د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لوبغاړي جګړې ته تیار دي. عظيم ملک

الهام یاسیني 04.05.2010 17:03

د ملي لوبډلې فزيو عظیم ملک ټول افغان ته وویل چې د لوبغاړو صحتونه ښه او سبا ته د سویلي افریقا د لوبډلې سره جګړې ته تیار دي.

عظیم ملک وايې چې د هندوستان څخه له سیالۍ وروسته سمیع الله شینواری، شاپور ځدران،اصغرستانکزی او محمد نبي عیسی خیل ټپیان شوي و خو او د خدای په فضل روغ رمټ دي او د سبا ورځې سیالۍ ته تیار دي.

د حمید حسن په  اړه یې وویل چې روغ جوړ دی اوورځ په ورځ  پکې ښه والی او پیاوړتیا راځي او هیله ده چې د سویلي افریقا په خلاف به له هر وخته ښه وځلیږي.

ښاغلی عظیم ملک د خیبر پښتونخوا د فقیراباد اوسیدونکی دی، د پېښور پوهنتون د فارميسي په څانګه کې یې زده کړه کړي،په نړیواله کچه یې د بدني روزونې،په ورزش کې د ټپیکیدلو او د ورزش د دواء جوړولواو استعمال کورسونه هم ویلي.

په نړیوالو شل اوریزو اتلولیو کې د افغانستان دویمه سیالي د سویلي افریقا سره ده چې د افغانستان په وخت سبا شپه ۱:۳۰ بجه پېل کیږی.