د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

الهام یاسیني

03.12.2013 10:05    |   الهام یاسیني کرکټ بورډ ته د افغان ملي لوبډلې په اړه غوره مشوره

په دې کې هیڅ شک نشته چې افغانان په هر ډګر کې له هر چا ښه استعداد لري خو له بده مرغه چې په هره برخه کې ځینې نا اهله چارواکي د افغانستان دغه شتمنۍ د خپلو مزو چړچو ښکار کوي. یو له هغې افغان کرکټ ملي لوبډله ده چې په ډېر کم وخت کې یې د لوی الله ج په فضل تیزه مخکې تللې ده او د افغانستان نوم یې په هر میدان کې ځلولی دی. [ بې له شکه چې ۹۵٪ لاسته راوړنې خپله د افغان ملي لوبډلې دي او ۵٪ یوازې په اړونده ادارو کې د مخلصو کارکوونکو برکت دی]. اوس افغان کرکټ داسې حساس وخت کې قرار لري چې لکه څنګه په لږ وخت کې یې ستر مزل وهلی په لږ وخت کې نور هم ډېر کار ته اړتیا لري. کچېرې افغان کرکټ بورډ دغې ټکي ته غور ونکړي نو الله مه کړه په ډېر لږ وخت کې به دا هر څه په سیند لاهو کړي. افغان کرکټ لوبغاړو دا ثابته کړي چې ډېر استعداد لري نو پکار ده چې دغه استعداد ته یې په ښه سترګه وکتل شي او کار ترې واخیستل شي. موږ باید افغان کرکټ لوبغاړي په دې ملامته نکړو چې ولې نور مخکي نه ځي ولي پکې نور ښه والې نه راځي او ولې خپل منفي پوانټونه نه شي اصلاح کولی؟!.

01.12.2012 16:15    |   الهام یاسیني په مصر کې قندهاري لاريونونه

په مصر کې نن د نوي اساسي قانون د جوړولو کميسيون چمتو شوی اساسي قانون ولسمشر محمد مرسي ته سپاري چې ولس ته یې د ريفنډم يا ټولپوښتنې لپاره وړاندې کړي. د ۲۰۱۱ کال د جنوري د ۲۵ د پاڅون په پايله کې د مصر د ولس دا مهمه لاس ته راوړنه ده. د محمد مرسي د پرېکړو د ملاتړ په موخه نن په قاهره او د مصر په ډېرو نورو ښارونو کې په مليونونو خلک سړکونو ته راوتي دي. دغه مليوني مظاهرې هر ځلې يو ځانګړی نوم لري. سره د دې چې مظاهره کونکو ننۍ مظاهره د "شرعیت او شریعت" په نامه نومولې ده، خو د پخواني ولسمشر محمد حسني مبارک پاتې شوني چې د مبارک د رژيم په چپه کېدو خفه دي او ورسره يو شمېر سکولرستان چې د اسلامي ګوندونو سره سخت مخالفتونه لري ورته د "قندهار درېم" مظاهره وايي. نو دا قندهار ورته ولې وايي؟

20.08.2012 14:22    |   الهام یاسیني افغانستان نن د استرالیا سره کرکټ لوبه کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې سره نن د اګست په ۲۵ نېټه د شارجې به لوبغالي کې لوبه کوي. د افغانستان دا لوبه د استرالیا د هیواد سره د کرکټ په ډګر کې یوه تاریخي لوبه ده چې افغان کرکټ بورډ یې کوربه توب په غاړه لري . لوبه پنځوس اوریزه ده چې د اماراتو په وخت د مازیګر په پنځه بجې پېل کیږي او تر نیمې شپې پورې به دوام وکړي. په اماراتو کې او له هیواده بهر ټولو افغانانو او د کرکټ مینوالو ته خبر ورکول کیږي چې د نن اګست په ۲۵ نېټه د لوبې لیدلو ته راشي او خپله افغان ملي لوبډله به خپله افغاني مینه ونازوي.

30.04.2012 07:24    |   الهام یاسیني زموږ هیلې او د کرکټ ملي لوبډلې

په پېل کې د افغانستان لوبغاړي زه ستایم او په دې کې هیڅ شک نشته چې د افغانستان لپاره یې ډېرې لاسته راوړنې لرلي دي او هیله ده چې د نورو هیوادونو لوبډلو په څېر ځان کې ښه والی راولي او ځان د پروفیشنل او ښې لوبې جوګه کړي تر څو په نړیوال شل اوریزې سیالۍ کې چې په سریلانکا کې کیږي ښه وځلیږي خو اوس پوښتنه دا ده چې دواړه ملي او نولس کلنه لوبډلې په راتلونکو ۵ میاشتو کې ډيری ارزښتناکې سیالی لري چی یو یی شل اوریز او بل یی د نولس کلنو ۵۰ اوریز نړیوال جام دی چې دوي په دې اړه اندیښنې لري او که نه؟

25.04.2012 19:02    |   الهام یاسیني کرکټ بورډ د افغان سکور ویب پاڼې څخه بندیزونه لرې کړل

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رئيس حامد شنیواري نن په افغان سکور ویب سایټ هغه بندیزونه لرې کړه کوم چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې پرې د کرکټ بورډ سرپرست نسیم الله دانش لږولي و. شینواري د امریکا غږ او سلام وطندار رادیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې(( موږ باید الهی احکامو او د افغانستان اساسي قانون ته ژمن اوسو. انسان خدای خپلواک پیدا کړی دی او همدارنګه د نړۍ ټول قوانین انسان ته د بیان د ازادۍ حق ورکوي)).

12.04.2012 13:49    |   الهام یاسیني په ژورنالیست ابراهیم مومند باندې وسلوالو برید کړی

ژورنالیست محمد ابراهیم مومند څو ورځې وړاندې د افغانستان پلازمېنه کابل کی د وسله والو غلو لخوا شوکول شوې او ګواښل شوې دې. دروانۍ اونۍ ددوشنبې په شپه نوموړې له خپل دفتر څخه دورور سره یوځای خپل کور ته په لاره وو چې د نا پیژانده وسله والو غلو ور باندې برید کړې او دسوک سپیړې او دتفانچو په زور لوټ شوې او هم ګواښل شوې دې. ابراهیم مومند باندې د افغان کرکټ بورډ لخوا عریضي هم شوي وی چې د کرکټ بورډ په وینا ناسم معلومات یې خپاره کړي دی او ترهغې چی ابراهیم مومند له سلام وطندار راډیو سره وي نو دوې به ورسره همکاری ونکړي او دده چپ کولو کوښښ یی کړې وو.

20.03.2012 20:22    |   الهام یاسیني د پايلوبې په اړه په امارتو کې میشتو افغانانو ته خبرتیا!

ټاکل شوې ده چې دافغانستان کرکټ ملي لوبډله د پنجشنبې په ورځ دمارچ میاشتې په ۲۲ نیټه په 2:00 بجي، د ۲۰۱۲ کال نړیوالو شل اوریزو سیالیو د ټاکنیز پړاو په لړ کې خپله لومړنۍ فاینل لوبه د نیمیبا هیواد په وړاندې ترسره کړي . په متحده عربي اماراتو کې له ټولو میشتو افغانانو په ځانګړې ډول دکرکټ له مینه والو څخه په درنښت هیله کیږي چې د دغې په زړه پورې لوبو لیدو ته د دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي ته تشریف راوړي.

16.03.2012 19:11    |   الهام یاسیني افغانستان د دوشنبې په ورځ هانګ کانګ سره لوبه کوي

افغانستان د یکشنبې په ورځ کاناډا سره لوبه کوي

15.03.2012 11:54    |   الهام یاسیني اماراتو کې میشتو افغانانو ته ضروري خبرتیا

اماراتو کې میشتو افغانانو ته ضروري خبرتیا

13.03.2012 10:04    |   الهام یاسیني افغانستان پي انجي ته ماتې ورکړه

افغانستان لومړۍ لوبه د پاپا نیوګینې څخه وګټله

13.03.2012 07:13    |   الهام یاسیني افغانستان نن پي انجي سره لوبه کوي

افغانستان د دې لوبو تېر ځل اتلولي خپله کړي و.

09.03.2012 21:47    |   الهام یاسیني په اماراتو کې د ((خانان په باليووډ کې)) کتاب مخکتنه وشوه

د غونډې په پيل کې شاعر او ليکوال عبدالله شاه ژوندون چې د ليکوال زرين زاده يوسفزي سره یې په ګډه د دريځ چارې پر مخ بيولې د محبوب الله خان ژوندليک ولوست او کتاب یې په لنډه توګه ګډونوالو ته وپېژاند. تردې وروسته په اماراتو کې د افغانستان د سفارت فرهنګي اتشه فضل من الله ممتاز وينا وکړه او په هنري برخه کې یې د ځوانانو د پرمختګونو ستاينه وکړه.

07.03.2012 20:28    |   الهام یاسیني په عربي متحده اماراتو کې افغانانو ته خبرتبا

خانانان په بالیووډ ې د کتاب مخ کتنه په عربي متحده اماراتو کې!

07.03.2012 20:25    |   الهام یاسیني په عربي متحده اماراتو کې افغانانو ته خبرتبا

خانانان په بالیووډ ې د کتاب مخ کتنه په عربي متحده اماراتو کې!

09.02.2012 12:19    |   الهام یاسیني افغانXپاک کرکټ لوبې ټیکټونه

سبا ته د افغانستان او پاکستان کرکټ د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې پېل کیږي. د دې لوبې ټیکټونه د کرکټ مینوال په لاندې پتو تر لاسه کولای شي:

24.09.2011 17:26    |   الهام یاسیني افغان ملي لوبډلې په دوستانه لوبه کې ماته وخوړه

افغان ملي لوبډلې په دوستانه لوبه کې ماته وخوړه

24.09.2011 16:46    |   الهام یاسیني افغان ملي لوبډله په اماراتو کې لوبې کوي

افغا ملي لوبډل د انټرکانټینټل سیالۍ د لوبو لپاره په عربي متحده اماراتو کې ده.

23.08.2011 18:50    |   الهام یاسیني پاڅون کونکو باب العزیزیه فتحه کړه

د لیبیا پلازمېنه د پاڅون کونکو په ولکه کې شوه

22.08.2011 02:08    |   الهام یاسیني په لیبیا کې د قذافي نظام ړنګ شو

په لیبیا کې پاڅون کوونکو ازادي واخستله

22.07.2011 10:13    |   الهام یاسیني د غازي امان الله خان کرکټ نړیوال سټډیم لوبو ته چمتو شو

په ننګرهار کې د غازي امان الله خان کرکټ نړیوال سټډیم کار پای ته ورسید، دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې په نړیوالې معیارونو د کرکټ سټډیم جوړیږي. د سټډیم د ۳۵ جریبه ځمکې څخه په ۱۶ جریبو کې سټډيم جوړ شو دی چې یوازې ۱۲ جریبه یې لوبغالی دی. د دې سترې وزشي پروژي په دویم او دریم فیز کې به د دې پروژې نور ۱۹ جریبه مځکه استعمال شي چې په هغې کې د همدې سټډیم لپاره اداري ودانۍ ، روزنیزه اکاډومۍ، د لمبا ډنډ( سومینګ پول)، د لوبغاړو د اوسیدلو ځای( هاسټل)، پیفلین او د موټر ودریدلو ځای په نقشه کې ډیزاین شوي دي.

04.07.2011 13:43    |   الهام یاسیني میرویس خوږیاڼي د قاهرې پوهنتون څخه د زرعت په لوړو زده کړو کې امتیاز تر لاسه کړو

میرویس خوږیاڼي د قاهرې پوهنتون څخه د زرعت په لوړو زده کړو کې امتیاز حاصل کړو

30.05.2011 23:11    |   الهام یاسیني قاهره شمشاد تلویزیون خپله ویپ پاڼه په نوې بڼه پرانستله

په افغانستان کې د شمشاد شخصي نړیوال تلویزیون د ډېر وخت ورسته خپله ویب په نوې او پیاوړې شکل خپلو مینوالو ته په دې ورځو کې پرانستله. د شمشاد نوې ویب پاڼه د دې وخت په معاصره بڼه سنباله ده او پتیلې یې ده چې له دې څخه وروسته به خپلو لیدونکو ته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خبرونه او د تلویزیون نور مطالب د نورو وتلو نړیوالو تلویزونونو لکه الجزیره او بي بی سي په څېر د ویب پاڼې له لارې وړاندې کړي.

02.02.2011 17:33    |   الهام یاسیني د مصر د پاڅون د سترګو ليدلی حال

په مصر کې د لاریونونو د سترګو لیدلی حال

18.05.2010 18:10    |   الهام یاسیني ناټو منلې چې د کابل په چاودنه کې یې ۶ تنه وژل شوي دي

نن په کابل کې ناټو رسنو ته ویلي چې په نني ځان مرګې چاودنه کې شپږ پوځیان له لاسه ورکړي دي.دوی وايې چې پنځه پوځیان د متحده ایالاتو او د یو پوځي تابعیت له څرګندولويې ډډه کړي.

04.05.2010 16:03    |   الهام یاسیني لوبغاړي جګړې ته تیار دي. عظيم ملک

د ملي لوبډلې ډاکټر عظیم ملک ټول افغان ته وویل چې د لوبغاړو صحتونه ښه او سبا ته د سویلي افریقا د لوبډلې سره جګړې ته تیار دي.