اماراتو کې میشتو افغانانو ته ضروري خبرتیا
15.03.2012 12:54په اماراتو کې میشتو ټولو افغانانو ته خبرتیا ورکول کیږي چې سبا ته افغان ملي لوبډله د شل اوریز نړیوال جام د غوراوئ لپاره ډیه مهمه لوبه د نیپال هیواد ملي لوبډلې سره تر سره کوي.
لوبه د شارجې نړیوال سټډیم کې د عربي متحده اماراتو په وخت ۲ بجې د ماسپښین پېل کیږي.
هیله ده چې د دې لوبې لیدلو لپاره په اماراتو کې میشت ډیر افغانان راشي ځکه چې په شارجه کې د نیپال اوسیدونکي هم ډیر زیات دي او د خپلې لوبډلې د روحیاتو پیاوړي کولو خامخا راځي. نو هیله ده چې په اماراتو کې میشت افغانان د خپلې لوبډلې د تشویقولو او نازولو لپاره راشي.
یادونه: د لوبې لیدل وړیا دي.