عبدالله احمدزی د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا دمشر په توګه وټاکل شو
03.05.2010 15:52عبدالله احمدزی د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا د رئيس په توګه وټاکل شو. نوموړي له دې وړاندې په يوناما او ايشيا فونډېشن کې دندې ترسره کړي.
احمدزی په يادو ادارو کې د يو ايماندار او په کار پوه شخصيت په نوم پېژندل کېږي،د نوموړي پخوانيو همکارانو هيله ښکاره کړې چې نوموړی به د ټاکنو په خپلواک کميسيون کې موجودې ټولې ستونزې حل او د هر ډول فساد مخه به ونيسي.
نوموړي په کمپيوټر ساينس او انګليسي ژبه کې لوړې زده کړې کړي،په پښتو،دري،اردو او انګليسي ژبو روانې خبرې او لیکنې کوي.