غزلPhoto

هجرت الله اختيار

هېر مې نه شې ډېر دې له هوسه يادوم

اوس دې هره شپه تر خپله وسه يادوم


زه اوس ستا په ياد باندې ژوندى يم اخلم ساه

ځکه خو دې پس له هر نفسه يادوم


ورځ کې دې که سل او زر کرته نامه اخلم

شپه کې دې ترې ډېر بيا يو په لسه يادوم


زړه زما استاد دى ته سبق يې زه ماشوم

اوس به دې مجبور د زړه تر بسه يادوم


مينه کې دې هر وخت زه په خپلو اوښکو لامبم

ګونګ دې شم که نوم دې بې اودسه يادوم


خدايږو رانه هېر دى رنګ صورت د هغه ښکلي

صرف يوه نامه يې مقدسه يادوم