زوړ ملا او زړې تراویح

دا ډیورنډ لاین دی،۱۸ مه برخه

له خوست څخه د اسدافغان یاداښتونه


څو ورځې پخوا مې چیرته سفر کولو،موټر کې د چلوونکې په شمول ټول څلور کسان ناست وو،ګرمې هم زیاته وه او خاورې هم بادیدې،شاته سیټ کې یو کس نږدې راناست وو،سخت بوی تری ختو،خیرن بدن،خیرنې جامې او خوسا خولې ېې ډېر په عذاب کړی وم ،څو ځله مې هڅه وکړه چې پوی ېې کړم چې لږ اخوا کینه خو نه کیده،اخیر مې زړه خرابیده ورته ومې ویل،

سیټ خو خالې دی لږ اخوا شه.

-ولې؟


-بوی درنه ځې د سړې رنګ تغیر وکړ،په غوصه ېې وویل:تا زما پښتونوالی او ایمان ته په سپکه وکتل
،
او له ځان سره په سپکو سپورو ویلو اخته شو،


پروسږ كال روژه كې د تراويح لمونځ مو په یو جومات کې ادا كاوه،روژه كې هسې هم د ډېرو كسانو له خولو بد بوى ځې،او دوى وايې چې دا بوى الله ج ته تر مشق زعفرانو بهتري لري، خو كله چې به په لمانځه ودريدو نو كله كله به داسې كسان خواته راپيښ شول چې د بوى له لاسه به مې زړه خف كيدو،او نه مې شواى كولاى چې لمونځ په ښه شان سره ادا كړم ،څه په خوارى به مې لمونځ پای ته ورسولو، نو چې سبا به بيا خلك په لمانځه دريدل، اول به مې له بوينو كسانو څخه ځاى بدلوه،چې روژه ختميده نو دوه سپين ږېري راپاتې و چې زه به يې په منځ كې درېدم،او دواړه به مې يو خوا بل خوا دريدل،

سړی چې په ټولنه كې ژوند كوى نو مجبور دی چې د نورو خاطر هم وكړي،كه د خولې او بدن بد بوى مو نور په عذابوې نو بايد د نظافت خيال وساتو،

كه څه هم د وطن ډېرې لاري خرابې دي او دوړي خاوري پكې بادېږي نو ډيرى كسان چې په سفر ځې نو د ځان سره اظافې جوړې نه وړي، او چې مطلوب ځای ته رسيږي نو جامې يې داسې خيرنې شوې وي چې په يو متر كې به يې بوى ته ټينګ نشې،

پښتون ميشته ولايتونو كې اكثرا ځوانان او سړي چې ووينې نو داسې خيرن وي چې ته به وايې ټول كال يې نه دي لامبلې كه بيا ورته وايې چې دا ولې دومره خيرن يې؟ نو وايې به چې مونږ كلك او ځيږه پښتانه يو،نو کلکوالى او پښتونوالې خو په فنډ فنډ خيرو كې نه ده،

كه څه هم د كليو او بانډو خلكو په نسبت د ښار خلك زيات پاک ګ
رځې، او كله چې لرې پرتو سېمو او يا كليو ته سفر كوې، نو هلته خلك ورته په عجيبه سپك نظر ګورې، ځېنې خو رنګارنګ خبري پسې كوې،څوک به وایې ،بي غېرته دی،څه به وایې،پښتو يې هېره كړي،او ځینې شیخان خو وایې،ايمان يې كمزوري شوى او ....خو خبر نه دي چې په خېرو او چټلۍ باندۍ مسلمانې او پښتونوالې نه تازه كيږي بلكې  لا زيان مومې،
هسې خو هم پښتانه ځان د اسلام ټيكه داران ګڼى او د كلكې مسلمانی دعوې كوې نو
اسلام نظافت د ايمان جز ګڼلی، كه موږ خپل پاكوالي ته پام ونه كړو، مانا دا چې ايمان به مو نيمګړى وي.
كه په خېرو او چټلۍ كې غيرت او ايمان وای نو قران كريم كې به ېې  ذكر شوى واى،زمونږ خلك داسې دي چې چېرته هم خبره واوري نو په پټو سترګو يې منې،
كه روژه كې ستا د خولې بوى خداى ج ته له مشق زعفرانو بهتر وي، نو مونږ مجبور نه يو چې خوله او بدن مو همداسې خوسا پريږدو،هسې نه د ثواب پر ځای مو ګناه ډېره کړې وي، كه له پيشمنې وروسته خوله په كريم او برش سره ووينځو نو ممكنه ده ټوله ورځ بوى ونكړې، خو فكر نو كوم څوك دا كار وكړې هغه  څه وايې، زوړ ملا زړې تراويح .


۲۰۱۱-۰۷-۳۱