د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان نن د استرالیا سره کرکټ لوبه کوي

الهام یاسیني 20.08.2012 16:22

د افغانستان  کرکټ ملي لوبډله د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې سره نن د اګست په ۲۵ نېټه د شارجې به لوبغالي کې لوبه کوي.

 د افغانستان دا لوبه د استرالیا د هیواد سره د کرکټ په ډګر کې یوه تاریخي لوبه ده  چې  افغان کرکټ بورډ یې کوربه توب په غاړه لري . لوبه پنځوس اوریزه ده چې د اماراتو په وخت د مازیګر په پنځه بجې پېل کیږي او تر نیمې شپې پورې به دوام وکړي.  

 په اماراتو کې او له هیواده بهر ټولو افغانانو او د کرکټ مینوالو ته خبر ورکول کیږي چې نن د اګست په ۲۵ نېټه د لوبې لیدلو ته راشي او خپله افغان ملي لوبډله به خپله افغاني مینه ونازوي.

یادونه: د کرکت مینوال کولای شي چې ټیکټونه د شارجې لوبغالي او کراچۍ دربار رسټورانټونو څخه تر لاسه کړي.