د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کونړ او کندهار کې لس تنه بهرني پوځيان وژل شوي

سلېمانخېل 08.06.2010 11:18

تېره ورځ د هيواد په جنوب او ختيځ کې په بېلابېلو پېښو کې د ناټو لس تنه پوځيان وژل شوي چې شپږ يې امريکايان دي.

د ناټو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې تېره ورځ د کونړ ولايت د غازي اباد ولسوالۍ په اړوندو کې د سړک غاوې ماين په يوه چاودنه کې پېنځه امريکايي پوځيان وژل شوي.

د خبرپاڼې له مخې شپږم امريکايي سرتېری له طالبانو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی.

خبرپاڼه زياتوي چې په يوه بله پېښه کې په کندهار کې څلور تنه بهرني پوځيان وژل شوي.

په دې سره په روان کال کې د وژل شويو بهرنيو ځواکونو شمېر ۲۴۰ تنو رسېدلی خو دا هغه شمېر دی چې د ناټو له خوا ښودل کېږي.