د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په مصر کې قندهاري لاريونونه

الهام یاسیني 01.12.2012 17:15

په مصر کې نن د نوي اساسي قانون د جوړولو کميسيون چمتو شوی اساسي قانون ولسمشر محمد مرسي ته سپاري چې ولس ته یې د ريفنډم يا ټولپوښتنې لپاره وړاندې کړي. د ۲۰۱۱ کال د جنوري د ۲۵ د پاڅون په پايله کې د مصر د ولس دا مهمه لاس ته راوړنه ده. د محمد مرسي د پرېکړو د ملاتړ په موخه نن په قاهره او د مصر په ډېرو نورو ښارونو کې په مليونونو خلک سړکونو ته راوتي دي. دغه مليوني مظاهرې هر ځلې يو ځانګړی نوم لري. سره د دې چې مظاهره کونکو ننۍ مظاهره د "شرعیت او شریعت" په نامه نومولې ده، خو د پخواني ولسمشر محمد حسني مبارک پاتې شوني چې د مبارک د رژيم په چپه کېدو خفه دي او ورسره يو شمېر سکولرستان چې د اسلامي ګوندونو سره سخت مخالفتونه لري ورته د "قندهار درېم" مظاهره وايي. نو دا قندهار ورته ولې وايي؟

د مصر په پاڅون کې هغه وخت د افغانستان د کندهار یادیدل پېل شول چې د ۲۰۱۱ز کال د جولای په میاشت کې د یو ملیون څخه زیاتو اسلامپالو په لاریون کې د اسلامی شریعت د پلې کیدلو غوښتنه کوله. دې مظاهرو ته اسلامپالو د "شريعت مليوني لاريون" نوم ورکړ، خو د مصر سیکولرستانو دې لاریون باندې ملنډې ووهلې او دا چې ډېری مظاهره کونکي اسلامپال وو نو د پيغور په توګه یې ورته د قندهار مظاهره وويله. د مصر سیکولرستان د کندهار نوم د مصر د اسلامپالو لاریونونو ته د ریشخند او د مصر د ولس د ويرولو لپاره کاروي، په دې مانا چې د مصر اسلامي ګوندونه به هم مصر په بل افغانستان واړوي او دا چې لکه مصر به هم د کندهار غوندې وروسته پاتې شي او د اسلامي ګوندونو افکار لکه د افغانانو وروسته پاتې او متشدد افکار دي.

د روان ز کال د نومبر د میاشتی په دویمه نېټه د مصر اسلامپالو هغه وخت یو بل ستر لاریون وکړ چې کله سیکولرستانو د اساسي قانون په کميسيون نیوکه وکړه چې ولې په اساسي قانون کې په صراحت سره لیکلی چې د هیواد رسمی دین اسلام دی او شریعت د ټولو قوانینو مصدر شریعت دی. اسلامپالو دې لاريون ته د "شريعت د تطبیق لاريون" نوم ورکړ خو سیکولرستانو د اسلامپالو دې دویم ستر لاریون ته "دویم قندهار" نوم ورکړ.


اوس چې ولسمشر محمد مرسي د ۲۰۱۲ز کال د نومبر د میاشتې په ۲۱ نېټه نوي پرېکړې اعلان کړي او د مصر سکولر ډلې ترې خوښې نه دي، دې ډلو په تېره يوه اونۍ کې څو لاريونونه وکړل. د محمد مرسي پلويانو د دوي په ځواب کې نن بيا يو ستر لاريون وکړ چې ګډون کونکي یې مليونونو ته رسېږي. اسلامپال دې لاريونونو ته "د شرعیت او شریعت" نوم ورکړی خو سکولرستانو د ريشخند په موخه "دریم قندهار" بللی دی.

جالبه دا ده چې د اسلامي ګوندونو پلويانو ته هم دا نوم اوس بې تفاوته شوی دی او ډېری یې پر فيسبوک او تويتر کې په دې نوم خاندي. ځيني سکولر ډلو ته وايي چې دا دريم لاريون يواځې کندهار نه دی، بلکه کابل او کندهار دواړه دي، بل ورته وايي چې نه جلال اباد هم په کې دی، بل بيا وايي چې دا لاريون دومره ستر دی چې چيچينا هم په کې شامله ده. په دې مانا چې سکولر ډلې په دې ريشخندونو او د افغانستان د ښارونو نومونو په کارولو د مصر ولس نه شي ويرولی چې ګنې اسلامپالي به ګنې پرمختللی مصر په وروسته پاتې افغانستان واړوي.
په پورته انځور کې د فيسبوک يو کارونکی د ننيو سترو لاريونونو په اړه وايي چې د کندهار پر ځای مو درته نن ټول افغانستان راوړ.

خو که واقعيت ته وکتل شي، پاڅون کونکي حق لري چې خپل لاريونونه د کندهار په نامه ونوموي خو د مبارک فاسد پاتې شوني دا حق نه لري ځکه کندهار يو پاڅونکونی ښار پاتې شوی دی. لومړی ښار و چې د صفويانو د ظلمونو خلاف یې پاڅون وکړ، نو د صفوي امپراتورۍ په تابوت کې لومړی مېخ و، او همدا راز د دې ظالمې امپراتورۍ په تابوت کې هغه وخت اخري مېخ و چې شاه آشرف هوتک اصفهان ونيوه.