د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پکتيکا کې پر پوليسو ځانمرګی بريد شوی

سلېمانخېل 21.05.2010 10:03

د پکتيا په ارګون ولسوالۍ کې د ځانمرګيو بريدګرو يوې ډلې د سرحدي پوليسو پر يوه مرکز بريډ کړی. د ځايي امنيتي مسوولينو په وينا په دغه پېښه کې دوو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ويل کېږي چې يوتن ځانمرګي بريد ګر چې په موټر کې سپور و او غوښتل يې د پوليسو مرکز ته ننوځي هغه مهال په دروازه کې چاودنه وکړه چې پوليسو يې د ننوتو مخه ونيوله.

امنيتي مسوولینو په پېښه کې د يوه پوليس د وژل کېدا او يوه د ټپي کېدا خبر ورکړی،خو طالبانو بیا د شلو پوليسو د وژلو ادعا کړې.