي.
(س صاحب)له ايټالياڅخه د هرات له لارې کابل ته روان وو هغه له ماخبر نه وکله چې په هرات کې له الوتکې ښکه شوى وونو رحيمزي صاحب ته يې فون کړى ،هغه ورته په هرات کې زما د شتون ويلي وو، (س صاحب) راته وويل چې غرمه د بي بي سي دفتر ته راشه، چې ګپ ولګوو، ماچې وکتل د واکسين نمبر هم لېرې دى او ډاکټران غرمنۍ ته رخصت هم کوي نو ورسره مې ومنله په هرات کې د بي بي سي خبريال محمدقاضي زاده، چې زما پخوانى ملګرى هم دى په ټېليفون راته وويل چې د مخابراتو د رياست په کوڅه کې زموږدفتر دى ته چې کله له موفق څلورلاري دمخابراتو رياست خواته را تاو شوې،نو ماته زنګ ووهه، زه به درشم ما ټكسي ته همدا ادرس ورکړ، هرات ښه دى ،د لارو او سړکونو دبندښت ستونزه پکې نشته، پنځه شپږ دقيقې ،وروسته دمخابراتو په جاده کې ښکته شوم، ټکسي مې ځکه رخصت کړ چې خپله په ورکه پسې روان وم قاضي زاده ته مې فون وکړچې په کومه درشم هغه به راته ويل چې فلاني ځاى ته راشه چې هلته به ورسېدم بيا به مې ورته فون وکړ ، اخر (س صاحب)راته وويل چې همدلته ودرېږه موږ درغللو شېبه وروسته هغه او قاضي زاده دواړه په موټر سايکل راغلل له روغبړ وروسته مو قاضي زاده په موټر سايکل بېرته ولېږه زه او (س صاحب) ورپسې پلي روان شو ځو ځو اخر نږدې هماغه ځآى (دحج او اوقافو رياست ) ته ورسېدوله کوم ځايه چې ما ددوى څنګ ته د تللو په موخه ټکسي نيولى او ترې روان شوى وم ،ماله (س صاحب)سره ټوکه وکړه چې اخر تا هم په ناګومان راتاو کړم، دټکسي او ددوى څنګ ته دراتللو کيسه مې ورته وکړه خودهغوى دليل معقول وو،ويل يې موږ ستاله موقعيت څخه څه خبروو؟ له قاضي زاده او (س صاحب) سره مو بنډار وکړ د ايټاليا کيسې يې راته وکړې،قاضي زاده مې لس کال وروسته وليد،په هرات کې زما د دندې پرمهال مو راشه درشه ډېره وه ماسپښين لمونځ مووکړ (س صاحب) دکابل ټکټ اخستى و هغه مو هوايي ډګرته رخصت کړ،زه بېرته د واکسين لپاره رياست ته لاړم، په واکسين کوونکيوډاکټرانو بيرو بار نه و څوډوله و اکسين يې راته وکړ ،کارت يې راته جوړ کړ، کله چې د واکسين له خونې را ووتم ګورم چې زما پخوانى ملګرى فقير الله عطايي ولاړدى ،له ستړي مشي وروسته يې راته وويل چې دى همدلته دارشاد او اوقافو درياست اداري مديردى، له هغه مې دبيا کتنې ترژمنې وروسته رخصت واخست.
نوربيا...