د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ايران درهين په برياليتوب کرزي ته مبارکي ويلې

سلېمانخېل 02.01.2010 19:46

ارګ ته يوې نژدې سرچينې د نوم نه ښکاره کولو په شرط ټول افغان ته وويل وروسته له هغې چې پارلمان (د ملت استازيو!؟!؟!؟!؟!؟) فاشيست مخدوم رهين ته د باور رايه ورکړه، له تهرانه يوه لوړ پوړي ايراني چارواکي د ټليفون پر ليکه مبارکي وويله چې دکرزي له خوا په ورين تندي او له خندا ډکه لهجه خپل ایراني دوست ته  دمننې ټکي ډالۍ شول.

دسرچينې په وينا کرزي نوموړي ته ډاډ ورکړ چې له ايراني چارواکيو سره شوې ټولې ژمنې به پوره کوي او هېڅکله به هغوی له ځانه نه خپه کوي.

خبرځای چې له ارګ سره ژورې اړيکې لري  وايي ولسمشر! کرزي خپل ایراني دوست ته ډاډ ورکړ چې په نويو نوماندو وزيرانوکې به  ټول هغه کسان چې ايراني دوستان يې غوښتنه کوي پارلمان ته ور وپېژندل شي او درهين پشان به د باور رايې ورته واخلي.

د سرچينې د مالوماتو له مخې د تېرو ولسمشريزو ټولټاکنو په پروسه کې ايران له ډاکتر عبدالله عبدالله سره  دپه مليونونو امريکايي ډالرو نغدي مرستې کړې وې او په خپل ټول ځواک يې دهغه د کاميابولو هڅه کوله خو ددې ترڅنګ يې له کرزي سره هم غوږ جنګولی و،خو کله چې عبدالله ماتې وخوړه او بيا د يوې پټې لوبې په ترڅ کې د دويم پړاو له ټاکنو لاس پرسر شو په دغه پټه لوبه کې ايران هم فعال رول لوبولی او پر عبدالله يې فشار راوړی و چې خوله پټه کړي.

دنوموړي په وينا په دغه لوبه کې ايران له کرزي غوښتي ول چې په راتلونکي کابينه کې د مخدوم رهين په ګډون څو تنه نور ايراني پلوه فاشيستان واخيستل شي،چې دکرزي له خوا په ورين تندي منل شوي.

دسرچينې په وينا ايران اندېښنه ښودلې وه چې ښايي رهين د تېر پشان يوارې بيا د پارلمان له خوا رد کړل شي خو کرزي ډاډ ورکړی و چې نه يواځې رهين بلکې ټول هغه نوماندان چې ايران يې غواړي به سل په سلو کې بريالي کېږي.

دسرچينې په وينا د ايران په غوښتنو کې يوه دا هم شامله وه چې استاد محمداسماعيل يون به دهېڅ وزارت لپاره نه نومول کېږي.