د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ژورنالیست ابراهیم مومند باندې وسلوالو برید کړی

الهام یاسیني 12.04.2012 15:49

ژورنالیست محمد ابراهیم مومند څو ورځې وړاندې د افغانستان پلازمېنه کابل کی د وسله والو غلو لخوا شوکول شوې او ګواښل شوی دی.

دروانۍ اونۍ ددوشنبې په شپه نوموړې له خپل دفتر څخه دورور سره یوځای خپل کور ته په لاره وو چې د نا پیژانده وسله والو غلو ور باندې برید کړې او دسوک سپیړې او دتفانچو په زور لوټ شوې او هم ګواښل شوی دی.

محمد ابراهیم مومند اوس مهال د سلام وطندار رادیو سره دنده پر مخی بیايي او د هغې ګوتو په شمېر په کرکټ پوه ژونالستانو څخه دی چې همېشه یې د افغان کرکټ د پرومختګ لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلي کړي دي.

مومند د افغان کرکټ په خدمت کولو کې نوم لري همېشه د افغانستان د کرکټ خبرونه د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه افغان کرکټ مینوالو ته رسولي دي په دې ورستیو کې نوموړي د یو څو وطندوسته افغانانو سره د سپورټ یوه ویب پاڼه د افغان سکور په نوم جوړه کړه چې د هغې له لارې به یې د افغان کرکټ مینوالو ته د افغان کرکټ په مهم معلومات ورکول دي.

په افغان سکور کې ځیني مهم حقایق د کرکټ د فساد په اړه هم لیکوالانو څیړلي چې افغان سکور یې مسؤلیت په غاړه نه اخلي او د هرې لیکنې د خپرولو مسؤلیت د لیکوال په غاړه وي او یوازې افغا ن سکو ر ته د هغې لیکوالانو په اړه معلومات وي.
د ځینو ملي مسائلو او د مرګ ژوبلې په اړه یوازې د افغانستان لویه څارندوالي او قضا‌ء حق لري چې افغان سکور د پوښتنې لاندې راولي کنه د افغانستان اساسي قانون هر چاته د خپلواکۍ او د بیان د ازادۍ حق ورکړی دی.

ابراهیم مومند باندې د افغان کرکټ بورډ لخوا عریضي هم شوي وی چې د کرکټ بورډ په وینا ناسم معلومات یې خپاره کړي دی او ترهغې چی ابراهیم مومند له سلام وطندار راډیو سره وي نو دوې به ورسره همکاری ونکړي او دده چپ کولو کوښښ یی کړې وو.

همدارنګه د تلیفونونو او بریښنا لیکنو د لارې ورته د ځینو کړیو لخوا ګواښونه هم شوي دي خو بیا هم افغان سکور خپلې سپیڅلې مبارزې ته دوام ورکړی او د کرکټ د مینوالو سره دا ژمنه کړي چې همیشه به یې د افغان کرکټ په خبرونو تنده ماتوي.

ابراهیم مومند د ټول افغان سره په مرکه دا هم وویل چې په هیڅ چا شک نلري او نه چاسره کورنۍ دښمني لري.

مومند وايي چې ما د خدای سره ژمنه کړي او سر مې د افغان کرکټ پرمختګ، ملي لوبډلې بریاوو او افغان کرکټ مینوالو په خدمت کې په لاس کې نیولی دی او تر پایه به د افغان کرکټ د پرمختګ لپاره کار کوم تر څو د کرکټ د پرمختګ له لاري افغانستان کې سوله او یووالی راولو.