د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

"تم ډاکه ديا، ام کابل ليا"

غلام محمد زرملوال 04.12.2009 11:49

احمدشاه  ابدالي  جرګــه

"تم ډاکه ديا، ام کابل ليا"

ليک: غلام محمد زرملوال

 

ځان به ويښ کړو هرې خوا ته     هرې خواته رقيبان دي

يو پر بل مو سره وژني   وايي خپل يو، غليمان دي

احمدشاه بابا

"تم ډاکه ديا، ام کابل ليا"

 د ٢٠٠٩ کال د نوامبر مياشتې پر ٩ نيټه د برلين ديوال د نړېدولو او ورپسې بيا د ختيځ او لوېديځ المان د بيا يوځاى کېدو شلمه کليزه ونمانځل شوه. د دې نمانځنې په بهير کې، چې پر مخامخ توګه د انځوريزو رسنيو له خوا څو ګړۍ روانه وه، له سر نه تر پايه د مليونونو افغانانو د سرښندنو په اړه حتى کومه اشاره هم نه وه. د لوېديځي نړۍ په ورځپاڼو او خپرنيزو نورو منابعو په مخونو کې هم د په وينو کې لمبېدلي افغانستان په اړه کوم ټکى نه ليدل کېده. پداسې حال کې چې د افغان ملت پر وينو د پرديو تر اسارت لاندې ختيزه اروپا، د منځنۍ اسيا ګڼ هيوادونه ازاد؛ او ختيځ او لويديځ المان متحد شوي وو، خو ګرد  افغانان لا تر دې دمه په خپلو وينو کې لمبول کېدل.

 دا کومه تصادفي خبره نه وه. کله چې د ١٩٨٩ کال په فبرورۍ کې روسان له افغانستان څخه ووتل له هغې نېټې وروسته د نهه مياشتو مودې د ننه د برلين دېوال ونړېد امريکا د خپل ايډيولوژيکي سيال، کمونيستي شوروي ماته ونمانځله او خپله موخه يې سر ته رسېدلې وبلله. کله چې له افغانانو سره د امريکې د "جفا" په هکله په اسلام  اباد کې د سي آى اې د اډې له مشر څخه "ګيله" وشوه چې بايد افغانستان يې په اور او وينو کې نه واى پرېښودلاى، نو هغه يې د استکباري اخلاقو او لوېديزوال "تمدن" له معيار سره سم په ځواب کې ويلي وو چې ".. موږ د افغانانو پر وړاندې کوم مسئوليت نه لرو. موږ پيسې ورکولې او هغوى جګړه کوله." [!!]

د دې ځواب به پر پرديو پلورل شوي د افغان ملت قاتلان ورکوي چې چا، څنګه او پر کومه بيه د وطن او نواميسو د لارې مليونو افغان شهيدانو وينې پر امريکا پر "پيسو" پلورلې وې.

 د افغان لوڼو او زامنو هيلې نيمه خوا پاتې  وې.

د ١٩٨٩ د فبرورۍ د  مياشتې له ١٥ نېټې سره سم د افغان ملت د نابودولو د پروګرام وروستنى پړاو د پنجابي جرنيلانو او بيروکراسۍ له خوا پيل شو. د لارد وېول "سيمييزې اډې" پاکستان ته د افغانانو د برخليک سپارل د واشنګټن، پرنګي او پنجاب ترمنځ د هغو ژمنو پر  بنسټ سر ته ورسېد چې په ١٩٧٩ کال کې پر کابل د روسانو له يرغل سره سم له راجه-جرنيل ضياالحق سره شوې وې. زموږ پر خاوره، ژوند او ناموس د پنجابي جرنيلانو مخامخ تجاوز د هغه چوپړ په بدل کې روا ګڼل شوى و چې پرنګي او امريکا ته يې د مليونونو افغان لوڼو-زامنو د وينو بهولو په بيه د شوروي د نسکورولو په لار کې کړى و. په پايله کې يې، د برتانيا تر حمايت لاندې، د راجه=جرنيلانو هغه خوب او خيال رښتيونى څرګندېده چې د شلمې پېړۍ په پيل کې لارد کرزن ليدلى و. هغه خوب د افغان ملت په خاوره کې د نوموړي لارد د هغې پروژې  پلې کول وو چې د هغې لپاره راجه-جرنيلي پاکستان له ١٩٤٧ کاله راپدېخوا - او په تېره انګرېزانو دوه سوه کاله - له هر ډول وسيلو څخه کار اخستى و.  يو سل او شپېته کاله يې پر افغانانو مخامخ يرغلونه کول؛ وژل يې؛ کورونه يې ور ورانول ـ ساه کېښلو او پر يوه غولي د غونډېدو موکه يې نه ورکوله. جرنيل ضيا د افغانانو د ملي هويت د له منځه وړلو لپاره  هغوى په مسلمان او کافر؛ افراطي او منځدريځ؛ تنظيمي او ناتنظيمي او نورو او نورو داسې وېشلي وو چې چا د خپلې خاورې او وطن نوم په  ژبه نه شو راوړلاى؛ کرکجن کابل ته يې اور واچاوه؛ د افغانستان هرڅه يې  تباه کړل؛ مليونونه افغانان يې شهيدان، شل او شوټ کړل؛ درۍ نسله يې له پوهنې او سواد او د ژوند له ډېرو لومړنيو وسايلو نه محروم کړل.  کله چې يې دا ټولې لوبې، په خورا برياليتوب، سر ته ورسولې، زړه يې لا نه و يخ شوى او يوځل  بيا يې د دې "بې سره، باغي قوم" د نابودولو په تکل ـ د نواز شريف او راجه-جرنيل پروېز مشرف په وجود کې د "ترهګرو" تر ټاپې لاندې په وژلو، ځورولو، او د امريکايې  ډالرو په بدل کې يې پر پلورلو او ګوانتانامو ته پر استولو لاس پورې کړى و.

 په پاکستان کې د ١٩٩٢ کال ټولټاکنو پر مهال، د بېنظير بوتهو د پيپلز ګوند پرخلاف د نواز شريف د مسلم ليګ تر ټولو ستر شعار " تُم ډاکه ديا، ام کابل ليا" و. دا د بېنظير بوتهو پلار، ذوالفقار على بوتهو، ته پيغور ورکول وو چې په ١٩٧١ کال کې يې د "پاک پوځ" په توره د دوه مليون مسلمانو بنګاليانو وينې له پنجاب نه پخپله ژبه، بنګالي، د خبرو ليک لوست کولو د حق غوښتنې په ګناه  په خورا بېرحمۍ سره بهولې وې. نو نواز شريف ته ځان د کابل فاتح څرګندېده، د بنګله دېش بدل يې له افغانانو اخستى و.

 پاکستاني حکمرانانو د مليونونو افغانانو پر وينه د دوه لسيزو په بهير کې ټولې مانوي او مادي لاس ته راوړنې خپلې بللې وې. د افغانستان "سل کلن اردو يې مات" او د هغه "کباړ" د نواز شريف د فابريکو خوراک شوى و؛ د برهان الدين ربانى پر مشرۍ يې ستمي-تنظيمي ليوان پر کابل ورخوشي کړې وو د افغان ولس غوښې او هډوکي يې څيرل؛ او د بن لادن پر مشرۍ د عرب "مجاهدينو" پر ډاډ يې د هند پرخلاف د جهاد او د "کشميرد ازادۍ" لپاره ناره توده کړې وه.

مايکل ګريفين د"بوړبکۍ رېبل" په ٧١ مخ کې ليکي:

".. په ١٩٩٣ کال د ډيورند لاين سل کلن تړون پاى ته رسېدلى و، خو د يوه پياوړي او متحد افغانستان له پښو لوېدو سره د پښتونستان کشاله هم مړه شوې وه. او د دې کشالې تر خاورو لاندې ساتلو د باوري کېدو پر تکل، [بېنظير] بوتهو او [نصيرالله] بابر راتلونکي درۍ کاله پر دې بوخت وو چې لرې پرتو درو ته پوځي لارې وغزوي او ـ د شمالي صوبه سرحد د اسامبلۍ [ولسي جرګې] د جوړولو له لارې ـ قبايلي سيمې [د پاکستان] تر فدرالي نظام لاندې راولي.[i]

 په نيويارک کې د ٢٠٠١ کال د سپتامبر د ٩ نيټې له بريد او پر افغانستان د امريکا او پرنګي پر تيري پسې، د پنجابي حاکمانو له مخه هغه "اسلامي نقاب" وڅيرل شو چې د خپل ولس او اسلامي نړۍ د غولولو لپاره يې پرمخ غوړولى و. او د لارد وېول/الف کېرو/جناح د "پاکستان" ماهيت د هر عام او خاص وګړي پر وړاندې بربنډ شو. له هغې راهيسې پنجابي جرنيلانو او انګرېزي بادارانو يې له هرې وسيلې څخه پر کار اخستلو پيل کړى چې د افغان ملت پرضد يې وکاروي او لکه د زخمي شويو کفچه مارانو پر څير پر هرڅه خوله لګوي د افغان لوڼو-زامنو غوښې او هډوکي څيري.  په لندن، راولپينډۍ او لاهورکې د پرنګي-پنجابي جاسوسي ادارې شپه او ورځ لګيا دې چې له يوې خوا:

د پرنګي له تاريخي دود سره سم د افغانانو په منځ کې د نفاق اور ولګوي؛ پر يوه بل يې ناباوره؛ پر خپلمنځې شخړو يې اخته او خپلې غوښې يې په خوله کې ورکړي. پر سوات او وزيرستان د پنجابي پوځ يرغل او له هغه سره يوځاى د پروپاګند تر تورو ورېځو لاندې په پښتونخوا په تېره په پېښور کې د نامريي لاسونو پر لاس د بوږنوونکو چاودنو په ترڅ کې د ډلييزو ملکي وګړيو وژنې د دې تکل ښکارندويې دي. د پرنګي په شيطاني زرادخانو کې د داسې بېلګو کمى نشته، دا لاندې يې د دا ډول تکلونو يوه بېلګه ده:

د ١٩١٩ کال په اپريل کې په هند کې د "رولت-اکټ" پرخلاف پر  شديد غبرګون لاس پورې شوى و. تر دې "اکټ" يا  قانون لاندې هغه کسان چې د "پرنګي" له خوا پرې "د فتنه اچولو" تور لګول کېده، په "پټو محاکمو کې" په شديدو جزاګانو محکومېدل؛ ګردو کليو، سيمو او ولسونو ته ډلييزې سزاوې ورکول کېدې.

برتانوي پوځ د دې پاڅون پرضد پر پياوړو اقداماتو لاس پورې کړ او په زرګونو کسان يې تورو زندانونو ته واستول. خو د هندي ولس پر خلاف د متکبر انګرېز غوسه لا نه وه سړه شوې. غوښتل يې هغوى ته داسې "سبق" ورکړي چې بيا هېڅکله هم جرئت ونه کاندي چې د پرنګي "بادار" د استبداد پر وړاندې د غږ پورته کولو جوګه شي.

 د اپريل پر ١٣ نېټه، د ښځو او تيخورو ماشومانو پر ګډون، يو ګڼ شمېر کسان د امرتسر په جليانوالا- باغ کې سره راغونډ، په سوداګرۍ او ميله بوخت وو. راغونډ شوي وګړي نه له هغو پېښو څخه خبر وو چې له هغه انګړ نه بهر روانې وې او نه يې په هغو کې له ګډون سره کوم زړه-تړاوى درلود. برتانوي پوځ د ډګر-جنرال ريجنلډ ډاير تر کوماندې لاندې ګُرخه سپاهيان د جليانوالا-باغ د انګړ مخې ته، چې ترې لوړ ديوالونه چاپېر او يواځې بهر ته ترې د وتلو يې يواځنۍ يوه تنګه کوڅه لرله، پر لوړه تابيا او په ناڅاپه يې د درنو وسلو او ماشينګنو خولې پر ناخبره بېوځلو زړو-وړو، نر او ښځو ورواړولې. د لسو دقيقو په بهير کې ٣٧٩ تنه مړه او د ١٢٠٠ تنه په شاوخوا کې ټپيان په خپلو وينو کې ولمبول شول. پرنګي جنرال ته د کوچنيو ماشومانو ښځو او بوډاګانو سوې نارې د اهميت وړ نه وې، بلکې د کبر کاسه يې دومره ډکه شوې وه چې غوښتل "ټول ښارګوټى [امرتسر] پر ايرو واړوي."

د امرتسر د ډلوژنې خبر ډېر ژر د ولسونو په منځ کې خپور شو. د هغه پرضد د افغان ملت غبرګون خورا شديد او په کابل او پېښور کې افغانانو له شاه امان الله څخه غوښتنه وکړه چې د پرنګي پرخلاف د جهاد اعلان وکړي.

 دې خبر د برتانيا امپريالستي چارواکي سخت وبوږنول. جنرال ويلفرد ماليسن، چې د انګرېزانو د جاسوسي اد ارو سرکښ او د ايران له خاورې يې په سيمه کې د څارګرۍ فعاليتونه پلي کول، په افغانستان کې د ننه "خورا پياوړي اجنټان او د پروپاګند پټ ځمکتلى سازمان لاره،" پدې اړه لاس پر کار شو. [د يادولو وړ ده چې د پرنګي لپاره ايران د قاجار له دورې راهيسې پر افغانانو د څارګرۍ د  اډې په توګه په کارېده]. ناڅاپه ګنګوسي خپاره شول چې په کندهار کې شيعګانو يو سُني هلک وژلى او مړى يې پر ډېران غورځولى دى. "په پايله کې يې د شيعه او سُني اوسېدونکو تر منځ خونړۍ نښتې پيل شوې. دا پداسې  حال کې چې هيڅ چا ته دا څرګنده نه وه چې په رښتيا هم کوم څوک وژل شوي وو، او که نه. د جنرال ماليسن پرپاګند ډېر ژر هرات ته، چې د شيعګانو شمېر پکې ډېر و، وغزېد. له همدې سره د برتانيا پرخلاف د امان الله جهاد پاى ته ورسېد"، افغانان د يوه بل په ګرېوان کې ولوېدل خپل کور-کهول يې پر  اور واړاوه.[ii] 

   او له بلې خوا:

 پدې وروستيو کې د برتانيا حکومت په بېساري توګه د افغانستان په هکله د "نوې ستراتېژۍ" د جوړولو په پلمه د غولوونکو غونډو، ويناو او څارګرۍ منډو کچه لوړه کړې ده. د ناپټېدو وړ خپل بربنډ شوي وجود ته د پرتوګ ور اغوستلو پر تکل، انګريزي لاردان او کړۍ پر غوږ پنجابي  راجه-جرنيلان يې تکل کوي د نړيوالو ذهنونه دې ته واړوي چې ( لومړى) داسې وښيي چې ګواکې زموږ په سيمه او ګرده نړۍ کې روانه فاجعه يواځې د تېرو اته کلونو زېږنده ده؛ او (دويم) د جرنيلي پاکستان د زېږولو پر اړه پر حقاېقو خاورې واچوې او خپل پلونه پټ کاندي. دې موخې ته د رسېدو لپاره يې د افغان "ماهرانو" او ځان پلورلو "ليکوالو" پر ګډون د ولس غولونې ګرد وسايل او پروپاګندې دستګاوې عيار او وقف کړې دي.

پدې هکله، د يوې بېلګې په توګه، د احمد رشيد، د "ګډوډيو ته نزول" تر سريزې لاندې کتاب منځپانګه د اريانتيا وړ ده. نوموړى په لوېديزه نړۍ، په تېره په برتانيا کې، د هغو پروپاګنديزو فعاليتونو د سر غړى دى چې نن سبا د افغانستان لپاره د "نوې ستراتېژۍ" د جوړولو په پلمه خورا ګړندي شوي دي. د هغه د نوي کتاب محتوى د کيلييزو مسايلو په برخه کې پر بشپړه مانا له هغې سره په تضاد کې ده چې د "طالبان" په نوم د خپل مخکېني کتاب په پاڼو کې يې پرې خبرې کړې وې. وروستنۍ ليکنه يې د حالاتو او حاکمه پرنګي او پنجابي کړيو له غوښتنو سره سمه عياره کړې او پدې توګه يې نه يواځې له خپل مسلک سره ناروا کړې، بلکې خپل اتبار يې هم خاورو ته ټيټ کړى دى.

احمد رشيد ليکي:

"د ٢٢ کلنې پرله پسې جګړې په بهير کې افغانستان په بشپړه ډول تباه شوى و. له نړيوالې دويمې جګړې وروسته د ويتنام پر استثنا دا تر ټولو ستره ويجاړي وه. له بده مرغه افغانانو پخپله خپل هيواد دومره ويجاړ کړ چې شورويانو نه و کړى. پداسې حال کې چې شورويانو خپله جګړه په پښتنو سيمو کې کوله، د ١٩٩٠ کلونو کورنۍ جګړې ښارونه او ټولې رو-بناوې له منځه وړې وې.  د جګړه کوونکو ډلو له خوا پر کابل د بم اورونو په پايله کې د تليفون او تلګراف د مزيو او سړکونو د کټارو د ويجاړولو او لوټلو په شمول هرڅه په پاکستان کې پلورېدل کېدل. لويې لارې، د برېښنا او تليفون مزي، د  اوبو او فاضله توکو  نلليکې، کورونه، دکانونه، ښوونځي او روغتونونه هرڅه په تشو کالبودونو او پرېوتلو اډانو بدل شوي وو.[iii]

 هو، احمد رشېد په مفصله توګه د افغان ملت د کور-کهول پر "تشو کالبودونو او پريوتلو اډانو" د بدلېدو په اړه خبره چې اوس د پټېدو وړ نه ده  کوي، خو ترې لاندې يې د اساسي تکل په توګه دا پټول غواړي چې هغه افغانانو ته د کوم غليم ناسپېڅلې ډالۍ وه. له انګرېزي پالېسۍ سره په عيار کړ شوي دې پروپاګند کې د معلولونو د وړاندې کولو په ترڅ کې، د علتونو د پټولو پر تکل، رشيد وايي چې " .. افغانانو پخپله خپل هيواد دومره ويجاړ کړ چې شورويانو نه و کړى .."  نوموړى دا پټول غواړۍ چې جرنيلي پاکستان خپل پايښت د افغانانو د نابودولو او د هغوى د خاورو په ويجاوړولو پلان کې غوړي. پدې برخه کې د هېڅ کوچني شک ځاى هم نه دى پاتې. پرنګي-مشربه پنجابي پروپاګند چيان دا پټول غواړي چې څنګه يې د برتانيا او امريکا د ګټو لپاره د اسلام پر نامه د اسلام مقدس دين ته خيانت کړى دى ګرده نړۍ او مسلمانان يې پر اورر اړولي دي.

 خو دا لوبه اوس، انشا الله، پڅه شوې ده.

راجه-جرنيلان او پنجابي بيروکراتان بايد پر دې خبره ځان پوه کړي چې په سوات. بنېر او ملکنډ کې؛ په پېښور، کوټه او کابل کې؛ په وزيرستان، خيبر، کرمه، کندهار، هلمند؛ او په هر ښار او کلي کې د هر ځانګړي افغان د هر څاڅکي وينې د تويېدلو؛ او مليونونو معيوبو، لادرکه او د مرګ او ژوند پر لار د ورکو افغانانو مسئوليت د دوى پر غاړه دى. د نا انصافه او کينه کښو جرنيلانو زړونو ته د افغان ملت د مليونونو بچو د  وچو شونډو او الوتلو څېرو په هکله د رحم هېڅ لار نه ده موندلې. دا د مليونونو افغانانو د وينو او اوښکو رودونه دي چې پکې دا اوس-اوس انګرېز مشربه لاسپوڅې پنجابي واکداران غوپه شوي او پکې  ډوبېږي.

 دا چې پنجاب غواړي د پرنګي "پوځي اډه" پاتې شي او که نه، پر افغان ملت اړه نه لري. کوم چې پر افغانانو اړه لري هغه د دوى تاريخي وطن، تاريخي خاوره او تاريخي پولې دي چې هره يوه لوېشت يې ورته څرګند او پر هغوى د درېدلو نيت لري. له هغه پرته د افغانانو لپاره د سولې او سوکالۍ هيله لرل تش خوب ليدل او ځان  غولول دي. او پدې لار کې ګرد افغان ملت، د خپلو مټو او خپل هوډ پر ډاډ پر لوى خداى توکل ځان چمتو کوي.

  يا ربه توفيق!


[i]  'The 100-year treaty marking the Durand Line lapsed in 1993, but the Pashtunistan issue had all but died out with the demise of a strong and unified Afghanistan. To make sure it remained buried, Bhutto and Babar spent the next three years trying to drive military roads into the more inaccessible valleys and bringing the tribal trust areas into the federal system by creating a NWFP assembly…', Michael Griffin, 'Reaping the Whirlwinds', p. 71 [emphasis mine]

 

[ii]  On April 13th, 1919 the British Army under Brigadier General Reginald Dyer led his troops to Jallianwalabagh in Amritsar where a large number of civilians were engaged in trade in the square, unaware of what was happening outside. Dyer’s Gurkha troops attacked and opened fire upon this gathering from higher ground without warning. Within ten minutes ‘ there were 379 dead and about 1,200 wounded, for whom he did not consider it “his job” to be concerned. He felt like “reducing the town to ashes”.’ There was  serious reaction to this atrocity in Afghanistan against which the Afghan nation demanded the declaration of Jihad from King Amanullah. Britain’s colonial authorities were shaken. ‘General Wilfred Malleson, who had been leading forces against the Bolsheviks from Meshed, in Western Persia, and had recently had to withdraw from Transcuspia, wished to use those forces in Central Asia by threatening Herat, the Afghan city closest to Persia. This manoeuvre was denied him, but Malleson had an excellent intelligence and underground propaganda machine, and at a moment propitious for the British a rumour arose in Kandahar that the Shiahs, of the Muslim sect that was a minority in Eastern Afghanistan but a majority in Herat, had killed a Sunni boy and thrown his body on a garbage heap. The Sunnis began bloody reprisal; eventually no one was sure whether there had been a dead body or not. But Malleson’s rumourmongers told the tale of Sunni attacks throughout Herat, where, as it turned out, Amanullah’s Jehad against Britain found little support.’[emphasis added]  Stewart pg. 46

 

[iii] Afghanistan had been comprehensively destroyed after twenty two years of continuous war than any country since World War Two apart from Vietnam. Tragically, the Afghans had done more damage to their own country than had the Soviets. Whereas the Soviets had fought much of their war in the rural Pustun belt, the Afghanistan Civil War in the 1990s had destroyed the cities and infrastructure as warring factions bombarded Kabul and destroyed or looted the infrastructure – right down to selling off telegraph wire and road fences in Pakistan. Roads, power and telephone lines, water and sewer pipes, houses, shops, schools and hospitals – everything looked like burned out shells or upturned carcasses. Ahmed Rashid, ‘Descent into Chaos’, p. 170