د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څارګرو امريکايي الوتکو شېبه وړاندې پر شمالي وزيرستان بريد وکړ

سلېمانخېل 22.05.2010 00:26

څار ګرو امريکايي الوتکو نن جمعه د شپې ناوخته مهال د شمالي وزيرستان پر دته خېل سيمه پېنځه توغندي توغولي چې له لامله يې نهو پېنځلسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له سيمې نه ورکړل شوي رپوټونه ښيي چې پېښه د دته خېل په محمد خېل سيمه کې رامنځته شوې.

د ځايي خبريالانو په وينا د مرګ ژوبلې د کچې د لوړېدا اندېښنه ليدل کېږي.