د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ بورډ ته د افغان ملي لوبډلې په اړه غوره مشوره

الهام یاسیني 03.12.2013 11:05

  په دې کې هیڅ شک نشته چې افغانان په هر ډګر کې له هر چا ښه استعداد لري خو له بده مرغه چې په هره برخه کې ځینې نا اهله چارواکي د افغانستان دغه شتمنۍ د خپلو مزو چړچو ښکار کوي. یو له هغې افغان کرکټ ملي لوبډله ده چې په ډېر کم وخت کې یې د لوی الله ج په فضل تیزه مخکې تللې ده او د افغانستان نوم یې په هر میدان کې ځلولی دی. [ بې له شکه چې ۹۵٪ لاسته راوړنې خپله د افغان ملي لوبډلې دي او ۵٪ یوازې په اړونده ادارو کې د مخلصو کارکوونکو برکت دی].

اوس افغان کرکټ داسې حساس وخت کې قرار لري  چې  لکه څنګه په لږ وخت کې یې ستر مزل وهلی په لږ وخت کې نور هم ډېر کار ته اړتیا لري. کچېرې افغان کرکټ بورډ دغې ټکي ته غور ونکړي نو الله مه کړه په ډېر لږ وخت کې به دا هر څه په سیند لاهو کړي.

افغان کرکټ لوبغاړو دا ثابته کړي چې ډېر استعداد لري نو پکار ده چې دغه استعداد ته یې په ښه سترګه وکتل شي او کار ترې واخیستل شي. موږ باید افغان کرکټ لوبغاړي په دې ملامته نکړو چې ولې نور مخکي نه ځي ولي پکې نور ښه والې نه راځي او ولې خپل منفي پوانټونه نه شي اصلاح کولی؟!.

که حقیقت ته نظر وکړو زیات افغان کرکټ لوبغاړي همغه پخوانۍ ستونزې لري چې یو یې له هغې څخه په توپ وهنه کې بې ځایه کیچونه ورکول،  په توپ اچونه کې یو لاین نیول او د مخالفې لوبډلې لپاره د ناسم پلان له مخې میدان ته ننوتل دي.

د نړۍ  کرکټ سترو لوبډلو ته که وکتل شي نو لیدلای شو چې د لوبډلې هر توپ اچونکی (بالر) هم یو  ښه توپ وهونکی وي دا ځکه چې د توپ وهنې روزونکی پرې کار کړی وي چې په سختو وختونو کې ترې ګټه پورته کړي. افغان ملي لوبډله د توپ وهنې باوري وړتیا لري د بیلګې په توګه  ۲۰۱۳ز کال ډیسمبر میاشتې ایریلنډ سره پای لوبه کې  شاپور ځدران توپ وهنه ده، ځینې به وايي چې ځدران توکلي شپږیزې ووهلي خو په دې کې شک نشته چې ځدران د توپ اچونې سره د توپ وهنې  هم  ښه وړتیا لري خو له بده مرغه چې پاملرنه ورته نه ده شوي.

افغانستان په مخکې ډېرې مهمې لوبې او اوږد مزل لري نو افغان کرکټ بورډ ته پکار ده چې د افغان ملي  لوبډلې په توپ وهنه ډېر کار وکړي، د افغان ملي لوبډلې د توپ وهنې لپاره باید ښه روزونکي وګماري. افغان کرکټ بورډ باید د افغان ملي لوبډلو لوبغاړو لپاره د نفسیاتو متخصصین پیدا کړي تر څو د نفسیاتو له اړخه هم ملي لوبډله پیاوړي کړي، اوس مهال د هر لوبغاړي نفسیات ګډ وډ دي نو څنګه به افغانستان ته ښه لوبه وکړي؟  افغان کرکټ بورډ کې باید ځانګړی ټیم د ملي لوبډلې لپاره وجود ولري تر څو د هر لوبغاړي هر اړخیزه مشکلات د قانون په چوکاټ کې په خپل وخت حل کړي. 

 همدرانګه افغان ملي لوبډله په توپ راغونډونه او توپ اچونه کې نویې روزونکو  نوې تخنیکونو یادولو ته اړتیا لري موږ ډېرې مهمې لوبې په مخکې لرو او وخت راسره ډېر کم دی نو هیله ده چې افغان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د لا پیاوړتیا او استعداد څخه ګټه پورته کولو لپاره ژر ګامونه پورته کړي.

زه دلته په دې لیکنه کې د ښاغلي ایوب خاورین د زړه درد رانقلوم چې ښاغلي ډېرو مهمو ټکو ته پکې اشار کړي ده .د کرکټ بورډ څخه دا غواړو چې د ملي لوبډلې په ښه والي کار وکړي او  په مخ کې رتلونکو مهمو لوبو ته لوبغاړي سترو لوبډلو سره ډغرې ته چمتو کړي.

د ایوب خاورین د لیکنې یوه برخه ((د سیاست په څیر موږ په کرکټ کې هم سرزوري کوو چې پایله یې واضح ده. له سرزوري تیر شئ او له هند او یا بل یوه هیواده دوه دری تکړه روزونکې استخدام کړئ. بیټنگ او بالنگ مو زده ده له هغې مرحلې تیر شوي یو خو اوس د اعصابو روزونکې او د گیم پلانینگ سلاکار ته اړتیا لرو. کبیر خان به ډیر درباندې گران وي، کور یې ودان، یو بل مډال هم ورکړئ او که مو ډیر یادیږي، دی هم درسره وساتئ خو ددې حاجي صییب همدومره وس وو او له دې وروسته ستاسي په درد نه خوري)).