د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان تر وروستي افغانه

غلام محمد زرملوال 03.10.2009 14:35

دکتاب نوم                  : افغانستان تر وروستي افغانه

ليکوال                            : غلام محمد زرملوال

خپرندوى         : دانش خپرندويه ټولنه_ پېښور                                                                                                                    

شمېر                 :1000 ټوکه

چاپ کال          : 2009 م / 1388 ل

کمپوز                : پخپله ليکوال

ډېزاين             : ذبيح شفق

د خپرندويې ټولنې يادښت:

 

د جنګ چينجو يې د سر ټولې پاڼې وخوړلې

په حافظه کې مو تاريخ د سولې باب نه لري

"کاروان"

 

مينه، سوله او نياو له لويه سره د بشري تاريخ ورک څپرکي دي، خو افغاني تاريخ، په تېره بيا د وروستيو لسيزو تاريخ، دا څپرکي بيخي کم او يا نه لري. افغانستان د بېلابېلو زماني شراېطو له لامله د پېړيو په بېلابېلو پوړيو کې د جنګ او ناورين د ډرامې سټېج پاتې شوى دى، خو دا خبره زياتره تاريخ پوهان په يوه خوله کوي، چې د وروستيو دوو پېړيو د ډرامې تنظيم کوونکي او پرمخ وړونکي (تراوسه) انګرېزي ښکيلاکګر دي.

د افغانستان د وروستيو لسيزو تاريخ ليکنه يو داسې وېړ ميدان دى، چې نه يواځې افغاني بلکې ډېرو بهرنيو څېړونکيو هم پکې د فکر او قلم نيلي ځغلولي دي، خو د ليکنو او څېړنو دا منډې ترړې ځکه ډېرې د باور وړ نه دي، چې په زياترو کې يې د تاريخ ليکنې يو اړين اصل (بې پرې والى) تر پښو لاندې شوى دى او هغه د چا خبره هر چا خپل سوى سيوري ته کړى دى.

په دې څېړونکيو او ليکونکيو کې ښاغلى غلام محمد زرملوال يو داسې نوم دى، چې د استاد صميم په څېر حقپال او سختګير کره کتونکى يې په اړه وايي:"... هغه نه د بل په کاڼي تول کوي او نه نبض په امسا ګوري."

ښاغلى زرملوال د تاريخ ليکنې يو ځانګړى سبک او ليد لورى لري او هغه دا چې دى يواځې د نورو په څېر د پېښو په تشه انځورونه بسنه نه کوي، بلکې د پېښو تر شا د پرتو حقايقو، رازونو او پايلو په منطقي شننې سره پېښې اوج او پاى ته رسوي. دغه ځانګړنې که له يوې خوا د ښاغلي زرملوال کار ته ځانګړتيا بخښي، له بلې خوا د کره منطق په رڼا ځينې هغه لوستونکي هم د پېښو تياره تل ته ورکوزوي، چې له پېښو څخه دا ډول پايلې اخيستنې يې په وس کې نه وي.

"افغانستان تر وروستي افغانه" د تاريخ ليکنې پر لار د ښاغلي زرملوال څو کلن مزل دى، چې ددې ټوک په چاپ به يې څلورم ګام بشپړ شي. دانش خپرندويه ټولنه وياړي، چې دا باارزښته تاريخي لړۍ تر خپلو لوستونکيو رسوي او ښاغلي زرملوال ته له روغتيا سره اوږد ژوند غواړي، چې دا لړۍ لا پسې وغځوي.

 

په درنښت

دانش خپرندويه ټولنه