د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستاني طالبانو يوتن مشر مولوي فضل الله په نورستان کې ووژل شو

سلېمانخېل 27.05.2010 11:56

د پاکستاني طالبانو دسر سړی او په سوات کې ددغې ډلې مشر مولوي فضل الله په نورستان ولايت کې له افغان امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی.

د ختيځ زون د سرحدي پوليسو  قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي ويلي چې نوموړی تېره شپه په برګ مټال ولسوالۍ کې له سرحدي پوليسو سره نښته کې وژل شوی.

له دې وړاندې د نورستان والي خبر ورکړی و چې مولوي فضل الله له خپلو درېيو سوو وسله والو سره يو ځای  پر دغه ولسوالۍ بريد کړی چې د افغان امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ دي.

 فضل الله د يوه بل طالب مشر صوفي محمد زوم دی چې څو کاله وړاندې د پاکستان له خواد هغه له نيول کېدا وروسته په سوات کې د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو.