د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملاکنډ: د پوليسو او دحاجي محمد ایوب توحيديار د کورنۍ ترمنځ روغه جوړه وشوه.

سلېمانخېل 09.04.2010 15:27

په درګۍ کې د ځايي پوليسو او د افغان فرهنګي شخصيت حاجي محمد ایوب توحيديار د کورنۍ ترمنځ روغه جوړه وشوه.

په دې اړه تېره ورځ په ملاکنډکې دملاکنډ امن کمېټې له خوا يوه درنه غونډه جوړه شوې وه چې په سلګونو تنو ديني عالمانو،مخورو،قومي مشرانو، ولسي وګړيو د ځايي پوليسو او لېوي ځواکونو مشرانو پکې ګډون کړی و.

د ځايي پوليسو يوه ډله د تېرې  میاشتې(مارچ)پر اوومه نېټه دشپې ناوخته مهال د ملاکنډ په درګۍ سيمه کې د حاجي ايوب پر کور ناڅاپه ورختلي ول او دهغه مشر ورور محمد یعقوب يې په ټکي وژلی و.

پوليسو وروسته  د نوموړي کورنۍ ته ويلي ول چې دوی ته راپور رسېدلی و په دې کور کې راتښتول شوی يو تن پټ کړل شوی،دوی د هغه د خلاصون لپاره پر کور و ر وختل چې په ترڅ کې يې دغه ناوړه پېښه رامنځته شوه.

پوليسو همداشان ويلي چې محمد یعقوب ددوی په ډزو نه دی وژل شوی بلکې ښايي هغو کسانو وژلی وي چې دوی ته يې دغه بې بنسټه خبر ورکړی و.

حاجي محمد ايوب په دې اړه ټول افغان ته وويل چې په پېښه کې ککړو پوليسو له دوی څخه بخښنه غوښتې او د ديني عالمانو او قومي مشرانو په ځانګړې توګه د ملاکنډ امن کمېټې په وساطت يې له دوی څخه غوښتي ول چې روغې ته ورسره کښېني.

حاجي ايوب وايي ( زه پوره ډاډه يم چې ورور مې پوليسو نه بلکې زما شخصي دښمنانو وژلی))

د يادونې وړده چې توحيديار د تېر وړوکي اختر پر ورځ په پېښور کې د يو شمېر وسله والو له خوا تښتول شوی و او د پیسو ورکولو په بدل د لوی اختر پر ورځ راخوشې شو،نوموړی وايي ټول تښتوونکي يې پېژندلي چې ډېری يې د پوليسو له خوا نيول شوي او دامهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.