کرکټ: افغانستان امريکاته په ماتې ورکولو د څلور غوره لوبډلو پړاو ته ووت
11.02.2010 16:31د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوريزو لوبو دنړيوال جام د غوراوي په لړ کې نن په يوه بله لوبه کې د امريکا متحدو ایالاتو لوبډلې ته په ۲۹ منډو په ماتې ورکولو سره سوپر فور يا د څلورو غوره لوبډلو په کتار کې ودرېدله. افغان لوبډله به په دې پړاو کې دوه لوبې کوي چې یوه یې سبا په ۱۲ بجو د هالينډ اوبله یې د خالي په ورځ د اماراتو سره ده.
د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته له A ګروپ څخه افغانستان او ايرلينډ او له B ګروپ څخه امارات او هالينډ بريالي شول. افغانستان او امارات دواړو له لومړي پړاو څخه دويم پړاو ته له ځانه سره دوه دوه نمرې هم راوړي دي چې په دې ترتيب له ايرلينډ او هالينډ څخه مخکې دي.
د څلورو غوره لوبډلو په پړاو کې د څلورو واړو لوبډلو حال په دې ترتيب دی:
لوبډله | کړې لوبې | ګټلې | بايللې | نمرې | د منډو اوسط | |
امارات | ۱ | ۱ | ۰ | ۲ | 0.721 | |
افغانستان | ۱ | ۱ | ۰ | ۲ | 0.650 | |
ايرلينډ | ۱ | ۰ | ۱ | ۰ | -0.650 | |
هالينډ | ۱ | ۰ | ۱ | ۰ | -0.721 |
ياده دې وي چې ددغې سياليو ګټونکی او دويمه لوبډله به د۲۰/۲۰ يا شل اوريزو لوبو په نړيوال جام کې چې ټاکل شوې دغرب الهند يا ويسټ انډيز په ټاپوکې ترسره شي ګډون کوي.