په پاکستان کې يو بل طالب مشر نيول شوی
23.02.2010 17:56وروسته له هغې چې د طالبانو د اسلامي امارت مرستيال او ددغې ډلې دويم مهم مشر ملا عبدالغني برادر څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې و نيول شو امريکايي استخباراتو هيله ښکاره کړه چې د دوی به وکولای شي د ملا محمد عمر مجاهد په ګډون نور لوړ پوړي طالب مشران هم ونيسي.
د ملا برادر له نيول کېدا څو وروسته ددغې ډلې د بل مهم غړي مولوي عبدالکبير د نيولو خبرونه ترلاسه شول، هغه مهال ويل شوي ول چې له نوموړي سره دوه عادي طالبان نيول شوي خو نن طالبانو ته يوې نژدې ټول افغان ته وويل چې له نوموړي سره په نيول شويو کسانو کې يو تن د ملا يونس اخندزاده په نوم د طالبانو له مشرانو څخه دی،چې د طالبانو د واکنۍ پر مهال يې څه موده د خوست د والي په توګه دنده ترسره کړې.
له مولوي کبير سره د نيول شوي دویم کس په اړه نوموړي وويل چې تر دې مهاله دهغه په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي چې هغه هم د ملا يونس اخوند دکچې سړی دی او که کوم عادي طالب جنګيالی.
ياده دې وي چې طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.