د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زموږ هیلې او د کرکټ ملي لوبډلې

الهام یاسیني 30.04.2012 09:24

په پېل کې د افغانستان لوبغاړي زه ستایم او په دې کې هیڅ شک نشته چې د افغانستان لپاره یې ډېرې لاسته راوړنې لرلي دي او هیله ده چې د نورو هیوادونو لوبډلو په څېر ځان کې ښه والی راولي او ځان د پروفیشنل او ښې لوبې جوګه کړي تر څو په نړیوال شل اوریزې سیالۍ کې چې په سریلانکا کې کیږي ښه وځلیږي خو اوس پوښتنه دا ده چې دواړه ملي او نولس کلنه لوبډلې په راتلونکو ۵ میاشتو کې ډيری ارزښتناکې سیالی لري چی یو یی شل اوریز او بل یی د نولس کلنو ۵۰ اوریز نړیوال جام دی چې دوي په دې اړه اندیښنې لري او که نه

د کرکټ اصول او موږ مینه وال دواړه د دې کلک مخالف یو چې ملي لوبډلې دې په میاشتو میاشتو تمرینات ونکړي او د هر وخت په څېر له سیالۍ څو ورځې مخکې تمریناتو باندې پېل وکړي ځکه چې دا کافي نه دي.

زموږ افغان ملي لوبډلې په مخکې ډېرې مهمې سیالۍ پرتی دي چې دغه سیالۍ (۱۹ کلنه او ملي لوبډلو په نړیوال جامونو کې سیالۍ) د افغانستان کرکټ برخلیک ټاکونکې سیالۍ دي چې د دې لپاره افغان کرکټ بورډ ته پکار ده په ملي لوبډلو او په خوا کې په نورو پیاوړو لوبغاړو کار وکړي تر څو نړیوالو جامونو ته لومړی ښه لوبغاړي وروزي او وروسته یی غوره کړي.

همدا اوس مهال د ملي لوبډلو لوبغاړو یوه میاشت کم او زیاته رخصتي په کورونو کې تیره کړه چې دا کار د کرکټ د اصولو خلاف کار دی چې زموږ د ملي لوبډلو لوبغاړي یې کوي.

د دې لپاره باید افغان کرکټ بورډ سمدستي د تمریناتو مهال ویش اعلان کړي او همدارنګه ښاغلي روزونکې افغانستان ته راوغواړي تر څو شل اوریز نړیوال جام ته ملي لوبډله او ملي ۱۹کلنه لوبډله لپاره پیاوړي لوبغاړي غوره کړي.

زما مطلب د لوبغاړو غوره کولو څخه دادی چې د ملي لوبډلو په غوره کولو کې د کرکټ بورډ په غوراوۍ کمیټی کې شفافیت رامنځ ته شي ځکه همدا اوس مهال داسې لوبغاړي موږ په ملي لوبډلو کې لرو چې ډېر کار ته اړتیا لري او د ملي لوبډلو د لوبولو نه دي.

په دې اړه زه یوازې کرکټ بورډ ګرم نه بولم ځکه چې لوبغاړي باید خپل ځان ته خپله پلان جوړ کړي چې په تشو ورځو کې باید څه وکړي؟

که لوبغاړي هره ورځ د کرکټ تمرینات ونکړي نو په دې کې شک نشته چې ښه به نه ځلیږي د بیلګې په ډول موږ دوه کاله مخکې ایریلنډ لوبډلې ته په هره لوبه کې ماتې ورکړې ده خو اوس که موږ د ایریلنډ لوبډلې ته پام وکړو لوبه یې ډيره پروفیشنل شوې او زموږ د لوبډلې څخه ښه ځلیږی همدا لامل و چې د نړیوال شل اوریزو سیالۍ د غورواۍ جام زموږ څخه تېر میاشت ایریلنډ وګټلو.

بله مهمه خبره داده چې افغان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د روزونکو په اړه فکر وکړي چې هر وخت باید افغانستان کې وي نه دا چې ملي لوبډلې سره سم دوی هم خپلو کورونو ته روان شي او په دې اړه فکر نه کوي چې افغانستان کرکټ یوازې ملي لوبډله نه ده باید دوی په افغانستان کې نورو لوبغاړو ته هم روزنه ورکړي تر څو د ملي لوبډلو لپاره نور تکړه مرستندویه لوبغاړي په خوا کې ولري.

په زرګونو ډالر د هر روزنکې د میاشتې تنخوا ده نو خیر که په ۵۰۰ ډالر ورته یو اپارټمنټ په کابل کې ونیسي تر څو هره ورځ ترې افغان کرکټ بورډ کار واخلي.

د افغانستان د بریا په هیله