دا ډیورنډ لاین دی
د كريكټ لوبه گټمه
د كريكټ لوبه گټمه دا ډيورنډ لاين دى،شلمه برخه له خوسته د اسدافغان ياداستونه
جهالت
جهالت له خوسته د اسدافغان یاداښتونه خوار ماشوم د اتو نهو كالونو په منځ كې ښكارېده مخ يې زيړ تښتېدلى و،
زوړ ملا او زړې تراویح
زوړ ملا او زړې تراویح دا ډیورنډ لاین دی،۱۸ مه برخه له خوست څخه د اسدافغان یاداښتونه څو ورځې پخوا مې چیرته سفر کولو،موټر کې د چلوونکې په شمول ټول څلور کسان ناست وو،ګرمې هم زیاته وه او خاورې هم بادیدې،شاته سیټ کې یو کس نږدې راناست وو،سخت بوی تری ختو،خیرن بدن،خیرنې ج
د بلال خوږه اذانه
د بلال خوږه اذانهدا ډیورنډ لاین دی....۱۷مه برخهله خوست څخه د اسدافغان یاداښتونه ماشوم په کوڅه کې منډې وهلې او له خولې ېې سندره وتله......د بلال خوږه اذانه د ملالې یاقربانه....هغه نور رانه لیرې شوی وو،ما لږه شېبه مزل وکړ چې د بل ځوان غږ مې تر غوږ شو،راکه یو لوګی نور ېې نه څکمه،بس که سیګریټی نور ېې نه څکمه،دی ځنګیدلی روان و او سر ېې ورسره خوځولو،په هر صورت سبا کې لومړنی ماشوم ستر شي،نو ضرور به ېې له مور پوښت
غيرت
غيرت
پښتون،
پښتون، ، دا ډېورنډ لاین دی،۱۴مه برخه له خوست څخه د اسدافغان یاداښتونه په لوی مارکیټ کې د هټیو مخې ته د ډول ډول مرغانو پنجرې ایښې وي،د ننه پکې رنګارنګ چرګان او نور مرغان ښکارېدل،ځینې غټ،څه ډنګر ، ځینې مریض او مړاوې ښکارېدل، دوکانداران یې مخې ته ناست ؤ،چې کله به هم کوم اخیستونکی راغئ، نو پنجره کې به ېې د پلورنکې په ملتیا چرګان خوښول،په لږه شیبه کې به سړې چرګ په نښه کړ او دوکاندار به پسې لاس ورننویست، چرګبه شور
بې غوره سوداګر
بې غوره سوداګردا ډېورنډ لاین دی،۱۳مه برخهاسدافغان،خوست د کور مخې ته په لوی انګړ کې خاورې او بوس یو ځای بادېدل او زړه تنګوونکې منظره ېې رامنځته کوله،څو هلکان د تهريشر په خوا کې په خړو دوړو کې پټ اخوا دیخوا کیدل،د تهریشر او تراکتور غرا خته او هلکانو په بیړه د تهریشرپه خوله کې د غنمو وچې ګیډۍ ور اچولې او د بلې خوا ته د بوسو یوه زوراوره دوړه له تهریشر وتله،تهریشر باندې څو ځایه بلیډ بورډو
کفرې مضامین؟
کفرې مضامین؟دا ډېورنډ لاین دی،۱۲مه برخهاسدافغاند ۱۹۹۹ مېلادې کال پیل ؤ،د نوې خکومت څو کاله تېر شوې ؤ،د ښوونځې زده کوونکی وم،د خکومت په لومړیو کې مو درس ښه روان و،خو وروسته، په ښوونځې کې درس ویل ورځ په ورځ سستېدل،څه ښوونکي نه ؤ،څه کتابونه نه راتلل او څه د زده کوونکو خوند نه ؤ،په لومړیو وختونو کې به ښوونکو ته ،لږه ډېره تنخوا راتله خوبیا له څه مودې وروسته هغه هم ودریده،فرمان راغلی ؤ ، چې دومره وس نه لرو چې ښو
ډاكټران كه قصابان؟اسدافغان
ډاكټران كه قصابان؟ دا ډیورنډ لاین دی،11مه برخه اسدافغاند ښځو او ماشومانو شور ماشور زيات شوى ؤ،په كوچنى دروازه ټېل ماټيل شیبه په شیبه ډېریده،وړو ماشومانو ژړل او نورو ښځو د نوبت مخته كولو هڅې كولي،چې ورسره به يې چېغې او ژړاوي اورېدل كېدې،دوى ټول مريضان و،له درملتون شاته په خلاص ځاى كې سره لمر ته ول،ورسره خوا كې كوچنۍ دروازه خلاصېده چې اول د درملتون كوچنى گودام او ورپسې د دوا ډكې المار
ځوانان بې واده زړېږي-
ځوانان بې واده زړېږيدا ډېورنډ لاین دی،لسمه برخه اسدافغان د زياتره سيمو په شان د ډيورنډ كرښې دواړو غاړو ته په خوست او قبايلې سيمو كې د ولور په نوم پريمانه پيسي اخيستل كيږي،ځوانان چې د بلوغ مرحلې ته رسيږي، نو د كورنۍ د غړو په خاص ډول پلار،مور،او ترونو
ستړى ولس-اسدافغان
ستړى ولسدا ډیورنډ لاین دی،نهمه برخهاسدافغانپر نوى پوخ شوى لوى سرك باندې بې شماره موټر په انتظار ولاړ و ،او لا هم نور راتلونكې موټر راروان ؤ،څوك په موټرونه كې غلي ناست و، او ځينو كسانو د سرك دواړو غاړو ته په ناسته، او ولاړه سره رنگارنگ خبرې كولي،دوى كې اكثرا كسان مريضان،دوكانداران،او نور بيلا بيلو كارونو پسې ښار ته روان عادې وگړي و،د موټرونه څخه شاوخوا څلويښت متره لري د ناټو او افغان ځواكونو خړ ټانگونه او موټرونه ولاړ وو،پر سر يې درنې ماشينداري ن
جنت که اروپا؟اسدافغان
جنت که اروپا؟دا ډیورنډ لاین دی،اتمه برخهاسدافغاند هيواد او نورو زیاتره سيمو په شان د ډيورنډ كرښې دواړو غاړو ته په خوست او ورسره نږدې قبايلي سيمو كې دا مهال د بدمرغه جنګ اور بل دى،كه كليو او سيمو كې سړی وګرځې نو داسې كورنۍ به ډيرې كمې وي چې ددې اور تاو ورته نه وې رسيدلئ،د چا كور وران شوى، څوك ښكيلو ډلو د طالب او جاسوس په نوم وژلې ،د چا زامن ځوانيمرګ دي، څوك يتيمان شوى، زياتي پيغلي كونډي شوى او د ځینو خپل خپلوان وژل شوی...٠دل
د خداى مخلوق مه وژنئ-اسدافغان
دا ډیورنډ لاین دی،اوومه برخهله خوست څخه د اسدافغان د خاطرو لړۍد خداى مخلوق مه وژنئد ٢٠١١ كال لومړنى شپې ورځې وي،پښتونخوا ته روان وم،د سهار ٩بجې كيدونكې وي چې ببرك تاڼي په نوم سرحدي سيمه باندې کرمي ایجنسۍ ته واوښتم،دلته د ډيورنډ كرښي په سر د افغانستان طرف يو كوچنی بازار ودان شوى و،بازار كې ټول له لسو پنځلسو زيات دوكانونه نه و،چې ټول خام و،هټۍ د خام سرك يوا خوا او بل خوا ودانې شوی وي، چې د موټرونو په تيريدو سره به بازار
جهالت او منافقت
جهالت او منافقت دا ډیورنډ لاین دیله خوست څخه د اسدافغان د خاطرو لړۍ
نه قبلیدونکې دعاګانې
نه قبلیدونکې دعاګانې دا ډيورنډ لاين دى،پنځمه برخه له خوست څخه د اسدافغان د خاطرو لړۍ د ٢٠١١ كال مارچ ديرشمه نيټه وه،د كريكټ نړيوال جام سياليو وروستۍ نيمه پايلوبه د هندوستان او پاكستان تر منځ ترسره كيده،مازديګر مهال و، چې په يو كرايې فلاينکوچ موټر كي د دريو نورو ملګرو سره له
دا ډيورنډ لاين دى،څلورمه برخه
دا ډيورنډ لاين دى، څلورمه برخه له خوست څخه د اسدافغان د خاطرو لړۍ د خوست او ورسره شاوخوا سيمو لكه ميرانشاه،ميرعلي،كرم ايجنسۍ،او پاړاچينار كې 90 فيصده بې محصوله يا كانتينري موټر ګرځي يو وخت كې خوست كې ترافيكو كانتينري موټر نيول،خلكو يوه غوغا جوړه كړي وه او خكومت پسې يې
دا ډيورنډ لاين دى - دریمه برخه
دا ډيورنډ لاين دى، دريمه برخه له خوست څخه د اسدافغان د خاطرو لړۍ د ولسمشرى انتخاباتو ښه موده تيره شوى وه،حامد كرزى د دوهم ځل لپاره د ولسمشرى په څوكۍ ناست و،د خوست په يوه سرحدې سيمه كې مې په خپل موټر كې له ملګري سره يو ځاى سفر كولو،سرك ټول كنډوكفر و ،دومره كندي پكې جوړې شوى وي چې هيڅ د سرك ګومان پرې نه كيده،د سرك دواړو غاړو ته خټين او خړ كورونه ودان شوى و،كورونه هسې هم خړ و خو د سرك
دا ډيورنډ لاين دى،دويمه برخه
یو بام او دوې هواوې؛ليكوال: اسد افغان د ٢٠١٠ كال دسمبر مياشت نيمايي ته رسيدلې وه، په يو شخصې كار پسې بايد پښتونخوا ته تللاى واى. سهار وختي له خوست څخه د پښتونخوا په طرف روان شوم. ښه شيبه په نوى پوخ شوى سرك موټر روان و، په سرك باندې لا هم كار روان و، د سرك يوې خوا او بلې خوا ته تقريبآ دوه سوه مترۍ كې د اربكيو پوستي وې او بې شماره كسان د سرك جوړولو ساتنې ته ولاړ وو، څو شيبې پس د ډريور خوله وخوزيده: په دې سرك باندې له ۴۰ څخه زيات اربكي مړه ش
دا ډيورنډ لاين دی-اوله برخه
بدمرغه كه نيكمرغه كال؟ ليكوال: اسد افغان درنو دوستانو پرون نوروز و، د نوي پسرلي رنګينه ورځ، په زياتره سيمو كې ميلې وې، خلكو خوشالي كوله؛ هر چا به ويل كه نن درباندې څه تير شول ټول كال به دې همدا حال وي، د افغانستان په يوه لرې پرته سرحدې سيمه كې لمر خپلې زرينې وړانګې په شنو پټيو