د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالخالق فراهي له مرګه وژغورئ

سلېمانخېل 03.05.2010 07:49

پرون يکشنبه د ۲۰۱۰ کال د مۍ پر دويمه نېټه ماخوستن مهال د پاکستان يوه خصوصي تلويزيوني چېنل په پېښور کې دافغانستان د جنرال کونسل حاجي عبدالخالق فراهي چې د ۲۰۰۸ کال د سپتامبر پر ۲۲مه نېټه په پېښور کې دناپېژاندو کسانو له خوا تښتول شوی و،ويډيو خپره .

فراهي له نړيوالې ټولنې،افغان ولس او افغان دولت څخه هیله کړې چې د تښتوونکيو له منګلو يې وژغوري،هغه پر دولت غږ کړی که د تښتوونکيو پوښتنو ته مثبت ځواب ور نه کړي دی به ووژل شي.

که څه هم په دې ويډيو کې د تښتوونکيو د غوښتنو تفصيل نه دی ښودل شوی خو يوې ډېرې باوري سرچينې چې په پاکستان کې له افغان ديپلوماتانو سره نژدې اړيکې لري د خپل نوم نه ښکاره کولو په شرط پژواک ته وويل چې تښتوونکيو لا ډېر پخوا په دې اړه خپلې غوښتنې افغان دولت ته سپارلي.

نوموړی وايي (تښتوونکيو له دې وړاندې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته د فراهي يوه ويډيو سپارلې وه او ورسره يې د هغه د خوشې کولو په بدل کې د ۲۵۰مليونه پاکستاني کلدارو او دخپلو دېرشو ملګرو د خوشې کولو غوښتنه کړې وه.)

دغه سرچينه وايي چې د بنديانو په ډله کې يوشمېر د افغانستان په جېلونو او يو شمېر نور يې په پاکستان او د امريکا په جېلونو کې بند دي

له دې وړاندې ډېرو باوري سرچينو ټول افغان ته ويلي ول چې تښتوونکيو په کراتو د افغانستان له دولت سره په دې اړه اړيکې نيولې وې او د فراهي د خوشې کولو په بدل کې يې خپلې غوښتنې ورته وړاندې کړې وې.

طالبانو ته يوې نژدې سرچينې شاوخوا يو کال وړاندې ټول افغان ته ويلي ول چې فراهي د طالبانو له خوا نه بلکې د عادي سړي تښتوونکيو له خوا تښتول شوی او د هغه د خوشې کولو په بدل کې يې د پيسو غوښتنه کړې؛خو له بده مرغه چې نه پاکستان او نه هم افغانستان د هغه د خوشې کولو لپاره اړين ګامونه پورته کړل.

دغې سرچينې هغه مهال ټول افغان ته ويلي ول چې فراهي څه موده وروسته دتښتوونکې ډلې له خوا پر يوې بلې ډلې وپلورل شو او دا لړۍ تر هغې روانه وه چې نوموړی د طالبانو او بيا وروسته ان د القاعده ډلې منګولو ته ورغی.

څومره چې ډلې بدلېدې د هغه دسر بيه لوړېده او د تښتوونکيو له خوا نوې نوې غوښتنې مخې ته راتلې؛ خو بيا هم له بده مرغه چې د کرزي ادارې پرې ځان داسې کوڼ کړی و چې ګواکې هېڅ نه دي شوي،نه يې ديپلومات تښتول شوی او نه ترې څه غوښتنې شوي.

د يوې باوري سرچينې په وینا تښتوونکيو څه موده وړاندې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته هم دې ته ورته يوه ويډيو سپارلې وه،له دغې ويډيو سره په مل پيغام کې د فراهي د خوشې کولو په بدل کې ۲۵۰ مليونه پاکستاني کلدارې او د ۳۵ بنديانو د خوشې کولو غوښتنه شوې وه.

 موږ له نړيوالې ټولنې،افغانستان،پاکستان او بشري حقونو له ادارو په کلکه غوښتنه کوو چې د حاجي عبدالخالق فراهي په راخوشې کولو کې جدي ګامونه پورته کړي او زر تر زره يې د تښتوونکيو له منګولو و ژغوري،کنه نو ټول مسوولیت به يې د پاکستان او افغانستان  د دولتونو پر غاړه وي او دهغه کورنۍ او هر افغان به دا حق ولري چې نړيوالې محکمې ته يې راکش کړي.