د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د دوشنبې په ورځ هانګ کانګ سره لوبه کوي

الهام یاسیني 16.03.2012 20:11

 

د افغانستان ملي لوبډلې د لوبو مهال ویش:

د افغانستان ملي لوبډله  د شل اوریز جام د غوراوۍ سیالۍ په پړاو کې د یکشنبې په ورځ د کاناډا سره لوبه لري. دغه لوبه به د یکشنبې په ورځ د عربي متحده اماراتو په وخت ۲:۰۰ ماسپښین پېل کیږي. د لوبې ترسره کولو لوبغالی د دوبۍ په سپورټ سیټي کې د کرکټ د نړیوالې شورا کرکټ اکاډمي خودل شوی دی.( د مارچ ۱۸ نېټه)

د دې څخه وروسته د افغانستان ملي لوبډلې بله لوبه د هانګکانګ هیواد سره ده چې د دوشنبې په ورځ د عربي متحده اماراتو په وخت ۱۰:۰۰ بجې به ترسره کیږي. د هانګ کانګ سره لوبه به د شارجې په لوبغالي کې تر سره کیږي.( د مارچ ۱۹ نېټه)

همدرانګه افغانستان دریمه لوبه د برموډا سره د ماچ په شلمه نېټه لري. لوبه به د عربي متحده اماراتو په وخت ۲:۰۰ ماسپښین پېل کیږي. نوموړې لوبه به د دوبۍ سپورټ سیټي کې ترسره کیږي. ( د مارچ په ۲۰ نېټه).

یادونه: د لیدلو لپاره ټولو افغانانو او د افغان کرکټ مینوالو ته په عربي متحده اماراتو کې خبر ورکول کیږي چې د افغان ملي لوبډلې د مورال او روح لوړولو لپاره د لوبو لیدلو نوموړو لوبغالو ته بلنه راوړي.