ما به کمرنګو رڼا ګانو ته دعا کړې وهPhoto

عبدالستار سعادت


ما به کمرنګو رڼا ګانو ته دعا کړې وه

ما به یو ستوری ورکېدلو ته پرې ایښی نه و

ما به سپوږمۍ ته په لوېدلو کې ښېرا کړې وه

ما به سحر کې لمر ختلو ته پرې ایښی نه و

که پوهېدم چې دې سبا له حافظې نه وځم

که پوهېدم چې په ژړا دې له کوڅې نه وځم

***

ما یې تیاره لمن په اوښکو لمدوله ضرور

که پوهېدمه تروږمو ته مې زارۍ کولې

د زمان پښو ته به لوېدم چې قدم وانخلي

د ساعت ستنې ته شېبو ته مې زارۍ کولې

وخت به مې هسې تېرېدلو ته پرې ایښی نه و

ما به سحر کې لمر ختلو ته پرې ايښی نه و

که پوهېدم چې دې سبا....

***

که پوهېدم د هغې شپې نه پس دې نه وینمه

دا مې ویل چې دا بې نوره رڼا مه هېروه

غوږ ته نږدې مې ښکلولې دا مې رو ویلې

په ورکو، ورکو لارو ځم ګرانې ما مه هېروه

ما به دې ذهن هېرولو ته پرې ایښی نه و

ما به سحر کې لمر ختلو ته پرې ایښی نه و

که پوهېدم چې دې سبا له حافظې نه وځم

که پوهېدم چې په ژړا دې له کوڅې نه وځم