افغانستان نن پي انجي سره لوبه کوي
13.03.2012 08:13نن په متحتده عربي اماراتو کې افغانستان د شل اوریزیو سیالیو ته د غوراوئ د جام په لړ کې لومړۍ لوبه د پي انجي سره پېل کوي.
لوبه به نن د اماراتو په وخت ۱۰:۰۰ د سهار د دوبې په نړیوال سټډیم کې پېل کیږي.
دا لوبې د همدې کال(۲۰۱۲) د اکتوبر د میاشتې د نړیوالې شل اوریزې سیالۍ په موخه ترسره کیږي هر لوبډله چې په خپل ګروپ کې مخکښه شي هغه به په نړیوالې شل اوریزې سیالۍ کې ځانته د لوبې کولو ځای تر لاسه کوي.
افغانستان تېر ځل د همدې لوبو اتلولي تر لاسه کړي و چې په نړیوالې شل اوریزې سیالۍ کې د هندوستان او سوت افریقا سره لوبه وکړه چې په هغې کې افغان ملي لوبډله ښه ونه ځلیدله.
سبا ته(۱۴مارچ) افغانستان د اماراتو په وخت ۱۴:۰۰ بجې د نیدرلینډ سره د دوبۍ په سپورټ سیټي سټډیم کې لوبه تر سره کوي.