د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کابل : دنننۍ جګړې وروستی راپور

سلېمانخېل 18.01.2010 12:34

نن سهار دکابل پر وخت شاوخوا نهه نيمې بجې يوشمېر وسله والو طالبانو دښار په زړه پښتونستان واټ، ارګ ته څېرمه،سرينا هوټل،عدليې وزارت،افغانستان بانک،ګلبهار سنټر،فروشګاه بزرګ افغان او شاوخوا سيمو باندې  وسله وال بريدونه وکړل چې له لامله يې ولسي وګړيو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر يې لاهم نه دی جوت.

طالبانو په ګلبهار سنټر او نورو سيمو کې ځانمرګي بريدونه هم کړي خو دا لانه ده جوته چې چاته پکې زيان اوښتی.

له لومړني ځانمرګي بريد وروسته څو تنه وسله وال د فروشګاه بزرګ افغان (دقاري امان مغازه) ته ننوتل،د ودانۍ پر بام يې سنګرونه ونيول او پر شاوخوا مهمو دولتي تاسيساتو او امنيتي ځواکونو يې د سپکو او درنو وسلو بريدونه پيل کړل.

دطالب وياند په وينا يوه ځانمرګي بريدګر د ارګ په یوه دروازه کې ځانمرګی بريد کړی او ګڼ شمېر امنيتي مسوولين يې وژلي.

وسله والو د افغانستان بانک مخې ته ولاړو پوليسو باندې ډزې کړي خو داوښتي زيان په اړه يې جزيات نه دي ورکړل شوي.

له لومړني بريد وروسته امنيتي ځواکونه په ډېرې چټکۍ سره سيمې ته ورسېدل او ټول سيمه يې کلا بنده کړه،دملي اردو او پوليسو سرتېرو په ډېره مېړانه او شهامت خپلې ور سپارل شوې دندې ترسره کولې خو له بده مرغه چې په دغو عملياتو کې د پوليسو او ملي اردو هېڅ لوړپوړی افسر نه ليدل کېده او ټول عمليات د وړو افسرانو او سرتېرو له خوا ترسره کېدل.

داچې په د امنيتي ځواکونو درهبري کولو لپاره تجربه کار او لوړپوړي افسران موجود نه ول او ټولې چارې د وړو ظابطانو او سرتېرو له خوا پر مخ وړل کېدې دنه تجربې او ناسم پوځي پلان له لامله هر سرتېري پرته له کومې قوماندې او لارښوونې په خپل سر هر لوري ته ناتاره ډزې کولې چې ښايي ډېرې ګولۍ پر ولسي ځايونو لګېدلې وي.

که څه هم د امنيتي ځواکونو روحيه ډېره لوړه وه او هېڅ ډول وېره يې نه لرله خو له بده مرغه په دغه ډول حساسه شېبه کې يې اړين پوځي توکي لکه دګولۍ ضد واسکټونه او وسپنيزې خولۍ نه لرلې  او ډېری سرتېرو په لوڅ سر د دښمن مقابله کوله.

دملي دفاع او کورنيو چارو وزیران،لوس درستيز،د کابل امنيه قوماندان او نور لوړپوړي پوځي افسران چې بايد د پوليسو دروحیې لوړولو او دخپلو مسوليتونو دترسره کولو لپاره سيمې ته ورغلي او عمليات يې رهبري کړي ول په دوربین هم نه ليدل کېدل.

پر فروشګاه بزرګ افغان د امنيتي ځواکونو د ناتاره ډزو په پايله کې دغه تاريخي سوداګريز مرکز اور واخيست او په بشپړه توګه له منځه ولاړه.

طالبانو ادعا کړې چې نننۍ عمليات د شلو تنو ځانمرګیو بريدګرو له خواترسره شوي خو دملي دفاع وزارت وياند په وينا تردې دمه د څلورو تنو ځانمرګيو بريدګرو جسدونه ترلاسه شوي.

دامنيتي چارواکيو په وينا ټول بريدګر وژل شوي،جګړه پای ته رسېدلې او سيمه پوليسو تر خپل کنترول لاندې راوستلې.

د دولتي چارواکيو په وينا په نننۍ پېښو کې يوتن امنيتي سرتېری وژل شوی او پېنځه ويشت نور چې ملکي وګړي هم پکې شامل دي ټپيان شوي.